ټرمپ: امریکا د وېنزویلا په یوه بندر برید کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکایي ځواکونو د وېنزویلا په خاوره کې هغه بندر په نښه کړې چې د نشهیي توکو د لېږد لپاره ترې کار احیستل کېده. هغه وایي، په دغه بندر کې «سترې چاودنې» هم شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکایي ځواکونو د وېنزویلا په خاوره کې هغه بندر په نښه کړې چې د نشهیي توکو د لېږد لپاره ترې کار احیستل کېده. هغه وایي، په دغه بندر کې «سترې چاودنې» هم شوې دي.
دا د وېنزویلا په خاوره کې د امریکا لومړی اعلان شوی برید بلل کېږي. ټرمپ د دغه عملیاتو نور جزییات نهدي ورکړي او د وېنزویلا حکومت هم تر اوسه پورې په دې اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی.
تر دې وړاندې راپورونو کې راغلي و، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سيایاې) د ډسمبر په میاشت کې د وېنزویلا پر یوه بندر د بېپیلوټه الوتکې برید کړی دی.


په ایران کې د ډالر پر وړاندې د تومان ارزښت د رالوېدو په تړاو د اعتراضونو په دویمه ورځ د دغه هېواد ولسمشر ویلي، چې کورنیو چارو وزیر ته یې سپارښتنه کړې چې د معترضینو له استازو سره خبرې وکړي. د ایران په بېلابېلو ښارونو کې له دوو ورځو راهیسې پراخ اعتراضونه دوام لري.
مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «کورنیو چارو وزیر ت مې ماموریت ورکړی چې د خبرو له لارې د معترضینو له استازو سره د هغوی برحقه مطالبات واوري، څو دولت په خپل ټول توان سره د ستونزو د حل او مسوولان چلند لپاره ګام واخلي».
پزشکیان زیاته کړې: «د خلکو د معیشت په اړ هره ورځ فکر کوم».
هغه همداراز څرګنده کړې: «د پولي او بانکي نظام د اصلاح او د خلکو د پېرلو قدرت د ساتنې لپاره اساسي اقدامات په خپلو کاري لومړیتوبونو کې لرو».
دغه اعتراض او کاري اعتصاب د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) په تهران کې د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت له رالوېدو سره سم پیل شو او د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) پراخ او نورو ښارونو ته هم وغځېد.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو په ایران کې د اعتراضونو او اعتصابونو په دوام ویلی، د ایران ولس د داسې یوه دولت وړ دي چې «ګټې یې تامین کړي، نه د ملایانو او ملګرو یې». په ایران کې له دوو ورځو راهیسې د تومان ارزښت د رالوېدو په غبرګون کې اعتراضونه روان دي.
مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «دا د تعجب خبره نهده چې د ایران خلک د اقتصاد د پاشل کېدو په غبرګون کې سړکونو ته راوځي».
هغه زیاته کړې: «د ایران حکومت په سختدریځۍ او فساد سره هغه هېواد ویجاړ کړ، چې کولای یې شوای هوسا ژوند ولري».
په ایران کې د تومان پر وړاندې د ډالر ارزښت د لوړېدو او ناسم اقتصادي وضعیت له امله د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې له یکشنبې ورځې راهیسې پراخ اعتراضونه، لاریونونه او اعتصابونه روان دي. یوه میاشت مخکې په ایران کې د یو ډالر بیه ۱۱۴ زره تومان و، خو نن (دوشنبه د مرغومي ۷مه) د یو ډالر بیه ۱۴۴ زره تومان ته لوړه شوې ده.

