• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بدني سزاوې؛ طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې شاوخوا ۱۸۰۰ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۲ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو ارقامو له‌مخې، دغې ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغو اشخاصو کې ۲۵۰ مېرمنې دي.

دغې ډلې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتې شوې دي.

سربېره پر دې، طالبانو په روان کال کې لږ تر لږه درې عامه اعدامونه په خوست، بادغیس او پکتیا ولایتونو کې کړې دي.

د راپور له‌مخې، په خوست کې یو کس د لسګونو زرو کسانو د حضور پر مهال اعدام شوی، چې دغه پېښه له نړۍوال غبرګون سره هم مخ شوې ده.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، دا ډول سزاوې له نړۍوالو قوانینو او اساسي بشري حقونو سره په ښکاره ټکر کې دي او په هېواد کې یې د وېرې فضا رامنځته کړې ده.

د کابل ځینو اوسېدونکو ویلي، عامه وهل ټکول او اعدامونه د خلکو کرامت تر پښو لاندې کوي او افغانستان یې «په یوه ستر زندان» بدل کړی دی.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار سازمان او د بښنې نړۍوال سازمان، په وار - وار له طالبانو غوښتي چې دا ډول سزاوې ودروي، خو طالبان ټینګار کوي، چې دوی هغه څه پلي کوي چې «اسلامي قانون» یې امر کوي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل کې د دوو ښځو په ګډون ۴ کسان په دُرو وهلي دي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې یې د دوو ښځو په ګډون ۴ کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د زنا» په تور په دُرو وهلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو کسانو ته یې له يو تر دوو کالو تنفيذي بند او له ۲۵ تر ۳۰ دُرو سزا ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ؛ یاد کسان «د نشه‌یي توکو د کارو بار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي.»

د خبرپاڼو له مخې؛ دغه کسان په ننګرهار، خوست، فراه، پکتیا، فاریاب، پروان، غور، لوګر، جوزجان، تخار، غزني، بلخ، کابل، لغمان، میدان‌وردګ، پکتیکا، کاپیسا او زابل ولایتونو کې په دُرو وهل شوي دي.

طالبانو په کابل کې ۱۱ کسان په دُرو وهلي دي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې یې ۱۱ کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د نشه‌یي ټابلېټو (ذیکپ، ټابلېټ کا)، شیشې، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق» په تور په دُرو وهلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو کسانو ته یې له ۷ میاشتو څخه تر ۳ کلونو تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ؛ یاد کسان «د نشه‌یي توکو د کارو بار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي.»

د خبرپاڼو له مخې؛ دغه کسان په ننګرهار، خوست، فراه، پکتیا، فاریاب، پروان، غور، لوګر، جوزجان، تخار، غزني، بلخ، کابل، لغمان، میدان‌وردګ، پکتیکا، کاپیسا او زابل ولایتونو کې په دُرو وهل شوي دي.

طالبانو په بلخ او جوزجان کې د دوو مېرمنو په ګډون څلور کسان په دُرو وهلي دي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۹ GMT+۰
100%

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا په دوو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې په بلخ او جوزجان ولایتونو کې یې څلور کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د شرابو د لېږد، زنا او نامشروع نکاح» په تور په دُرو وهلي دي.

د دغې محکمې په لومړۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې په بلخ ولایت کې یې «د الکولي مشروباتو د لېږد» په تور یو کس ته د ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې په یوې بلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې یې د دوو ښځو په ګډون درېیو کسانو ته «د زنا او نامشروع نکاح» په تور سزا ورکړې ده. له دې ډلې یې یوې مېرمنې او یو نارینه ته له یو تر درېیو کلونو تنفیذي بند او له ۱۵ تر ۳۹ دُرو سزا او بلې ښځې ته د ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ؛ یاد کسان «د نشه‌یي توکو د کارو بار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي.»

د خبرپاڼو له مخې؛ دغه کسان په ننګرهار، خوست، فراه، پکتیا، فاریاب، پروان، غور، لوګر، جوزجان، تخار، غزني، بلخ، کابل، لغمان، میدان‌وردګ، پکتیکا، کاپیسا او زابل ولایتونو کې په دُرو وهل شوي دي.

طالبانو په غزني او بدخشان کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان په دُرو وهلي دي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا په دوو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې په غزني او بدخشان ولایتونو کې یې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې د «لواطت، زنا او نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

د دغې محکمې په لومړۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې په غزني ولایت کې یې دوو کسانو ته د «لواطت او زنا» په تور د يوـ یو کال تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې په یوې بلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یوې ښځې په ګډون یې په بدخشان ولایت کې دوه کسانو ته د ۲۵ـ ۲۵ دُرو سزا ورکړې ده.

طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ؛ یاد کسان «د نشه‌یي توکو د کارو بار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي.»

د خبرپاڼو له مخې؛ دغه کسان په ننګرهار، خوست، فراه، پکتیا، فاریاب، پروان، غور، لوګر، جوزجان، تخار، غزني، بلخ، کابل، لغمان، میدان‌وردګ، پکتیکا، کاپیسا او زابل ولایتونو کې په دُرو وهل شوي دي.

طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه او نارینه په دُرو وهلي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې یې یوه ښځه او یو نارینه د «نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د یادې ډلې د سترې محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان یې د ولسوالۍ د سیمه ییزو چارواکو او سلګونو عامو خلکو د سترګو په وړاندې ۳۰ـ۳۰ دُورې وهلي دي.

طالبان نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې د عامو خلکو د سترګو په وړاندې بدنې سزاګانې پلي کوي.

د طالبانو دغه ډول کړنې تل د بشري حقونو د ملاتړو ادارو له خوا غندل شوي دي، خو یادې ډلې ویلي، چې د بهرنیو هېوادونو د غوښتونو تر تاثر لاندې نه راځي او یوازې پر خلکو شریعت پلی کوي.