بنیامین نتنیاهو: که په ایران کې بدلون رامنځته شي، هغه به له دننه وي

د اسراییل لومړي وزیر د ایران روانو اعتراضونو ته په اشارې سره ویلي، که په ایران کې بدلون راځي، نو هغه به له دننه وي. بنیامین نتنیاهن ټینګار کړی، دا بدلون به د ایران د خلکو په پرېکړه پورې تړلی وي او زیاته یې کړه: «موږ درک کوو چې هغوی له څه تېرېږي او له هغوی سره ژوره خواخوږي لرو.»
