د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: ایران دې د خپلو ټولو وګړو حقوقو ته درناوی وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د اعتراضونو او اعتصابونو د دوام په اړه له دې هېواد څخه وغوښتل چې «د ټولو ایرانیانو حقوقو ته دې درناوی وکړي او د هغوی مشروع اندېښنو ته ځواب ورکړي.»





