ددغه وزارت ویاند شرافت زمان پر ایکس خواله رسنۍ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال محمد حسن غیاثي له قوله لیکلي، چې روغتیا وزارت د روغتیايي عدالت د خونديتوب او د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا په پام کې نیولو سره خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
یاد وزارت د دغو ۴۰۰روغتیایي مرکزونو د موقعیت، کچې، ظرفیت، بودجې او د تمویل سرچینو په اړه کره معلومات نه دي خپاره کړي او دا هم نه ده روښانه چې یاد مرکزونه نوي جوړ شوي او که پخواني مرکزونه ترمیم شوي او بیا ځلې نومول شوي دي.
د داخله ناروغیو متخصیص ډاکټر همایون غوري افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې یوازې د ودانیو شمېر د روغتیايي خدمتونو د ښه والي معیار نه شي کېدای، بلکې مسلکي پرسونل، درمل، تجهیزات او دوامداره بودجه بنسټیز عناصر دي چې تر ډېره په افغانستان کې له جدي کمښت سره مخ دي.
بل خوا په ګنو ولایتونو کې خلک وایي چې روغتیایي مرکزونه شته، خو یا تړلي وي، یا پکې مسلکي ډاکټران، په ځانګړي ډول ښځینه روغتیاپالان نشته. دا ستونزه په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو لپاره جدي ده، ځکه د طالبانو د محدودیتونو له امله ډېری ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه شي موندلای.
د ننګرهار ولایت شرزاد ولسوالۍ یوه اوسېدونکې وایي:«کلینیک شته، خو ښځینه ډاکټره او درمل پکې نشته، موږ نه شو کولای نارینه ډاکټر ته ولاړې شو، مجبوره یو په کور کې پاتې شو.»
د نړیوالو مرستو کمېدل، د طالبانو بندیزونه، د روغتیايي بنسټونو تړل کېدل او د سلګونو روغتیايي کارکوونکو بېکاره کېدل هغه واقعیتونه دي چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته راپورته شوي دي. د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویو ادارو راپورونه ښيي چې د افغانستان روغتیايي سیستم له جدي ګواښ سره مخ دی.
طالب چارواکو د همدې میاشتې په اوږدو کې اعلان وکړ، چې د افغانانو شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالر بهرنیو هېوادونو ته د درملنې پر سفرونو او لګښتونو لګیږي.