• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پزشکیان د ټرمپ څرګندونو ته په «سخت او پرېکنده ځواب» غبرګون ښودلی

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ډونالد ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې چې «که ایران بد چلند وکړي، د امریکا راتلونکی برید به له ۱۲ورځنۍ جګړې هم سخت وي»، ویلي، « ایران به هر ظالمانه تېري ته سخت، پرېکنده او پښیمانوونکی ځواب ورکړي».

ټرمپ چې د اسراییل له لومړي وزیر سره یې په خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل چې که ایران د توغندیز او اټومي پروګرامونو بیا رغونه وکړي، له سخت ځواب سره به مخ شي.

ټرمپ وویل: «ما ورته وویل چې توافق وکړئ، توافق وکړئ. هغوی ونه منل، خو اوس زما خبره مني، ما اورېدلي چې هغوی د نورو سایټونو جوړولو په لټه کې دي، هغوی به هغه نقطې ته چې مخکې وو، نه ستنېږي، خو نور ځایونه شته چې هغوی پرې کار کولی شي، او که داسې وکړي دا به یوه لویه تېروتنه وي.»

ترویج لرونکی

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟
۱

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۲

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۳

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۴
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۵

پاکستان له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

د عرب متحده ځواکونو د یمن پر مکلا بندر هوايي برید کړی

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۰
100%

د عرب متحده ځواکونو د یمن پر مکلا بندر هوايي برید کړی، چې موخه یې د سویلي انتقالي شورا (STC) لپاره د متحده عربي اماراتو څخه را رسېدلې وسلې او جنګي وسایط بلل شوي. دغه ځواکونه وایي، یاد برید د ملکي خلکو د خوندیتوب او د نړۍوالو بشري قوانینو په رڼا کې شوی دی.

د عرب متحده ځواکونو ویاند جنرال ترکي المالکي د سعودي دولتي رسنیو ته په خبرو کې ویلي، د متحده عربي اماراتو د فجیره بندر څخه دوه کښتۍ د دوی له اجازې پرته مکلا بندر ته ورسېدې چې د سویلي انتقالي شورا د ملاتړ لپاره یې زیات شمېر وسلې او جنګي وسایط له کښتۍ ښکته کړل او وروسته دوی پرې هوایي برید وکړ. مالکي زیاته کړه، چې د هوايي برید له امله چاته زیان نه‌دی اوښتی.

خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، د کښتيو له رسېدو وروسته وسلې انتقال شوې دي. مالکي وویل: «دغه اقدام د تاوتریخوالي کمولو، د سولې هڅو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۵کال ۲۲۱۶ پرېکړې څخه ښکاره سرغړونه ده.»

دغه پرمختګ وروسته له هغې رامنځته شوی، چې د سعودي دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان د STC څخه وغوښتل چې د حضرموت او المهرا ولایتونه پرېږدي او واک سیمه‌ییزو چارواکو ته وسپاري. د عرب متحده ځواکونو همداراز ټینګار وکړ، چې د حکومت سره له همغږۍ پرته به له هېڅ هېواد څخه د یمن کومې ډلې ته د پوځي مرستې اجازه ورنه کړي.

خواجه اصف: موږ خبرو اترو ته چمتو یو خو د تحریک انصاف ګوند له موږ سره ناوړه چلند کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۶ GMT+۰
100%

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، دوی خبرو اترو ته چمتو دي؛ خو د تحریک انصاف ګوند ورسره ناوړه چلند کوي. د هغه په وینا؛ سره له دې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف درې، څلور ځلې د خبرو اترو بلنه ورکړې؛ خو د تحریک انصاف ګوند له خبرو اترو انکار کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې وه. نوموړي د کابینې غونډې ته په وینا کې ویلي و، چې تر دې وړاندې یې هم د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې وه او اوس د هېواد د پرمختګ لپاره یو وار بیا د خبرو بلنه ورکوي.

هغه زیاته کړې وه:« ما تحریک انصاف ګوند ته تر دې وړاندې هم د مذاکراتو بلنه ورکړې وه او اوس یو ځل بیا د مذاکراتو بلنه ورکوم؛ خو دغه مذاکرات یوازې د مشروع غوښتنو پربنسټ کېدای شي.»

د هغه په وینا؛ د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره باید د سیاسي ګوندونو ترمنځ همغږي رامنځته شي او د پاکستان حکومت د دې لپاره هر ډول ګام پورته کولو ته چمتو دی. خو د تحریک انصاف ګوند له حکومت سره له خبرو اترو انکار وکړ.

د پاکستان حکومت او تحریک انصاف ګوند ترمنځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې، چې د دغه ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پولیسو له‌خوا ونیول شو. یاد ګوند تر دې وړاندې له پاکستان حکومت سره څو ځلې خبرې اترې پیل کړې؛ خو دغه خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې.

