• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي چې په کاپیسا کې یې دوه زره کاله پخوانۍ بودایي مجسمه موندلې

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۲ GMT+۰

په کاپیسا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې په دغه ولایت کې یې ۲۰۰۰ کاله پخوانۍ بودایي مجسمه موندلې ده. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال تاریخي مجسمې «حرامې» بللې او په سیستماتیک ډول یې ړنګولې.

د طالبانو د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، دا لرغونې مجسمه د کاپیسا ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د «کارا تاز» سیمې په یوه کور کې موندل شوې ده.

ویل کېږي چې دا مجسمه د یوناني – بودایي هنر په سبک جوړه شوې او د بودایي دورې د یوې ملکې څېره ښيي.

د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې وروستیو کې د بودايي مجسمو او لرغونو اثارو د موندلو په تړاو څو ځله ورته خبرونه ور کړي، خو شنونکي او فرهنګپالان وایي، چې دې ډلې په خپله لومړۍ دوره کې د بامیان مجسمې له دې امله ونړولې، چې ددوی په وینا، د اسلام له نظره یې موجودیت مشروع نه و.

ګرځندوی او لرغونې سیمې اوس د طالبانو د سیاحت د برخې د عوایدو مهمې سرچینې ګڼل کیږي.

طالبانو د بهرنیو سیلانیانو لپاره په کوردننه ګڼ سهولتونه او د ویزو د صدور په برخه کې ځینې امتیازات اجرا کړي دي.

افغانستان د بودایي تمدن یو له مهمو تاریخي مرکزونو ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول کاپیسا او بامیان هغه سیمې دي چې یو وخت د یوناني – بودایي هنر، زده‌کړې او فرهنګي تبادلې ستر مرکزونه وو، خو د جګړو، افراطیت او بې‌پروايۍ له امله د دې تمدن ګڼ اثار یا له منځه تللي او یا هم قاچاق شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د ایسسکو د اسلامي خطي نسخو د وضعیت څیړلو ناسته کې ګډون کړی

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځینو مسوولینو د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (ایسسکو) له خوا جوړې شوې علمي ناستې کې انلاین ګډون کړی. د ناستې موخه د اسلامي خطي نسخو وضعیت څیړل، د ساتنې لارې چارې یې او له دې میراثونو څخه په معاصرو څېړنو کې ګټه اخیستل ګڼل شوي.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت نن سې شنبه، د مرغومي پر ۹مه وویل، چې دغه ناسته د ایسسکو د خطاطۍ او خطي نسخو مرکز له لوري (په قزاقستان کې د اسلامي خطي نسخو واقعیتونه او ارمانونه ) په نامه د سازمان په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه.

په دې انلاین ناسته کې د افغانستان له لوري د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي ارشیف رییس عبیدالله حنیف، د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو رییس محمد شفیق احمدزي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشو ګډون کړی و.

په ناسته کې د ایسسکو سازمان عمومي رییس خطي نسخې د بشر د تاریخي پوهې له اساسي ارکانو څخه بللې او د لړلیکونو د نوي کولو او علمي همکاریو په پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وینا، د ناستې په لړ کې یو شمېر قزاقستاني څېړونکو د اسلامي خطي نسخو د ارزښت، ژبنۍ تنوع او اوسني حالت په اړه خبرې وکړې.

د ناستې په پای کې د متخصصینو له لوري د اسلامي خطي نسخو په اړه د راتلونکو همکاریو پر لارو چارو خبرې شوې دي.

د افغان رسنیو ملاتړ سازمان: خوندي هېوادونو ته دې د افغان خبریالانو د لېږد بهیر چټک شي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۰

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان له نړیوالو بشري سازمانونو غوښتي، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د خپل‌سرو نیونو او جبري اخراج د مخنیوي لپاره پر پاکستاني دولت اغیزناک فشار راوړي. یاد سازمان ټینګار کړی، چې خوندي هېوادونو ته دې د پاکستان میشتو خبریالانو د لېږد بهیر چټک شي.

