• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایران کې د اقتصادي ستونزو پرضد لاریونونو کې څو کسان وژل شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۲ GMT+۰

رویټرز راپور ورکړې چې په ایران کې د پنجشنبې په ورځ د اقتصادي ستونزو پر ضد لاریونونو کې تاوتریخوالی شوی او څو کسان وژل شوي دي. دا تر ټولو لوی لاریونونه بلل شوي چې په وروستیو دریو کلونو کې په ایران کې کیږي.

د فارس نیمه دولتي خبري اژانس د یوې «باخبره سرچینې» له قوله ویلي، چې د لورېګان په ښار کې د پولیسو او وسله‌والو لاریون کوونکو ترمنځ په نښتو کې څو کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو یوې ډلې «هنګاو» هم ویلي، چې په لورېګان کې امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې کړې او یو شمېر کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.

د لورېګان پیښې او تر دې وړاندې د امنیتي ځواکونو د یوه غړي او د یوه بل لاریون کوونکي وژل کېدل، په ټول ایران کې د روانو لاریونونو د شدیدېدو نښه بلل کېږي.

دا لاریونونه د یکشنبې له ورځې راهیسې پیل شوي دي.

د سپاه پاسداران قول اردو د انقلابي ساتونکو قول اردو وویل، چې د هغوی اړوند د بسیج رضاکار ځواک یو غړی «امیرحسام خداياري فرد» دکوه‌دشت ښار کې وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي.

هنګاو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د اصفهان په ولایت کې یولاریون کوونکی وژل شوی دی.

راپورونه زیاتوي چې د پنجشنبې په ورځ د فارس ولایت د مرودشت ښار کې هم لاریونونه شوي دي. همدارنګه رپوټونه وايي، په کرمانشاه، خوزستان او همدان ولایتونو کې یو شمېر لاریون کوونکي نیول شوي دي.

یو شمېر لاریون کوونکو د اخوندانو خلاف شعارونه ور کړي او وايي، چې د اخوندانو حکومت سږ کال سقوط کوي.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

پاکستان او هند د خپلو اټومي تاسیساتو لېستونه سره تبادله کړل

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلام اباد او نوي ډیلي د پنجشنبې په ورځ د خپلو اټومي تاسیساتو تازه شوي لېستونه سره تبادله کړل. د یاد وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي وویل، چې دا تبادله پر اټومي تاسیساتو د بریدونو د مخنیوي له تړون سره سمه شوې ده.

دغه تړون په ۱۹۸۸ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسلیک شوی و اوله ۱۹۹۲ کال راهیسې دواړه هېوادونه د هر کال پر لومړۍ ورځ دا لېستونه سره شریکوي.

همدارنګه، د ۲۰۰۸ کال د کونسلګرۍ تړون له مخې، دواړه هېوادونه د بندیانو لېستونه هم د جنورۍ او جولای پر لومړۍ نېټه سره تبادله کوي.

د چین-تایوان اړیکو په اړه اندرابي وویل چې پاکستان په دوامداره توګه د چین ملاتړ کوي او د چین اصولو ته پابند دی.

د سویس د تېرې شپې د اورلګېدنې د مړو شمېر ۴۰ تنو ته رسېدلی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۰

سویسي او ایټالیايي چارواکو ویلي، چې د نوي کال پر شپه د سویس د کرانز-مونتانا په یوه کلب کې د اور لګېدو له کبله تر ۴۰ پورې کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان دي. د سویس پولیسو ویلي چې "لسګونه" کسان مړه شوي دي.

اور د ډسمبر پر ۳۱مه د کرانز-مونتانا په یوه بار کې چې «لو کونستلاڅیون» نومېږي ولګېد.

د اور لګېدو لامل چې لومړی د چاودنې په ډول و، تر اوسه روښانه نه دی، خو چارواکو ویلي، چې داسې ښکاري دا یوه پېښه وه، نه برید.

د سویس پولیسو وویل چې "لسګونه" کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۰۰ټپيان شوي دي.

په سویس کې د ایټالیا سفیر ویلي، چې د سویس پولیسو معلومات ښيي چې شاوخوا ۴۰ کسان مړه شوي. سویسي چارواکو د کره شمیرې له ورکولو ډډه کړې ده.

ویډیويي مواد ښيي چې امبولانسونه پر لیکه ولاړ دي او هلیکوپټر د پېښې قربانیان نږدې روغتونونو ته لیږدوي.

