په بدخشان کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۷ کسان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي

په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مایمي ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۷ کسان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي. د هغه په خبره؛ ټپیان د درملنې لپاره مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي او د سړکونو خرابوالی بلل شوی دی.