په ایران کې د تومان پر وړاندې د ډالر بیې د لوړېدو او ناسم اقتصادي وضعیت له امله د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې له یکشنبې ورځې راهیسې پراخ اعتراضونه او لاریونونه روان دي. یوه میاشت مخکې ایران کې د یو ډالر بیه ۱۱۴ زره تومان و، خو نن یو ډالر بیه ۱۴۴ زره تومان ته لوړه شوې ده.
دغه راټولېدنې، اعتراضونه او لاریونونه د پلازمېنې تهران په ګډون په ګڼو ښارونو کې روان دي او پولیس هم د دغو اعتراضونو د راکابو کولو لپاره له اوښکې بهوونکو ګازو استفاده کوي.
برېتانوۍ فایننشیلټایمز ورځپاڼې په ایران کې د تازه اعتراضونو اصلي لامل د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت رالوېدل په ګوته کړي او په وینا یې ایراني چارواکي د فشارونو د کمولو په موخه کم عاید لرونکو ته د کوپونونو د ورکړې او همداراز د ښځو پوښښ ته د نسبي ازادۍ ورکړې له لارې هڅې کوي عامه رضایت خپل کړي.
دغه اعتراض او کاري اعتصاب د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) په تهران کې د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت له رالوېدو سره سم پیل شو او د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) پراخ او نورو ښارونو ته هم وغځېد.
د ایراني رسنیو د راپور لهمخې، دغه معترضین د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د تومان د ارزښت د ثبات ساتنې او همداراز د خلکو د اقتصاد د رغونې غوښتونکي دي.
د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو مشرانو د ایران له دغو تازه اعتراضونو ملاتړ څرګند کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ۲۰۲۶ کال په تړاو په خپل پیغام کې په نړۍ کې د جګړې پر ځای پر سولې ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې په دې کال کې سوله باید واکمنه شي.
انتونیو ګوترېش په دې پیغام کې چې د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) خپره شوې په ډاګه کړې، نړۍ د یوه تاریخي څلور لارې پر سر ولاړه ده؛ وېش، تاوتریخوالی، د اقلیم بدلون او له نړۍوالو قوانینو سیستماتیکې سرغړونې.
ګوترېش په دې پیغام کې تېر کال (۲۰۲۵) یو «ګډوډ» کال بللی او زیاته کړې یې ده، چې په دې کال کې په ټوله نړۍ کې د نظامي لګښتونو کچه ۲ اعشاریه ۷ ټریلیونه ډالرو ته لوړه شوه چې د وړم کال پر تله د لس سلنې زیاتوالي ښکارندويي کوي.
نوموړي ویلي: «دا اندازه له ټولو پرمختیایي مرستو څخه ۱۳برابره زیاته ده او د ټولې افریقا له ناخالص کورني تولید (GDP) سره برابره ده».
هغه سپارښتنه کړې، چې نړۍال باید په دې نوي کال کې خپل لومړیتوبونه سم او مشخص کړي او څرګنده کړې یې ده: «یوه خوندي نړۍ هغه وخت رامنځته کېږي چې موږ د جګړو پر ځای د بېوزلۍ پر ضد مبارزې ته زیاتې پیسې ځانګړې کړو.سوله باید واکمنه شي».
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، نړۍ کې لا هم داسې سرچینې شته چې د انسانانو ژوند ښه کړي، «سیاره بیا ورغوي» او سولهییزه راتلونکې تضمین کړي.
انتونیو ګوترېش په دې نوي کال کې د نړۍ له ټولو مشرانو غوښتي: «جدي شئ.خلک او سیاره له کړاو او درد نه مهم وګڼئ او زه له هر هغه چا چې دا پیغام اوري غواړم:خپل رول ادا کړي».
ګوترېش د خپل پیغام په پای کې ویلي: «په دې نوي کال کې راځئ د عدالت، انسانیت او د سولې لپاره یوځای پورته شو».

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کویټ له وليعهد شیخ صباح خالد الحمد الصباح سره په ټلیفوني اړیکه کې له دوه اړخیزو اړیکو سربېره د غزې د بیارغونې په تړاو هم خبرې وکړې. رجب طیب اردوغان په دې اړیکه کې په ډاګه کړه، چې د غزې بیارغونه به له دایمي اوربند وروسته پیل شي.
د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د دوشنبې په ماښام (د مرغومي ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دواړو لوریو په دې ټلیفوني خبرو کې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټينګار وکړ.
د ترکیې ولسمشر هلیه څرګنده کړې: «د غزې بیا رغونه به د دایمي اوربند او سولې له ټینګېدو سره پیل شي او په دې بهیر کې د ترکیې او کویټ ګډ عمل ډېر مهم دی».
نوموړي همداراز د اسراییل له لوري د صوماليلند په رسمیت پېژندل د سیمې د بېثباته کولو د هڅو یوه بېلګه وبلله او همداراز یې په ډاګه کړه، چې د سومالیا د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ باید وشي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د تېر کال په غويي میاشت کې ویلي و، چې د غزې بیارغونه شاوخوا ۴۰میلیارده ډالره لګښت لري او نږدې ۲۰ کاله به وخت ونیسي.