د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستۍ ربع کې د ملکي وګړو او نظامیانو مرګژوبله کمه وه. د یاد مرکز د شمېرو لهمخې، په نومبر میاشت کې د ملکيانو او نظامیانو د مرګژوبلې کچه ۴ سلنه او ډسمبر کې ۱۹ سلنه راکمه شوې وه.
د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته پاکستان په اکټوبر میاشت کې د تورخم او سپین بولدک ـ چمن په ګډون له افغانستان سره ټولې لارې وتړلي.
د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، چې ۲۰۲۵ کال د تیرې یوې لسیزې په پرتله د پاکستان لپاره ډېر خونړۍ کال و او په دغه کال کې د تاوتریخوالي پیښې ۳۴ سلنه زیاتې وې.
د راپور لهمخې، په پاکستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د تاوتریخوالي پیښې مخ پر ډېرېدو دي او د راپور لهمخې، په ۲۰۲۱ کال کې ۳۸ سلنه، په ۲۰۲۲ کې ۱۵ سلنه، په ۲۰۲۳ کې ۵۶ سلنه، په ۲۰۲۴ کې ۶۷ سلنه او په ۲۰۲۵ کال کې ۳۴ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی.
د یاد راپور لهمخې، د پاکستان د خېبرپښتونخوا تر ډېره د ترهګریزو بریدونه قرباني ده او په ۲۰۲۵ کال کې په یاد ایالت کې د تاوتریخوالي د پېښو د قربانیانو شمېر ۲۳۳۱ ته لوړ شوی دی.
ورپسې په بلوچستان کې هم تېر کال ۹۵۶ کسان قرباني شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې تېر کال په پنجاب ایالت کې د تاوتریخوالې کچه ټیټه وه او یوازې ۲۵ پیښې ثبت شوې، چې له امله یې ۴۰ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د راپور لهمخې، په سند ایالت کې هم ۵۱ پیښې ثبت شوې چې له امله ۵۶ کسان وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په راپور کې ویل شوي، چې ۲۰۲۵ کال د پاکستان د حکومت د وسلهوالو مخالفینو لپاره هم خونړی و.
د یاد مرکز د راپور لهمخې، تېر کال په ۳۳۹۲ امنیتي عملیاتونو کې شاوخوا ۲۰۲۶۰ وسلهوال وژل شوي دي.
په یاد راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله د ملکي وګړو د مرګژوبلې کچه ۲۴ سلنه لوړه وه، خو د امنیتي ځواکونو د مرګژوبلې کچه بیا ۵ سلنه کمه وه.