• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي اتحادیې په ایران کې د بشري حقونو د مدافعانو نیول په کلکه وغندل

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۸ GMT+۰

په ایران کې له روانو لاریونونو سره هم‌مهاله، اروپايي اتحادیې د بشري حقونو د مدافعانو نیول او د هغوی د بند دوام په کلکه غندلي دي او ویلي یې دي، چې دا وضعیت له ژورې اندېښنې سره تعقیبوي.

د اروپايي اتحادیې په وینا، د بشري حقونو د فعالانو نیول په‌ ځانګړي ډول د ډسمبر په ۱۲مه په مشهد کې د یو شمېر فعالانو نیول او همداراز پر نرګس محمدي دوامداره بندیزونه یا محدودیتونه د بشر حقونو په برخه کې د ایران له نړۍوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د بشري حقونو مدافعین باید د وېرې، ګواښ، نیول کېدو یا د قضايي تعقیب له اندېښنې پرته د خپلو بنسټیزو حقونو لکه د بیان ازادۍ، سوله‌ییزو غونډو او د سازمان جوړونې حق څخه برخمن وي.
اروپایي اتحادیې له ایراني چارواکو غوښتي، هغه کسان چې یوازې د سوله‌ییزو فعالیتونو له امله نیول شوي، له ځنډ پرته خوشې کړي او د نړۍوالو بشري حقونو د قوانینو پر بنسټ خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

ترویج لرونکی

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟
۱

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۲

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۳

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۴
ځانګړی

سرچینې: طالبانو په جنوبي ولایتونو کې د پخوانیو سرتېرو د څار او ټیلیفوني تعقیب بهیر پیل کړی

۵
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

•
•
•

نور کیسې

په کندوز کې یو خصوصي شرکت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه کې پانګونه کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۰
100%

طالبانو ویلي، چې د «دوتاڼي» په نوم یو خصوصي شرکت غواړي په کندوز کې د ۱۳.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي. د دوی په وینا، دغه شرکت د یادې پروژې د تطبیق لپاره له طالبانو د ۲۰۰ جریبه ځمکې غوښتنه کړې ده.

د یاد شرکت مسوولینو د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) په کندوز کې د طالبانو له والي سره د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تطبیق په پروژه کې د پانګونې پلان شریک کړی.

په کندوز کې د طالبانو د والي‌ دفتر د یادې پروژې د پلي کولو لپاره د ځمکې د تثبیت په موخه د یو ګډ پلاوي د ټاکلو لارښوونه کړې.

طالبانو زیاته کړې، چې د همدې پروژې په پلي کولو سره به ۱۵ زره کورنیو ته ډاډمنه برېښنا برابره شي.

په جرمني کې غلو د یوه بانک ۳۰ میلیون یورويي خزانه لوټلې ده

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۰
100%

د جرمني پولیس وایي چې غلو د دغه هېواد د ګلزنکیرشن ښار د «شپارکاسه بانک»د یوې څانګې خزانه په نښه کړې او ګڼ شمېر د امانتونو او سروزرو ساتلو صندوقونه یې مات کړي دي. جرمنۍ رسنۍ وايي، چې ډېر زیانمن شوي مشتریان ترکي الاصله دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د غلا شویو شتمنیو ارزښت شاوخوا ۳۰میلیونه یورو ته رسېږي.

پولیس وایي، د غلا پر مهال په بانک کې د اور لګېدود خبرتیا سیستم فعال شوی و، چې له امله یې اور وژونکي او د پولیس ځواکونه ودانۍ ته ورسېدل. د پلټنو پر مهال د خزانې خونې ته د ناقانونه ننوتلو نښې ولیدل شوې.

د پولیسو په وینا، غلو د یوې لویې برمې (ډریل) په وسیله ځانونه د بانک د خزانې خونې ته رسولي او هلته یې د امانتونو صندوقونه پرانیستي او لوټلي دي.

طالبانو د اسراییل له خوا د «سومالیه لیند» د دولت په توګه رسمیت پېژندنه په کلکه وغندله

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۰
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت، د اسراییل له خوا د فدرالي جمهوریت سومالیا د «سوماله لیند» د سیمې د خپلواک دولت په توګه پېژندل په کلکه غندلي او دا یې د نړیوال قانون او د سومالیا د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسراییل دغه اقدام د اسلامي هېواد د وېش هڅه بلل کېږي او په سیمه‌ییزه کچه د سولې او ثبات لپاره منفي پایلې لري.

وزارت ټینګار کړی چې د داسې اقداماتو هېڅ قانوني مشروعیت یا بنسټ نشته.

په په خپرپاڼه کې د نړیوالو قوانینو د رعایت او د اسلامي هېوادونو د حاکمیت ساتنې غوښتنه شوې او یادونه شوې، چې د سیمې په ثبات او امنیت کې د هر ډول بهرني مداخلت مخنیوی اړین دی.

اوکرایني بې پېلوټه الوتکو د روسیې د سیزران د تېلو تصفیه‌خونه په نښه کړي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۱ GMT+۰
100%

اوکرایني رسنیو خبر ورکړی چې بېګاه شپه، ددغه هېواد بې پېلوټه الوتکو د روسیې په سمارا ولایت کې د سیزران د تېلو تصفیه خونو باندې برید کړی. راپورونه زیاتوي، د برید له امله په ښار برېښنا هم پرې شوې.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو او د سیمې د اوسېدونکو د څرګندونو له مخې، دغه تصفیه‌خونه څو ځله په نښه شوې ده.

راپورونه وایي، چې د سیزران ښار یوه برېښنايي فرعي شبکه هم د برید هدف ګرځېدلې او یوه ویډیو د دغې شبکې پر مستقیم لګېدنه دلالت کوي.

د ښار اوسېدونکو د برید له امله د برېښنا پرې کېدو خبر ورکړی دی.

تر اوسه د روسیې چارواکو د دې برید په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

روسیې د تایوان له هر ډول خپلواکۍ سره مخالفت اعلان کړ

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۴ GMT+۰
100%

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو د تایوان خپلواکي په هېڅ بڼه نه مني او دا ټاپو د چین نه بېلېدونکې برخه ګڼي. دا د روسیې هغه دریځ چې د سیمې پر سیاسي توازن او نړیوالو اړیکو اغېز لرلی شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دغه هېواد دولتي خبري اژانس «تاس» سره په مرکه کې ویلي، چې روسیه د «یوه چین» له تګلارې ملاتړ کوي او د تایوان د خپلواکۍ هر ډول هڅه ردوي.

لاوروف همداراز جاپان ته خبرداری ورکړی، چې د هغه په وینا، د پوځي کېدو پر لور روان سیاست باید په جدي توګه وڅېړي او د سیمې پر امنیت یې اغېزې په پام کې ونیسي.

د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د تایوان پر سر د چین، لوېدیځو هېوادونو او د هغوی د متحدینو ترمنځ سیاسي کړکېچ لا هم دوام لري.