د افغانستان او پاکستان سوداګریزو خونو د لارو د پرانېستلو غوښتنه کړې ده

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو په یوه انلاین غونډه کې د سوداګریزو لارو د بېرته پرانېستلو غوښتنه کړې ده. دوی ویلي، سوداګري او سیاست دې سره جدا شي او د خبرو د دوام لپاره یې یوه ګډه کمېټه هم جوړه کړې چې د سوداګریزو خونو ترمنځ خبرې ادامه پیدا کړي.