طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د لسو طالب چارواکو دندې بدلې کړې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پنجشنبه د (مرغومي ۱۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملاهبت الله په امر لس تنه طالب چارواکي تغیر او د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت چوکاټ کې په دندو ګومارل شوي دي. په دغه تازه ګومارنو کې د طالبانو د یوشمېر ولایتونو واليان نورو ولایتونو ته تغیر شوي دي.




