• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلخ کې د نږدې یو مېلیون ډالرو په ارزښت د مصنوعي پنبې د تولید فابریکه جوړه شوه

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۹ GMT+۰

په مزارشریف ښار کې د نږدې یو مېلیون ډالرو په ارزښت د «الیاف المدینه» په نوم د مصنوعي پنبې د تولید فابریکه جوړه شوه، چې په ورځ کې تر ۱۵ ټنه مصنوعي پنبې د تولید ظرفیت لري. د یادې فابریکې د مسوولینو په وینا؛ په دغه فابریکه کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د یادې فابریکې د مسوول محمد یوسف غفوري په حواله لیکلي، دغه فابریکه یې په خپل شخصي لګښټ جوړه کړې چې په ورځ کې ۱۵ ټنه پنبه پروسس او تولیدوي.

له بل پلوه په بلخ کې د طالبانو مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس له یادې فابریکې د لیدنې پرمهال ویلي، چې «د صنعتکارانو ستونزې به له نږدې وڅېړي او د اړوندو ادارو په همکارۍ به ورته د حل لارې ولټوي.»

طالبانو تر دې وړاندې د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې هم د ۲۷ مېلیونه افغانیو په لګښت د پنبې د پروسس یوې کارخونې له پرانیستې خبر ورکړی و.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د تورخم تړلې دروازه؛ ورځني مزدوران او د لاس ګاډو چلوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا سلګونه ورځني مزدوران او په لاس ګاډو بار وړونکي د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ سره مخ دي. دغه کسان اړ شوي، چې د کار لپاره تر پنجاب او سند ایالتونو پورې ولاړ شي او ځینې یې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پور واخلي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ۲۴کلن منصور علي چې ۸ میاشتې وړاندې یې واده کړی ویلي، چې د بې‌وزلۍ له امله یې د کمپیوټر ساینس کورس په نیمایي کې پرېښود او په تورخم کې یې د مساپرو د سامانونو لېږد پیل کړ. هغه زیاتوي، چې د دروازې تړل پاتې کېدو له امله یې شپه او ورځ د رواني فشار لاندې تېره کړې او د کورنۍ اړتیاوې په پورونو او لږو عوایدو پوره کوي.

د تورخم د مزدورانو او بار وړونکو ټولنې مشر فرمان علي شینواري خبرداری ورکړی، چې ځوانان د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله ښایي منفي فعالیتونو لکه شخړو یا د نشه‌يي توکو په پلور کې ښکېل شي.

د ځايي ځوانانو سازمان مشر اسرار شینواري بیا ویلي، چې د معلولیت لرونکو کارکوونکو شمېر چې پر ډيورنډ کرښه د بندیزونو له امله کار نه‌شي موندلای؛ تر ۱۰۰ لوړ دی. د هغه په وینا؛ مزدوران د کار لپاره کافي فرصتونه نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده، چې له نږدې درېیو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې تړلې دي، په دغه لارو یوازې له پاکستان نه ستنېدونکو کډوالو ته د تګ اجازاه ورکول کېږي.

ملګري ملتونه: ستنېدونکي کډوال د خوړو، استوګنې او زده‌کړو په برخه کې له ننګونو سره مخ دي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د یوه راپور په خپرولو ویلي، چې له ایران او پاکستان نه ستنېدونکي افغان کډوال له پراخو اقتصادي، ټولنیزو او بشري ستونزو سره مخ دي.

د راپور له مخې؛ تر ۱.۸ مېلیونه ډېر کډوال د محدودو مرستو، استوګنې ستونزو او د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو له کبله له سختو ننګونو سره مخ دي. په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۵کال د جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې له ایران او پاکستان نه شاوخوا ۲.۷ مېلیونه افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، د ستنېدونکو کډوالو وضعیت له یوې خوا له پراخو ستونزو لکه د کورونو لوړو کرایو، محدودو اقتصادي فرصتونو او د خوړو نشتوالي سره مخ دی او له بلې خوا د نجونو زده‌کړې او د ښځو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود شوی دی.

په راپور کې راغلي، له ایران نه ستنېدونکي کډوال په ټوله کې د لوړې ښوونیزې کچې، ښه خوړو امنیت او دوامداره استوګنې سره راځي؛ خو کار فرصتونه محدود دي او نجونې د زده‌کړو په برخه کې له خنډونو سره مخ دي. همدا ډول له پاکستان نه ستنېدونکي کډوال بیا د خوړو د نشتوالي او استوګنې ستونزو له کبله تر ټولو زیات اقتصادي فشار تجربه کوي.

