۲۰۲۵کال کې؛ په پاکستان کې د ګوزڼ ۳۰ پېښې ثبت شوې دي

په ۲۰۲۵کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ ټولې ۳۰ پېښې ثبت شوې دي، چې د تېر کال پرتله کموالی ښیي. دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۴کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.

په ۲۰۲۵کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ ټولې ۳۰ پېښې ثبت شوې دي، چې د تېر کال پرتله کموالی ښیي. دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۴کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.
راپورونه ښیي، سره له دې چې په ۲۰۲۵کال کې په پاکستان کې ۸۰۰زره ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتې وو؛ د دغه ناروغۍ په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د سېشنبې په ورځ ویلي، کییف له واشنګټن سره د امنیتي تضمینونو د یوې برخې په توګه په اوکراین کې د امریکايي ځواکونو د احتمالي حضور په اړه خبرې کوي.
زېلېنسکي د پوتین پر استوګنځي د برید ادعاوې «ناسمې» وبللې او ویې ویل، دغه ادعا د دې لپاره شوې چې پر اوکراین نور بریدونه توجیه شي او روسیه د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ضروري ګامونو ډډه وکړي.
د اوکراین ولسمشر له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د جګړې پای ته رسولو ته ژمن دی او چمتو دی د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ویلي و، هغه او زېلېنسکي د جګړې پای ته رسولو پر یوې هوکړې «نږدې» شوي؛ خو د ځمکنۍ بشپړتیا اړوند «ستونزمن مسایل» لا هم پرځای پاتې دي.
ټرمپ د امنیتي تضمینونو په اړه د زېلېنسکي پر وړاندې محتاط دریځ خپل کړی؛ خو ویلي یې دي چې اروپايي هېوادونه به د امریکا په ملاتړ د دغه هڅو «لویه برخه» پر غاړه واخلي.
روسیې د سېشنبې په ورځ له دغه ادعا وروسته چې کییف د پوتین پر استوګنځي برید کړی وویل، چې په خبرو اترو کې به خپل دریځ سخت کړي. کییف دغه ادعا بېبنسته بللې او ویلي یې دي، چې موخه یې د سولې خبرو لپاره د خنډ رامنځ ته کول دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرقونسل عبدالجبار تخاري ویلي، د پاکستاني چارواکو سره په ګډه د هغې افغان مېرمنې او د نوموړې د درېیو ماشومانو د موندل شویو جسدونو په اړه هر اړخیزې څېړنې روانې دي چې څو ورځې وړاندې د دغه ښار سهراب ګوټ سیمه کې موندل شوي وو.
عبدالجبار تخاري ویلي، د یادې پېښې عاملین به د قانون له مخې مجازات شي. پاکستاني پولیسو هم ویلي، په دې اوه یې لاهم پلټنې روانې دي؛ څو د پېښې کره لامل په بشپړ ډول روښانه شي.
د پولیسو په وینا؛ د وژل شوې مېرمنې خاوند نجیبالله چې د پاکستان د لیه ښار اوسېدونکی دی او په سبزي منډۍ کې کار کوي، نیول شوی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ د نوموړي له بیان نه داسې برېښي چې پېښه د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې ده.
تر دې وړاندې پولیسو د لومړنیو پلټنو له مخې ویلي و، چې دا د ځان وژنې پېښه ده. دوه ورځې وړاندې د پاکستان د کراچۍ ښار په سهراب ګوټ ګنامنډي سیمه کې د یوې افغانې کورنۍ مړي موندل شوي وو، چې مور او د هغې درې واړه ماشومان پهکې شامل وو. په خپرو شویو انځوورنو کې څلور واړه د کوټې په چت پورې په دار را ځړېدلي ښکاري.
د یمن کړکېچ زیاتېدو په ترڅ کې قطر د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه دریځونه د سیمې ګټو ته د لومړیتوب ورکولو ښکارندويي کوي. دوحې همداراز د یمن د یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتنې ټینګار کړی دی.
دغه غبرګون وروسته له هغه خپور شو، چې متحده عربي اماراتو اعلان وکړ خپل پاتې ځواکونه له یمن نه باسي؛ دغه پرېکړه د سعودي عربستان لهخوا د اماراتو ځواکونو د وتنې له غوښتنې وروسته وشوه. دغه بدلون د دوو پخوانیو متحدینو او د تېلو لویو تولیدونکو ترمنځ یو له خورا جدي ناورینونو څخه بلل شوی دی.
له دغه اعلان څو ساعته مخکې، د سعودي په مشرۍ ټلوالې د یمن په سوېل کې د مکلا بندر پر شاوخوا هوايي بریدونه کړي دي. ریاض ویلي، برید د وسلو پر یوې جوپې شوی؛ خو متحده عربي امارات بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي دي، چې په یادې جوپې کې وسلې نه وې.
