• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان اماني صندوق په ۲۰۲۵ کال کې له یو میلیون افغانانو سره مرسته کړې

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۰

د افغانستان اماني صندوق د ۲۰۲۵ کال په پای کې اعلان وکړ چې په دغه کال کې یې لږ تر لږه له یو میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده، چې ۴۰ سلنه یې ښځې او نجونې دي. اماني صندوق ۲۰۲۵ کال د هیلو او زغم کال وباله او ویې لیکل چې په دې کال کې یې له مرستندویانو ۲۴،۷ میلیون ډالر ترلاسه کړي.

د افغانستان اماني صندوق د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر لسمه، د میلادي کال له پای سره هم‌مهاله په یوه خبرپاڼه کې ولیکل چې په ۲۰۲۵ کال کې یې د افغانانو ملاتړ کړی او همدارنګه په تېرو څلورو کلونو کې یې د اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو، بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د زغم زیاتولو په برخه کې له افغانانو سره مرسته کړې ده.

دغه صندوق ټینګار وکړ چې د خپلو همکارو شریکانو په همکارۍ به په راتلونکي کې هم په افغانستان کې د ټولنو د بیا رغونې او ښه‌والي لپاره مرستې ته دوام ورکړي.

اماني صندوق زیاته کړه چې د مرستندویانو مالي ملاتړ د دغه بنسټ وړتیا لوړه کړې ده څو په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره لا ډېره مرسته وکړي.

یاد بنسټ وویل چې په راتلونکي کې به د معیشت د ښه‌والي، روغتیايي خدمتونو او د اقلیمي بدلون سره د تطابق په برخو کې خپل حمایوي پروګرامونه د افغانستان په شمال، ختیځ، سوېل ختیځ، سوېل او لوېدیزو سیمو کې پراخ کړي.

د اماني صندوق غړي انوارالحق احدي د لړم پر ۲۶مه له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې دغه مالي صندوق تر اوسه له نیم میلیارد ډالرو څخه زیات عاید ترلاسه کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د صندوق نغده شتمني چې مخکې درې نیم میلیارد ډالر وه، اوس څلور میلیارد او شل میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

امریکا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د مرکزي بانک ۳،۵ میلیارد ډالر شتمني په سویس کې اماني صندوق ته ولېږدوله، چې د افغانستان د اقتصاد د ملاتړ لپاره وکارول شي.

د میلادي کال له پای سره سم، د افغانستان اماني صندوق اعلان وکړ چې د خپل بنسټ څلورمه کلیزه نمانځي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د درنو واورو له امله د څو لویو لارو د تړلو خبر ورکړی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سختې واورې ورېدو او د لید کچې کمېدو له امله د سالنګ لویه لاره د سې‌شنبې له سهاره د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د سختې واورې له امله د بامیان، دایکندی، غور او غزني ولایتونو لارې هم د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

یاد وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) ویلي، چې د پنجاب–ابقول کرمان، سیاه‌دره پنجاب–پل بند شوی، بامیان–غور او بامیان–دره‌صوف لارې د واورې او توپان له امله په لنډمهالي ډول د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د کابل–دایکندی لویه لاره د کوتل قوناق په سیمه کې، په غور ولایت کې ګڼې نښلوونکې لارې او همداراز د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ لاره هم د درنې واورې له امله تړل شوې ده.

طالبانو ټینګار کړی، د دغه لارو د پرانیستلو چارې دوام لري او له موټر چلوونکو یې غوښتي چې له سفر وړاندې د لارو د وضعیت په اړه ځان خبر کړي. د سالنګ لویه لاره لږ تر لږه د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي او د هېواد له تر ټولو ډېرې ګڼې‌ګوڼې لرونکو لارو څخه ګڼل کېږي.

یوناما: له ایران او پاکستان نه د کډوالو ستنېدو سره د افغانستان نفوس ۱۰سلنه زیات شوی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۸ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي «یوناما» مرستیال اندریکا راتواته وايي، له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو سره د افغانستان د وګړو شمېر په لنډه موده کې شاوخوا ۱۰سلنه زیات شوی دی.

نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې کړې دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د راستنو شویو کډوالو د مرستو رسولو، همغږۍ او شته ستونزو د حل پر لارو چارو هم خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روان زېږدیز کال په لړ کې د ملګرو ملتونو ادارو د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره شاوخوا دوه نیم مېلیارده امریکايي ډالر لګولي دي. اندریکا راتواته د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ ټینګار کړی، چې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو بهیر د افغانستان د وګړو په شمېر کې ۱۰سلنه زیاتوالی راوستی.

