• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټایوان ولسمشر ویلي چې د خپلې خاورې د حاکمیت دفاع ته ژمن دی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۰ GMT+۰

د ټایوان ولسمشر لای‌چینګ‌تي د خپلې خاورې د ملي حاکمیت د کلکې دفاع ژمنه کړې او وايي، چې د چین وروستي پوځي تمرینونو ته په کتو سره باید د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړل شي.

د ټایوان ولسمشر لای‌چینګ‌تي د نوي کال په وینا کې ویلي:«د ولسمشر په توګه تل زما دریځ روښانه و. د ملي حاکمیت په کلکه دفاع او د ملي دفاع پیاوړي کول دي».

نوموړي زیاته کړې، چې چین په خپلو وروستیو پوځي تمرینونو کې ټایوان د «فرضي دوښمن» په توګه معرفي کړی او دې کار د دفاعي تدارکاتو د زیاتوالي اړتیا روښانه کړې ده.

د ټایوان ولسمشر د یاد هېواد د دفاعي بودیجي د ۴۰ میلیارده ډالرو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده، خو د نوموړي یاد وړاندیز دمګړی د ټایوان په پارلمان کې بند پاتې دی.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د چین د پوځي تمرینونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او وايي:«د چین پوځي تمرینونه د ټایوان او په نږدې سیمو کې بې‌ځایه ترینګلتیا زیاتوي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له بېجینګ څخه د پوځي فشار د کمولو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۳

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۴

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز: پاکستان کې د بریدونو کچه ۱۷ سلنه راکمه شوې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۰

که څه هم ۲۰۲۵ کال د تېرو لسو کلونو پرتله د پاکستان لپاره خونړی و او تېر کال په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي پېښې ۳۴ سلنه زیاتې شوې وې، خو وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدو له امله په پاکستان کې د بریدونو کچه ۱۷ سلنه راټیټه شوې.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستۍ ربع کې د ملکي وګړو او نظامیانو مرګ‌ژوبله کمه وه. د یاد مرکز د شمېرو له‌مخې، په نومبر میاشت کې د ملکيانو او نظامیانو د مرګ‌ژوبلې کچه ۴ سلنه او ډسمبر کې ۱۹ سلنه راکمه شوې وه.

د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته پاکستان په اکټوبر میاشت کې د تورخم او سپین بولدک ـ چمن په ګډون له افغانستان سره ټولې لارې وتړلي.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، چې ۲۰۲۵ کال د تیرې یوې لسیزې په پرتله د پاکستان لپاره ډېر خونړۍ کال و او په دغه کال کې د تاوتریخوالي پیښې ۳۴ سلنه زیاتې وې.

د راپور له‌مخې، په پاکستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د تاوتریخوالي پیښې مخ پر ډېرېدو دي او د راپور له‌مخې، په ۲۰۲۱ کال کې ۳۸ سلنه، په ۲۰۲۲ کې ۱۵ سلنه، په ۲۰۲۳ کې ۵۶ سلنه، په ۲۰۲۴ کې ۶۷ سلنه او په ۲۰۲۵ کال کې ۳۴ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی.

د یاد راپور له‌مخې، د پاکستان د خېبرپښتونخوا تر ډېره د ترهګریزو بریدونه قرباني ده او په ۲۰۲۵ کال کې په یاد ایالت کې د تاوتریخوالي د پېښو د قربانیانو شمېر ۲۳۳۱ ته لوړ شوی دی.

ورپسې په بلوچستان کې هم تېر کال ۹۵۶ کسان قرباني شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې تېر کال په پنجاب ایالت کې د تاوتریخوالې کچه ټیټه وه او یوازې ۲۵ پیښې ثبت شوې، چې له امله یې ۴۰ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له‌مخې، په سند ایالت کې هم ۵۱ پیښې ثبت شوې چې له امله ۵۶ کسان وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په راپور کې ویل شوي، چې ۲۰۲۵ کال د پاکستان د حکومت د وسله‌والو مخالفینو لپاره هم خونړی و.

د یاد مرکز د راپور له‌مخې، تېر کال په ۳۳۹۲ امنیتي عملیاتونو کې شاوخوا ۲۰۲۶۰ وسله‌وال وژل شوي دي.

په یاد راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه ۲۴ سلنه لوړه وه، خو د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا ۵ سلنه کمه وه.

تېر کال د کوچنیو بېړیو له لارې برېتانیا ته د کډوالو د ننوتلو شمېر د ریکارډ کچې ته رسېدلی و

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۰

د تازه شمېرو له‌مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ۴۱۴۷۲ کډوال د کوچنیو بېړیو په وسیله د مانش کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي دي. د یاد کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو د اوښتو تر ټولو ډېر شمېر چې ۴۵ زره کسان کېدل په ۲۰۲۲ کې ثبت شوي وو.

د برېتانیا د کډوالو سرشمېرنه په ۲۰۲۸ کال پیل شوه او دغه هېواد ته د مانش کانال له لارې په ۲۰۲۲ کال کې تر ټولو ډېر کډوال ننوتلي وو.

د کډوالو د شمېر زیاتوالي د برېتانیا پر لومړي وزیر کی‌یر سټامر هم فشارونه زیات کړي دي.

