سویس یو بل « مجرم» افغان کابل ته استولی

سویس یو بل افغان «مجرم» وګړی د ترکش ایرلاینز له لارې کابل ته استولی دی. د سویس د کډوالۍ ادارې (SEM) په وینا، شاوخوا ۲۰ افغانان چې په قانوني توګه محکوم شوي، باید دغه هېواد پرېږدي.

سویس یو بل افغان «مجرم» وګړی د ترکش ایرلاینز له لارې کابل ته استولی دی. د سویس د کډوالۍ ادارې (SEM) په وینا، شاوخوا ۲۰ افغانان چې په قانوني توګه محکوم شوي، باید دغه هېواد پرېږدي.
د طالبانو له رژیم سره رسمي اړیکې نه لرل د دې پروسې تر ټولو لوی خنډ دی، خو په وروستیو کې د سویس او طالبانو ترمنځ خبرو د دې کار زمینه برابره کړې ده.
تېر کال یوه هڅه ناکامه شوې وه، ځکه طالبانو افغان محکوم نه و منلی.
په دې وروستیو کې د طالبانو څلور استازي جنېوا ته لاړل چې د راتلونکو اخراجونو چارې همغږې کړي او د ۱۲ افغان محکومانو هویت یې تایید کړ. د سویس چارواکي تمه لري چې پاتې محکومان به هم ژر دغه هېواد پرېږدي.
په ورته وخت کې د سوریې د جنایي کسانو بیرته لېږلو پروسې هم روانې دي.
جرمني او اتریش مخکې لا یو شمېر کسان سوریې ته استولي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندټ ټینګار کړی چې بیرته لېږنې باید ممکنې وي او ټول مجرم کسان باید هېواد پرېږدي، څو ټولنه خوندي او قانون عملي شي.
د سویس د کډوالۍ ادارې په وینا، د سوریې پر لور د جبري اخراج پرېکړې لا نه دي شوې، خو له سوریې سره اړیکې شته او ټولې ممکنه لارې ارزول کېږي.