‏د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان په اعلامیه کې راغلي، چې افغان خبریالان د امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله دې ته اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي او پاکستان ته پناه یوسي، خو له بده مرغه هغوی هلته له تېرو څو کلونو راهیسې هېڅ خوندي ژوند نه‌لري.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د پاکستان په راولپنډۍ کې د دریو افغان خبریالانو په ګډون پنځه تنه د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

عاشق‌الله جلالزوی، ذکرالله یزداني او عتیق‌الله رحیمي هغه خبریالان دي، چې تېره شپه د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د دوه اړخېزو خبرو لپاره عمان ته تللی

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۰

د طالبانو ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د یاد وزارت وزیر حمید الله اخوندزاده د یو پلاوي په ملتیا د ټرانسپورټي او هوايي چلند مسایلو په اړه د خبرو په موخه عمان ته تللی دی. د یاد وزارت په وینا، پلاوی به د عمان له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره ناستې ولري.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن سې شنبه، د مرغومي پر ۹مه په اېکس کې لکیلي، چې د یاد وزارت وزیر حمید الله اخوندزاده نن عمان هېواد ته روان شوی دی.

پد خبرپاڼې له مخې، ه دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراخولو تر څنګ، د ټرانسپورټ او هوايي چلند برخو کې پر ځینو مهمو موضوعاتو هم بحثونه وشي.

‏یاده دې وي، چې د عمان شاهي دولت که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دې سره سره یې د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۷ مه د دغه هېواد په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازي ته وسپاره.

په ننګرهار کې د طالبانو امربالعروف د موسیقۍ لسګونه الات سوځولي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۲ GMT+۰

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست مسوولینو د موسیقۍ اړوند ۵۴ الې راټولې کړې او سوځولې دي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، چې دا اقدام د یوه «ګډ پلاوي» له لوري د اخلاقي ارزښتونو د ساتنې او د منکراتو د مخنیوي په موخه شوی دی.

په حصارک کې ځایي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د موسیقۍ په سوځول شویو الاتو کې ځینې الې داسې وې چې درلودونکي یې له اقتصادي پلوه کمزوري وو او د دغو وسایلو له لارې یې له طالبانو په پټه د ژوند لګښت پوره کاوه.

د هغوی په وینا، د الو ضبط او له منځه وړلو نه یوازې د عاید سرچینه ورڅخه واخیسته، بلکې د بدیل کار زمینه هم نه ده ورته برابره شوې.

بل خوا د فرهنګي چارو یو شمېر فعالان وایي، موسیقي د افغانستان د کلتوري هویت یوه نه بېلېدونکې برخه ده او د موسیقۍ الاتو له منځه وړل د فرهنګي میراث له منځه وړلو ته ورته دي.

دا لومړی ځل نه دی، له دې وړاندې هم په ننګرهار او د هېواد په نورو ولایتونو کې د طالبانو محتسبینو د موسیقۍ بېلابېل ډول الات راټول او له منځه وړي دي.

د بشري حقونو څارونکي بنسټونه ټینګار کوي چې د امر بالمعروف تر نامه لاندې دا ډول اقدامات د خلکو پر شخصي ژوند مستقیم محدودیتونه دي او د بیان، هنر او فرهنګي فعالیتونو ازادي تر پوښتنې لاندې راولي.

د هغوی په باور، د ټولنې د اصلاح لپاره باید د زور او منع پر ځای، د پوهاوي، بدیلونو او تدریجي بدلون لارې وکارول شي.

د افغانستان لپاره د ایران او پاکستان ځانګړي استازي پر ترهګریزو ګواښونو غږېدلي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ایران او پاکستان ځانګړو استازو محمد صادق او محمد رضا بهرامي د افغانستان په اړه انلاین ناسته کړې ده. محمد صادق وايي، چې په دې ناسته کې د سیمه ییز امنیت او د ترهګرۍ د روان ګواښ په اړه یې بحث کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن سې شنبه، د مرغومي پر ۹ نېټه په اېکس کې لیکلي دي، چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی رضا محمد بهرامي په دې وروستیو کې له افغانستان څخه راستون شوی او هغه په دې سفر کې هلته پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي.

نوموړي په خپل یادښت کې په دې انلاین ناسته کې مطرح شوي نور موضوعات نه دي شریک کړي.

د روان کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۶مه نېټه د طالبانو بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې کابل ته د نوموړي د سفر پرمهال بهرامي په تهران کې د ځانګړو استازو په کچه د وروستۍ ناستې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د ایران لپاره له افغانستان سره اړیکې ارزښت لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی و، چې افغانستان ته باید نور د یوې «مسالې» په توګه ونه کتل شي، بلکې د طالبانو د بهرنی سیاست د اساسي اصولو پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره د فعالو، متقابلو او په همکارۍ ولاړو اړیکو ملاتړ کوي.