یادې ادارې ویلي، ستنېدونکي کډوال د کورونو په برخه کې هم له جدي ستونزو سره مخ دي. افغانستان ته تازه ستانه شوي کډوال هم له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

هاخوا طالبان وایي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په بادغیس کې د ګچو د پروسس یوه فابریکه پرانیستل شوه

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۲ GMT+۰

په بادغیس ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ګچو د پروسس یوه فابریکه پرانیستل شوه. د دوی په وینا؛ دغه فابریکې د چاپېریال ساتنې له معیارونو سره سم فعالیت پيل کړی او لسګونو کسانو ته په‌کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

په بادغیس کې بیا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست ویلي، چې له پانګونو ملاتړ کوي او دغه ډول پروژې د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهمې بولي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې د بادغیس ولایت په مقر او سنګ اتش ولسوالیو کې د ګچو په کانونو او د پروسس په کارخونو کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یاد وزارت په وینا؛ بادغیس ولایت د افغانستان د هغو ولایتونو له ډلې دی، چې د ګچو کانونو پراخه زېرمې لري چې اوس‌مهال د پنځو شرکتونو له لوري د ګچ ډبرو کانونو د استخراج چارې روانې دي. دغه وزارت زیاته کړې، له دې سره به نه یوازې افغانستان د ګچو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي؛ بلکې نورو هېوادونو ته به هم په نږدې راتلونکې کې صادرات ولري.

له څلورو کلونو راهیسې طالبانو د خپل حکومت د عوایدو د زیاتوالي لپاره د طبیعي سرچینو پر استخراج او پلور تمرکز کړی دی. د دوی پلان دا دی، چې د خپلو لګښتونو لویه برخه د کانونو له کېندنو او صادراتو څخه پوره کړي.

خو د کانونو برخې شنونکي د طالبانو د کان‌کېندنې پر څرنګوالي جدي نیوکې کوي. د دغه شنونکو په باور؛ طالبانو په نامعیاري او نامسلکي ډول د کانونو کېندنې ته مخه کړې، چې د چاپېریالي زیانونو، د طبیعي زېرمو د ضایع کېدو او د اوږدمهاله اقتصادي زیان لامل کېدای شي.

تېره ورځ نږدې ۱۵۰ کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) خبر ورکړی، پرون له ایران او پاکستان نه ۱۴۵ کورنۍ چې ټولټال ۶۹۰ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، له دې ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۸۳ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۳ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۷ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي. همدا بېګاه شپه هم د اسلام‌اباد په فیصل ښارګوټي کې پاکستاني پولیسو د درېیو خبریالانو په ګډون ګڼ کسان نیولي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ایرانی چارواکی: افغان ناروغانو لپاره باید د روغتیایي ویزو اسانتیاوې برابرې شي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۷ GMT+۰

د بېرجند د سوداګرۍ خونې مشر علي‌رضا خامه‌زر، د افغان ناروغانو لپاره د ویزو د ورکړې پروسې د چټکتیا او اسانتیا غوښتنه وکړه. نوموړي د بېرجند د ګرځندوی او سوداګرۍ کمېسیون په غونډه کې افغانستان د روغتیایي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یو ښه «فرصت» وباله.

هغه په یاده ناسته کې «پر دوامداره پراختیایي فرصتونو د سیمه‌ییزو ګواښونو» بدلولو لپاره د همغږۍ پلان جوړونې او زېربناوو بشپړولو پر اړتیا ټینګار وکړ. خامه‌زر ویلي:« افغانستان باید د ایران لپاره یو ښه فرصت وي، نه ګواښ. موږ باید دغه ګواښونه په فرصتونو بدل کړو.»

هغه د یوه منظم پلان جوړونې، د ویزې په صادرولو کې د اسانتیا او د مخابراتي زېربناوو بشپړولو غوښتنه وکړه؛ ترڅو «سیمه‌ییز ګواښونه په دوامداره پراختیایي فرصتونو بدل کړي.» د هغه په وینا:« په افغانستان کې د ایراني موسسو، درمل جوړونکو شرکتونو او سرې میاشتې سره همکاري کولای شي، منسجم شوي روغتیایي خدمتونه او بشري مرستې چمتو کړي.»

هغه ویلي، په مشهد کې افغان ناروغانو ته د روغتون او درملنې اسانتیا برابرول به د روغتیایي خدمتونو د لوړېدو سربېره، د دغه ښار په اقتصادي برخه کې هم اغېزمن رول ولوبوي. هغه ویلي، د ناروغانو ورتګ به په کال کې د دغه هېواد لپاره تر ۶ مېلیارد یورو پورې عواید راټول کړي.