ورته مهال مولوي عبدالکبیر ویلي، طالبانو د ژمي لپاره له راستنو شویو کډوالو سره د بېړنیو مرستو یو پلان چمتو کړی چې له مخې به یې په ټولو ولایتونو کې له زرګونه کورنیو سره د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرستې هم وشي.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو جبري ستنېدنه بې‌سارې کچې ته رسېدلې ده. د کډوالۍ نړۍوال سازمان د راپور له مخې؛ د روان کال تر لړم میاشتې پورې له یو مېلیون ډېر افغانان له دغه دوو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.

په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو ۹ کانټینرونه د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د ګمرکونو چارو مسوولین وايي، چې په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو نهه کانټینره د جمرود ترمینل له لارې د تورخم په لور روان شوي دي. د دوی په وینا؛ دغه په خوراکي توکو او درملو بار کانټینرونه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اړوند دي.

له تورخم نه ځایي چارواکي وایي، چې د دغه کانټینرونو له ډلې ۸ یې د تورخم ترمینل ته رسېدلي او یو کانټینر د لارې د خرابوالي له امله نه‌دی رسېدلی. دوی وایي، د طالبانو تر اجازې وروسته به دغه کانټینرونه د ډیورنډ کرښې هاغاړې ته ننوځي.

دوی زیاتوي، د رسمي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به دغه مرستې افغانستان ته ولېږل شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانیزي.

تر دې وړاندې هم د یونېسف اړوند ۷۴ کانټینرونه، د خوړو نړۍوال پروګرام ۶۷ کانټینرونه او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق دوه کانټینرونه له بېلابېلو لارو افغانستان ته داخل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د اکټوبر له ۱۱مې راهیسې نږدې درې میاشتې کېږي، چې د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

په پېښور کې د پاکستان پر ضد د څرګندونو له امله افغان کډوال نیول شوی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۸ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې پاکستاني پولیسو هغه افغان کډوال نیولی، چې پر خواله رسنیو یې د پاکستان پر ضد د څرګندونو یوه ویډیو خپره شوې وه. پاکستاني پولیس وایي، نیول شوی افغان «شاه نواز» نومېږي او هغه په یوې ویډیو کې د پاکستان پر ضد څرګندونې کړې وې.

د پولیسو په وینا؛ شاه نواز د داودزي سیمې د «خزانه» کډوالو پنډغالي څخه نیول شوی دی. پولیس زیاتوي، یاد افغان کډوال د پاکستان پر ضد د څرګندونو اعتراف کړی او پر خپلو خبرو یې بښنه هم غوښتې ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ تر قانوني پروسې بشپړېدو وروسته به نوموړی افغانستان ته واستول شي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د بشري حقونو فعالان اندېښنه ښيي، چې د جبري ستنولو دغه لړۍ له قانوني ضمانتونو، د بیان ازادۍ او د کډوالو له بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې ده؛ خو پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې دغه اقدام د ملي امنیت او د کډوالۍ د قوانینو د پلي کېدو په موخه ترسره کېږي.

له نړیوالو بندیزونو سره سره؛ ذبیح‌الله مجاهد وایي سږکال طالب چارواکو ۹۹ بهرني سفرونه لرل

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۷ GMT+۰

له نړۍوالو بندیزونو سره سره، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې سږکال د یادې ډلې د ریاست الوزرا د مرستیالانو او وزیرانو په ګډون د کابینې غړو ۹۹ بهرني سفرونه لرل. نوموړي ویلي، دغه سفرونه د اقتصادي، سوداګریزو او ډیپلوماټیکو اړیکو په موخه شوي دي.

مجاهد دغه څرګندونې نن چهارشنبه (د مرغومي ۱۰مه) پر اېکس پاڼه د طالبانو د فعالیت کلني راپور په خپرولو کړې دي. د راپورونو له مخې؛ د طالبانو ډېری دغه سفرونه د منځنۍ اسیا او خلیج هېوادونو ته شوي دي.

د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په ګډون د طالبانو له ۶۰ څخه زیات غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې سره له دې چې یاده ډله له ګڼو هېوادونو سره ښه راشه درشه لري؛ خو یوازې روسیې سږکال د دوی حکومت په رسميت وپېژنداه.

ذبیح‌الله مجاهد وړاندې کاږلي، چې تېرکال افغانستان ته دوه مېلیونه او ۸۰۰زره کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د نوموړي له‌خوا په خپور شوي دغه راپور کې راغلي، چې په لویو ښارونو کې یې ۱۰زره او ۶۶۴ سوالګر راټول کړي او په نشه‌یي توکو د ۳۵زره او ۲۲۸ روږدو کسانو درملنه شوې ده.