قالیباف: ایران د خپل دفاع لپاره له هېچا اجازه نه اخلي

د ایران د اسلامي شورا مشر محمدباقر قالیباف وایي، ایران د خپل دفاع لپاره له هېچا اجازه نه اخلي او د ایران د خلکو ځواب به هر ډول شرارت او ګواښ ته پراخ، بېپروا او ان غېرمنتظره وي.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمدباقر قالیباف وایي، ایران د خپل دفاع لپاره له هېچا اجازه نه اخلي او د ایران د خلکو ځواب به هر ډول شرارت او ګواښ ته پراخ، بېپروا او ان غېرمنتظره وي.
قالیباف د سېشنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) په خپل اېکس کې د یوه پېغام په خپرولو سره همداراز ټینګار وکړ، چې د ایران پرېکړې او اقدامات به «د ملي ګټو د ټینګښت او د خپل مشروع او برحق دفاع لپاره د تېر په څېر د وړاندوینې وړ نهوي.»

طالبانو ویلي، چې د «دوتاڼي» په نوم یو خصوصي شرکت غواړي په کندوز کې د ۱۳.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي. د دوی په وینا، دغه شرکت د یادې پروژې د تطبیق لپاره له طالبانو د ۲۰۰ جریبه ځمکې غوښتنه کړې ده.
د یاد شرکت مسوولینو د سېشنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) په کندوز کې د طالبانو له والي سره د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تطبیق په پروژه کې د پانګونې پلان شریک کړی.
په کندوز کې د طالبانو د والي دفتر د یادې پروژې د پلي کولو لپاره د ځمکې د تثبیت په موخه د یو ګډ پلاوي د ټاکلو لارښوونه کړې.
طالبانو زیاته کړې، چې د همدې پروژې په پلي کولو سره به ۱۵ زره کورنیو ته ډاډمنه برېښنا برابره شي.
د جرمني پولیس وایي چې غلو د دغه هېواد د ګلزنکیرشن ښار د «شپارکاسه بانک»د یوې څانګې خزانه په نښه کړې او ګڼ شمېر د امانتونو او سروزرو ساتلو صندوقونه یې مات کړي دي. جرمنۍ رسنۍ وايي، چې ډېر زیانمن شوي مشتریان ترکي الاصله دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، د غلا شویو شتمنیو ارزښت شاوخوا ۳۰میلیونه یورو ته رسېږي.
پولیس وایي، د غلا پر مهال په بانک کې د اور لګېدود خبرتیا سیستم فعال شوی و، چې له امله یې اور وژونکي او د پولیس ځواکونه ودانۍ ته ورسېدل. د پلټنو پر مهال د خزانې خونې ته د ناقانونه ننوتلو نښې ولیدل شوې.
د پولیسو په وینا، غلو د یوې لویې برمې (ډریل) په وسیله ځانونه د بانک د خزانې خونې ته رسولي او هلته یې د امانتونو صندوقونه پرانیستي او لوټلي دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت، د اسراییل له خوا د فدرالي جمهوریت سومالیا د «سوماله لیند» د سیمې د خپلواک دولت په توګه پېژندل په کلکه غندلي او دا یې د نړیوال قانون او د سومالیا د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسراییل دغه اقدام د اسلامي هېواد د وېش هڅه بلل کېږي او په سیمهییزه کچه د سولې او ثبات لپاره منفي پایلې لري.
وزارت ټینګار کړی چې د داسې اقداماتو هېڅ قانوني مشروعیت یا بنسټ نشته.
په په خپرپاڼه کې د نړیوالو قوانینو د رعایت او د اسلامي هېوادونو د حاکمیت ساتنې غوښتنه شوې او یادونه شوې، چې د سیمې په ثبات او امنیت کې د هر ډول بهرني مداخلت مخنیوی اړین دی.
اوکرایني رسنیو خبر ورکړی چې بېګاه شپه، ددغه هېواد بې پېلوټه الوتکو د روسیې په سمارا ولایت کې د سیزران د تېلو تصفیه خونو باندې برید کړی. راپورونه زیاتوي، د برید له امله په ښار برېښنا هم پرې شوې.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو او د سیمې د اوسېدونکو د څرګندونو له مخې، دغه تصفیهخونه څو ځله په نښه شوې ده.
راپورونه وایي، چې د سیزران ښار یوه برېښنايي فرعي شبکه هم د برید هدف ګرځېدلې او یوه ویډیو د دغې شبکې پر مستقیم لګېدنه دلالت کوي.
د ښار اوسېدونکو د برید له امله د برېښنا پرې کېدو خبر ورکړی دی.
تر اوسه د روسیې چارواکو د دې برید په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو د تایوان خپلواکي په هېڅ بڼه نه مني او دا ټاپو د چین نه بېلېدونکې برخه ګڼي. دا د روسیې هغه دریځ چې د سیمې پر سیاسي توازن او نړیوالو اړیکو اغېز لرلی شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دغه هېواد دولتي خبري اژانس «تاس» سره په مرکه کې ویلي، چې روسیه د «یوه چین» له تګلارې ملاتړ کوي او د تایوان د خپلواکۍ هر ډول هڅه ردوي.
لاوروف همداراز جاپان ته خبرداری ورکړی، چې د هغه په وینا، د پوځي کېدو پر لور روان سیاست باید په جدي توګه وڅېړي او د سیمې پر امنیت یې اغېزې په پام کې ونیسي.
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د تایوان پر سر د چین، لوېدیځو هېوادونو او د هغوی د متحدینو ترمنځ سیاسي کړکېچ لا هم دوام لري.