د کډوالو یادې شمېرې پر داسې محال خپرېږي، چې د برېتانیا د اصلاحاتو ګوند په مشرۍ د نایجل فراژ په مي میاشت کې د سیمه‌ییزو ټاکنو څخه مخکې په نظر پوښتنو کې زیات محبوبیت موندلی دی.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت معلومات ښيي، چې په تېر میلادي کال کې له ۴۱ زره زیات کډوال په کوچنیو بېړیو کې برېتانیا ته داخل شوي دي، خو یاد هېواد ته په لوړ شمېر کې د کډوالو داخلېدو ریکارډ په ۲۰۲۲ کال کې ثبت شوی دی.

کې‌یرسټارمر ژمنه کړې وه، چې د غېرقانوني کډوالۍ ستونزې د حل ترڅنګ به د انساني قاچاقبرانو د ډلو له‌منځه وړلو په برخه کې مبارزه وکړي، خو تر اوسه یې د خپل ګوند د مخکېنیو چارواکو په څېر په دې برخه کې کوم د پام وړ لاسته راوړنه نه ده لرلې.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود د تېرکال په نومبر میاشت کې ویلي و، چې غېر منظمه کډوالي «زموږ هېواد ټوټه ټوټه کوي.»، په ورته مهال د یاد وزارت ویاند د کوچنیو بېړیو له لارې برېتانیا ته د کډوالو د شمېر زیاتېدل د شرم وړ وبلل.

د رسمې شمېرو له‌مخې، په برېتانیا کې د پناه‌غوښتنې غوښتنلیکونه هم لوړې کچې ته رسېدلي دي.

اسراییل په غزې تړانګه کې د ۳۷ مرستندویه سازمانونو فعالیت ځنډولی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۱ GMT+۰

اسراییل د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د ۳۷ لویو نړیوالو مرستندویه سازمانونو د فعالیت جوازونه ځنډول شوي دي. اسراییل ویلي چې د دې سازمانونو جوازونه د امنیت او شفافیت د شرایطو نه پوره کولو له امله ځنډول شوي.

له اسراییل بهر د یهودیانو په چارو کې د دغه هېواد اړوند وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې سازمانونو جواز د امنیت او شفافیت د شرایطو نه پوره کولو له امله ځنډول شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې چې اصلي ستونزه د دې سازمانونو له خوا د خپلو فلسطیني کارکوونکو بشپړ او تصدیق شوي معلومات نه وړاندې کول دي.

د اسراییلي چارواکو په وینا، دا اقدام د دې لپاره دی چې د «ترهګرو عناصرو» د نفوذ مخه په بشردوستانه بنسټونو کې ونیول شي.

په ایران کې د اقتصادي ستونزو پرضد لاریونونو کې څو کسان وژل شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۲ GMT+۰

رویټرز راپور ورکړې چې په ایران کې د پنجشنبې په ورځ د اقتصادي ستونزو پر ضد لاریونونو کې تاوتریخوالی شوی او څو کسان وژل شوي دي. دا تر ټولو لوی لاریونونه بلل شوي چې په وروستیو دریو کلونو کې په ایران کې کیږي.

د فارس نیمه دولتي خبري اژانس د یوې «باخبره سرچینې» له قوله ویلي، چې د لورېګان په ښار کې د پولیسو او وسله‌والو لاریون کوونکو ترمنځ په نښتو کې څو کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو یوې ډلې «هنګاو» هم ویلي، چې په لورېګان کې امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې کړې او یو شمېر کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.

د لورېګان پیښې او تر دې وړاندې د امنیتي ځواکونو د یوه غړي او د یوه بل لاریون کوونکي وژل کېدل، په ټول ایران کې د روانو لاریونونو د شدیدېدو نښه بلل کېږي.

دا لاریونونه د یکشنبې له ورځې راهیسې پیل شوي دي.

د سپاه پاسداران قول اردو د انقلابي ساتونکو قول اردو وویل، چې د هغوی اړوند د بسیج رضاکار ځواک یو غړی «امیرحسام خداياري فرد» دکوه‌دشت ښار کې وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي.

هنګاو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د اصفهان په ولایت کې یولاریون کوونکی وژل شوی دی.

راپورونه زیاتوي چې د پنجشنبې په ورځ د فارس ولایت د مرودشت ښار کې هم لاریونونه شوي دي. همدارنګه رپوټونه وايي، په کرمانشاه، خوزستان او همدان ولایتونو کې یو شمېر لاریون کوونکي نیول شوي دي.

یو شمېر لاریون کوونکو د اخوندانو خلاف شعارونه ور کړي او وايي، چې د اخوندانو حکومت سږ کال سقوط کوي.

پاکستان او هند د خپلو اټومي تاسیساتو لېستونه سره تبادله کړل

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلام اباد او نوي ډیلي د پنجشنبې په ورځ د خپلو اټومي تاسیساتو تازه شوي لېستونه سره تبادله کړل. د یاد وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي وویل، چې دا تبادله پر اټومي تاسیساتو د بریدونو د مخنیوي له تړون سره سمه شوې ده.

دغه تړون په ۱۹۸۸ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسلیک شوی و اوله ۱۹۹۲ کال راهیسې دواړه هېوادونه د هر کال پر لومړۍ ورځ دا لېستونه سره شریکوي.

همدارنګه، د ۲۰۰۸ کال د کونسلګرۍ تړون له مخې، دواړه هېوادونه د بندیانو لېستونه هم د جنورۍ او جولای پر لومړۍ نېټه سره تبادله کوي.

د چین-تایوان اړیکو په اړه اندرابي وویل چې پاکستان په دوامداره توګه د چین ملاتړ کوي او د چین اصولو ته پابند دی.