د کابل-بامیان پر لویه لار په واوارو کې بند پاتې مساپر ژغورل شوي

د طالبانو ۳۱۳ قول اردو وايي، چې نن د کابل-بامیان پر لویه لار د بهسودو لومړۍ حصې اړوند حاجيګک کوتل سیمه کې د زیاتې واورې او توپان له امله ګڼ شمېر بند پاتې مساپر ژغورل شوي دي. د یادې قول اردو په وینا، مساپر له تېرې شپې راهيسې بند پاتې وو.





