• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قطر په یمن کې د قانوني حکومت د ملاتړ اعلان وکړ

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۰

په یمن کې د وروستي تاوتریخوالي په تړاو د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد وروستي بدلونونه او پېښې له نږدې تعقیبوي. قطر د یمن له قانوني حکومت څخه د ملاتړ اعلان کړی او د امنیت، ثبات، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د خونديتوب پر اهمیت یې ټینګار کړی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له هغو هڅو ستاینه وکړه، چې په یمن کې د امنیت او ثبات د ټینګښت او همداراز د یمنیانو د مشروع هیلو د پوره کېدو لپاره ترسره کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي: «د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو له‌خوا شوې څرګندونې ستایو، ځکه دغه هڅې د سیمې د ګډو ګټو لومړیتوب، د ښه ګاونډیتوب د اصولو پیاوړتیا او د هغو ارزښتونو درناوی څرګندوي، چې د خلیج د همکارۍ شورا منشور پرې ولاړ دی».

په سوېلي یمن کې د بېلتون‌پالو ځواکونو او سیمه‌ییزو لوریو ترمنځ کړکېچ زیات شوی.

بل‌خوا، ترکیې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یمن کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې د دغه کړکېچ د پای ته رسولو لپاره ګډې هڅې پیاوړې شي.

د راپورونو له‌مخې، په سوېلي یمن کې د بېلتون‌پالو ځواکونو او سیمه‌ییزو لوریو ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د ځینو سرچینو پر بنسټ سعودي عربستان د خبرداري په ډول هوايي بریدونه کړي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ایران د کاناډا شاهي سمندري ځواک د ترهګر سازمان په توګه اعلان کړ

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۰

تر هغه وروسته چې کاناډا «سپاه پاسداران انقلاب اسلامي» د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په غبرګون کې د کاناډا سمندري ځواک د متقابل اقدام وړ وباله او هغه یې «ترهګر سازمان» اعلان کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه یې د ۲۰۱۹ کال «د امریکا له‌خوا د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د ترهګریزو سامازمانونو په توګه د اعلان په وړاندې د متقابل اقدام قانون» د اوومې مادې پر بنسټ کړې ده.

د دې مادې له‌مخې، هر هغه هېواد چې په دې برخه کې د امریکا له پرېکړې پیروي یا ملاتړ وکړي د ایران د متقابل اقدام لاندې راځي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې سپاه پاسداران په ایران کې د وسله‌والو ځواکونو له رسمي بنسټونو څخه دی او د هغه د ترهګر بنسټ په توګه معرفي کول د نړۍوالو پېژندل شویو قوانینو ښکاره سرغړونه بلل کېږي.

تر دې مخکې، کاناډا په ۲۰۱۲ کال کې له تهران سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او د ۲۰۲۴ کال د جنون د ۱۹مې نېټې راهیسې یې سپاه پاسداران د ترهګرو سازمانونو په لېست کې شامل کړی دی.

حمدالله فطرت: ایران غواړي د افغانستان له لارې له چین او اروپا سره وصل شي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۱ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د ایران د رېل پټلۍ ادارې مشر د دوی د رییس الوزرا د اقتصادي‌ مرستیال ملا برادر سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان له لارې د یوې مهمې رېل پټلۍ تطبیقول غواړي. فطرت زیاته کړې، ایران غواړي له دې لارې له چین او اروپا سره وصل شي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) زیاته کړې، د ایران د رېل پټلۍ اداره غواړي د افغانستان له لارې رېل پټلۍ ته پراختیا ورکړي.

د نوموړي په خبره، د ایران د دې ادارې مشر جبار علي ذاکري له ملا برادر سره په لیدنه کې د رېل پلټۍ پروژې د ښه تطبیق‌ په موخه د ګډې کمېټې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

فطرت زیاته کړې: «د ایران د رېل پټلۍ ادارې مشر غواړي د افغانستان له لارې رېل پټلۍ ته پراختیا ورکړي. څو د افغانستان د ستراتیژيک موقعیت څخه په استفادې د چین او اروپا سره وصل شي.»

ملا برادر په دې لیدنه کې ویلي، چې د همدې پروژې د ارزښت په اړه یې درې کاله وړاندې د ایران مرستیال ولسمشر ته خبر ورکړی و او اوس هغه هم د ګډې کميټې د عملي کار د ژر پيلېدو غوښتنه کړې.

متحده عربي اماراتو له یمن څخه د خپلو پوځي واحدونو د اېستلو اعلان وکړ

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۰ GMT+۰

متحده عربي اماراتو اعلان کړی، چې په یمن کې یې د ترهګرۍ پر ضد د خپلو ځانګړو پوځي واحدونو ماموریت پای ته رسولی او دغه ځواکونه یې بېرته را غوښتي دي.

د عربي اماراتو د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، دا پرېکړه د یمن د وضعیت د وروستیو بدلونونو له هر اړخیزې ارزونې وروسته په داوطلبانه ډول شوې ده.

د اماراتو رسمي خبري اژانس «وام» د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې دغه اقدام د وروستیو سیاسي او پوځي پرمختګونو په رڼا کې شوی دی.