مسعود پزشکیان: کورنیو چارو وزیر ته مې ماموریت ورکړی چې د معترضینو له استازو سره خبرې وکړي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۱ GMT+۰
100%

په ایران کې د ډالر پر وړاندې د تومان ارزښت د رالوېدو په تړاو د اعتراضونو په دویمه ورځ د دغه هېواد ولسمشر ویلي، چې کورنیو چارو وزیر ته یې سپارښتنه کړې چې د معترضینو له استازو سره خبرې وکړي. د ایران په بېلابېلو ښارونو کې له دوو ورځو راهیسې پراخ اعتراضونه دوام لري.

مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «کورنیو چارو وزیر ت مې ماموریت ورکړی چې د خبرو له لارې د معترضینو له استازو سره د هغوی برحقه مطالبات واوري، څو دولت په خپل ټول توان سره د ستونزو د حل او مسوولان چلند لپاره ګام واخلي».

پزشکیان زیاته کړې: «د خلکو د معیشت په اړ هره ورځ فکر کوم».

هغه همداراز څرګنده کړې: «د پولي او بانکي نظام د اصلاح او د خلکو د پېرلو قدرت د ساتنې لپاره اساسي اقدامات په خپلو کاري لومړیتوبونو کې لرو».
دغه اعتراض او کاري اعتصاب د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) په تهران کې د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت له رالوېدو سره سم پیل شو او د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) پراخ او نورو ښارونو ته هم وغځېد.

پمپیو: ایرانیان د داسې یوه حکومت وړ دي چې د خلکو د ګټو په فکر کې وي نه د ملایانو

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو په ایران کې د اعتراضونو او اعتصابونو په دوام ویلی، د ایران ولس د داسې یوه دولت وړ دي چې «ګټې یې تامین کړي، نه د ملایانو او ملګرو یې». په ایران کې له دوو ورځو راهیسې د تومان ارزښت د رالوېدو په غبرګون کې اعتراضونه روان دي.

مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دا د تعجب خبره نه‌ده چې د ایران خلک د اقتصاد د پاشل کېدو په غبرګون کې سړکونو ته راوځي».

هغه زیاته کړې: «د ایران حکومت په سخت‌دریځۍ او فساد سره هغه هېواد ویجاړ کړ، چې کولای یې شوای هوسا ژوند ولري».

په ایران کې د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت د رالوېدو له امله اعتراضونه دوام لري | افغانستان انټرنشنل پښتو

په ایران کې د تومان پر وړاندې د ډالر ارزښت د لوړېدو او ناسم اقتصادي وضعیت له امله د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې له یکشنبې ورځې راهیسې پراخ اعتراضونه، لاریونونه او اعتصابونه روان دي. یوه میاشت مخکې په ایران کې د یو ډالر بیه ۱۱۴ زره تومان و، خو نن (دوشنبه د مرغومي ۷مه) د یو ډالر بیه ۱۴۴ زره تومان ته لوړه شوې ده.

په ایران کې د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت د رالوېدو له امله اعتراضونه دوام لري

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۶ GMT+۰
100%

په ایران کې د تومان پر وړاندې د ډالر بیې د لوړېدو او ناسم اقتصادي وضعیت له امله د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې له یکشنبې ورځې راهیسې پراخ اعتراضونه او لاریونونه روان دي. یوه میاشت مخکې ایران کې د یو ډالر بیه ۱۱۴ زره تومان و، خو نن یو ډالر بیه ۱۴۴ زره تومان ته لوړه شوې ده.

دغه راټولېدنې، اعتراضونه او لاریونونه د پلازمېنې تهران په ګډون په ګڼو ښارونو کې روان دي او پولیس هم د دغو اعتراضونو د راکابو کولو لپاره له اوښکې بهوونکو ګازو استفاده کوي.

برېتانوۍ فایننشیل‌ټایمز ورځپاڼې په ایران کې د تازه اعتراضونو اصلي لامل د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت رالوېدل په ګوته کړي او په وینا یې ایراني چارواکي د فشارونو د کمولو په موخه کم عاید لرونکو ته د کوپونونو د ورکړې او همداراز د ښځو پوښښ ته د نسبي ازادۍ ورکړې له لارې هڅې کوي عامه رضایت خپل کړي.

دغه اعتراض او کاري اعتصاب د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) په تهران کې د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت له رالوېدو سره سم پیل شو او د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) پراخ او نورو ښارونو ته هم وغځېد.

د ایراني رسنیو د راپور له‌مخې، دغه معترضین د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د تومان د ارزښت د ثبات ساتنې او همداراز د خلکو د اقتصاد د رغونې غوښتونکي دي.

د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو مشرانو د ایران له دغو تازه اعتراضونو ملاتړ څرګند کړی دی.