سعودي عربستان او متحده عربي امارات چې پخوا د سیمې د امنیت مهمې ستنې بلل کېدې، په وروستیو کلونو کې پر یمن او نورو سیمهییزو مسایلو کې له جدي اختلافونو سره مخ شوي دي. د رویټرز د لیکنې له مخې؛ که څه هم د متحده عربي اماراتو د ځواکونو وتل ښايي لنډمهاله د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلاف لا هم پر ځای دی.
دا په داسې حال کې ده، چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات دواړه په اوپیک کې مهم لوبغاړي دي او د دوی ترمنځ هر ډول اختلاف کولای شي د تېلو د تولید کچې په اړه د یادې ډلې اجماع اغېزمنه کړي.
په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ځنډېدلې دي، قزاقستان د افغانستان لپاره د غنمو د صادراتو د چټک زیاتوالي خبر ورکړ. د قزاقستان د کرنې وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو دوو میاشتو کې د دې هېواد غنم افغانستان ته تر ۳۶ سلنه زیات صادر شوي دي.
د قزاقستان د رسنیو د راپور لهمخې، د افغانستان لپاره د غنمو صادرات له ۱۹۰ زره ټنه څخه ۲۶۰ زره ټنو ته رسېدلي دي.
اوس مهال د افغانستان د غلو دانو د اړتیاوو یوه لویه برخه د مرکزي اسیا له هېوادونو په ځانګړې توګه له قزاقستان څخه پوره کېږي. له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لارو کې د خنډونو له رامنځته کېدو وروسته له مرکزي اسیا څخه واردات زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې او ټرانزیټ لارې له دوو میاشتو راهيسي تړل شوې دي.
په افغانستان کې د بېوزلۍ د زیاتوالي سره د غنمو او اوړو مصرف هم مخ په زیاتېدو دی، ځکه چې وچه ډوډۍ د خلکو اصلي خوراکي توکي یادېږي.
قزاقستان په سیمه کې د غنمو او غلو دانو یو له لویو تولیدونکو څخه دی.
د قزاقستان د رېل پټلۍ د معلوماتو لهمخې، د هېواد د کرنې وزارت لهخوا خپاره شوي چې قزاقستان د سپټمبر څخه تر نومبر پورې ۳.۹ میلیونه ټنه غله صادره کړې ده. دا د تېر کال په ورته موده کې د ۳.۴ میلیون ټنو صادراتو په پرتله د پام وړ زیاتوالی دی.
د قزاقستان د غلو د صادراتو ټولییز ظرفیت شاوخوا ۱۳ میلیونه ټنه اټکل شوی او د دې هېواد محصولات ۴۵ هېوادونو ته صادرېږي.
د قزاقستان د کرنې وزارت یوه چارواکي صفروف ویلي، چې د غلو صادرات د دې هېواد د کورني بازار د ثبات لپاره مهمه ونډه لري، ځکه قزاقستان د خپل داخلي اړتیا دوه تر درې برابره غله تولیدوي او اړتیا لري چې خپل اضافي تولید صادر کړي.
په یمن کې د وروستي تاوتریخوالي په تړاو د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد وروستي بدلونونه او پېښې له نږدې تعقیبوي. قطر د یمن له قانوني حکومت څخه د ملاتړ اعلان کړی او د امنیت، ثبات، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د خونديتوب پر اهمیت یې ټینګار کړی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له هغو هڅو ستاینه وکړه، چې په یمن کې د امنیت او ثبات د ټینګښت او همداراز د یمنیانو د مشروع هیلو د پوره کېدو لپاره ترسره کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي: «د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو لهخوا شوې څرګندونې ستایو، ځکه دغه هڅې د سیمې د ګډو ګټو لومړیتوب، د ښه ګاونډیتوب د اصولو پیاوړتیا او د هغو ارزښتونو درناوی څرګندوي، چې د خلیج د همکارۍ شورا منشور پرې ولاړ دی».
په سوېلي یمن کې د بېلتونپالو ځواکونو او سیمهییزو لوریو ترمنځ کړکېچ زیات شوی.
بلخوا، ترکیې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یمن کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې د دغه کړکېچ د پای ته رسولو لپاره ګډې هڅې پیاوړې شي.
د راپورونو لهمخې، په سوېلي یمن کې د بېلتونپالو ځواکونو او سیمهییزو لوریو ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د ځینو سرچینو پر بنسټ سعودي عربستان د خبرداري په ډول هوايي بریدونه کړي دي.