بیان زیاتوي، که څه هم متحده عربي اماراتو لا په ۲۰۱۹ کال کې خپل ډېری پوځي ځواکونه له یمن څخه اېستلي وو، خو د ترهګرۍ ضد ځینې ځانګړي واحدونه لا هم هلته فعال پاتې وو.

دا اعلان وروسته له هغه کېږي، چې د یمن د مشرتابه شورا مشر رشاد العلیمي له متحده عربي اماراتو سره د ګډ دفاعي تړون د لغوه کېدو اعلان وکړ.

د عربي رسنیو د راپورونو له‌مخې، العلیمي ویلي چې په یمن کې مېشت ټول اماراتي ځواکونه باید د ۲۴ ساعتونو په موده کې له هېواد څخه ووځي.

هغه همداراز اعلان کړی، چې د یمن په ټولو بندرونو او همدارنګه پر ځمکنیو او بحري لارو به د ۷۲ ساعتونو لپاره بشپړه هوايي، ځمکنۍ او بحري محاصره ولګول شي.

راپورونه وايي، دا پرېکړې په داسې وخت کې شوي چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي اېتلاف په یمن کې محدود هوايي بریدونه کړي، چې د مکلا بندر هم په‌کې په نښه شوی دی. د سعودي اېتلاف په وینا، دغه عملیات د هغو بهرنیو پوځي مرستو پر ضد وو، چې د اماراتو په ملاتړ سوېلي بېلتون‌غوښتونکې ډلې سدرن ټرانزیشنل شورا (STC) ته برابرې شوې وې.

له دې وړاندې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې له متحده عربي اماراتو غوښتي وو، چې د یمني حکومت د غوښتنې له‌مخې دې د ۲۴ ساعتونو په موده کې خپل ځواکونه له یمن څخه وباسي او له هر ډول پوځي او مالي ملاتړ څخه دې لاس واخلي.

په جرمني کې غلو د یوه بانک ۳۰ میلیون یورويي خزانه لوټلې ده

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۰

د جرمني پولیس وایي چې غلو د دغه هېواد د ګلزنکیرشن ښار د «شپارکاسه بانک»د یوې څانګې خزانه په نښه کړې او ګڼ شمېر د امانتونو او سروزرو ساتلو صندوقونه یې مات کړي دي. جرمنۍ رسنۍ وايي، چې ډېر زیانمن شوي مشتریان ترکي الاصله دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د غلا شویو شتمنیو ارزښت شاوخوا ۳۰میلیونه یورو ته رسېږي.

پولیس وایي، د غلا پر مهال په بانک کې د اور لګېدود خبرتیا سیستم فعال شوی و، چې له امله یې اور وژونکي او د پولیس ځواکونه ودانۍ ته ورسېدل. د پلټنو پر مهال د خزانې خونې ته د ناقانونه ننوتلو نښې ولیدل شوې.

د پولیسو په وینا، غلو د یوې لویې برمې (ډریل) په وسیله ځانونه د بانک د خزانې خونې ته رسولي او هلته یې د امانتونو صندوقونه پرانیستي او لوټلي دي.

متحده عربي اماراتو اعلان وکړ چې له یمن نه خپل ځواکونه وباسي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۴ GMT+۰

متحده عربي اماراتو د سعودي عربستان له غوښتنې وروسته د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له یمن نه خپل پاتې ځواکونه وباسي. اماراتو دا اعلان د یمن په جنوب کې پر مکلا بندر د ریاض له هوايي برید وروسته وکړ.

ریاض ویلي، دا برید پر داسې بار وړونکي هدف شوی چې د اماراتو له ملاتړه برخمنو وسله والو ته یې وسلې لېږدولې.

دا پېښه تر دې دمه د سعودي او اماراتو ترمنځ د اختلاف تر ټولو لوی پوځي تاوتریخوالی بلل کېږي.

سعودي عربستان او متحده عربي امارات، چې یو وخت د سیمې د امنیت دوه ستنې بلل کېدل، اوس یې ګټې په بېلابېلو برخو کې، له تېلو تر جیوپولیټیک نفوذ پورې، له یو بل سره واټن اخیستی دی.

د اماراتو د دفاع وزارت ویلي، چې دغه هېواد په خپله خوښه په یمن کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو ماموریت پای ته رسولی دی.

د اماراتو دولتي خبري اژانس ددغه هېواد د دفاع وزارت له قوله ویلي، دا پرېکړه د وروستیو پرمختګونو له هر اړخیزې ارزونې وروسته شوې ده.

سعودي عربستان د سې ‌شنبې په ورځ وویل، چې ملي امنیت یې «سره کرښه» ده او تور یې پورې کړ چې اماراتو د یمن د جنوب بیلتونپالي هڅولي او عملیات یې د سعودي تر پولو ورسېدل.

اختلافونه هغه مهال لا زیات شول چې اماراتو د جنوبي انتقالي شورا (STC) ملاتړ وکړ، چې د یمن په جنوب کې د خپلواکۍ غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې سعودي عربستان د یمن د نړیوالې ټولنې له‌خوا پېژندل شوي حکومت ملاتړ ته دوام ورکړی.