دوو ځوانو فرانسوۍ ښځو چې په بار کې وې، فرانسوي تلویزیون بي ایف ایم ته وویل چې اور د کلب په زیرزمیني کې د یوه بوتل له امله پیل شوی چې «د میلاد شمعې» پکې وې او له لرګین چت سره ډېر نږدې نیول شوی و.

د رویټرز له خوا تایید شوې ویډیو ښيي چې اور له ودانۍ څخه خپرېږي او خلک له کلب نه بهر منډې وهي او چیغې وهي.

د سیمې د پولیسو مشر فریدریک ګیسلر وویل: « زموږ په شمېر شاوخوا ۱۰۰ټپيان دي، چې ډېری یې جدي حالت لري او له بده مرغه لسګونه کسان مړه شوي ګڼل کېږي».

په ۲۰۲۵کال کې خبریالان او پاکستانۍ رسنۍ له سخت حکومتي سانسور سره مخ وې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د ورځپاڼو د مدیرانو شورا (CPNE) د رسنیو د ازادۍ او څار کمېټې له‌خوا خپور شوی کلنی راپور ښيي، چې دغه هېواد کې رسنۍ او خبریالان له سخت حکومتي کنټرول او سانسور سره مخ وو. دوی وایي، خبریالان په ۲۰۲۵کال کې له سختو جدي ننګوونو او ګواښونو سره هم مخ شوي.

د راپور له مخې؛ دغه ګواښونو کې د خبریالانو وژل کېدل، نیول کېدل، د خیانت قضیو جوړېدل، د خپرونو د جبري بندولو امرونه، د بانکي حسابونو تړل، د ممنوع‌الخروج کسانو په نوملړ کې د خبریالانو نومونو شاملول او د دولتي ادارو د اعلانونو بندول په‌کې شامل وو.

په راپور کې ویل شوي، چې یوازې په ۲۰۲۵کال کې پنځه خبریالان وژل شوي، شپږ نور د قضیو، نیونو او یا هم د حکومتي اقداماتو سره مخ شوي او درې نور خبریالان د ځورولو هدف ګرځېدلي دي. همدارنګه، په همدې کال کې دوه خبري ناستې بندې شوې، پر دوو رسنیزو دفترونو بریدونه شوي او د رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوه جدي پېښې ثبت شوې دي.

راپور زیاتوي، چې د دې ټولو تر څنګ دوه پراخ ډیجیټلي محدودیتونه او د یوې لانجمنې قانوني مسودې تصویب، د بیان ازادۍ ته درنه ضربه رسولې ده. یو شمېر خبریالان له فوق‌العاده اقداماتو سره هم مخ شوي؛ لکه د ملي پېژندپاڼو ځنډول، د بانکي حسابونو تړل او د ۲۰۱۶کال د «برېښنایي جرمونو د مخنیوي قانون (PECA)» پر بنسټ عدلي تعقیب.

د پاکستانۍ ورځپاڼو د شورا په وینا؛ په ټول پاکستان کې د چاپي او برېښنایي رسنیو خپرېدونکې محتوا تر ډېره یو شان شوې، چې دا حالت په دغه هېواد کې د خپلواک ژورنالېزم د راتلونکي په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.

د همدې وضعیت له امله پاکستان په ۲۰۲۵کال کې د بې‌پولې خبریالانو (ار‌ اېس اېف) د مطبوعاتو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې شپږ درجې شاته تللی او د ۲۰۲۴کال د ۱۵۲م مقام څخه ۱۵۸م ځای ته لوېدلی دی.

راپور ټینګار کوي، چې د پاکستاني حکومت سخت‌دریځې تګلارې او د PECA قانون جبري او وسیله‌يي کارونه، پر اعلانونو سخت کنټرول، د رسنیو لپاره محدودوونکې لارښوونې او پراخ سانسور، ډېرې ورځپاڼې تړل کېدو ته اړ اېستې دي.

د راپور د لیکوالانو په وینا؛ د یو شمېر لویو رسنیو تحریریه خونې اوس تشې شوې او ګڼو رسنیزو بنسټونو په پراخه کچه د خپلو کارکوونکو ګوښه‌کېدو ته مخه کړې ده.

زهران ممداني د نیویارک لومړی ښاروال دی چې خپله دنده د قران‌کریم پر لوړې پیلوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۸ GMT+۰

زهران ممداني به پنجشنبه (د مرغومي ۱۱مه) په رسمي ډول د لوړې په ترسره کولو سره دنده پیل کړي. هغه به پر هغه قران لوړه وکړي، چې له نیکه څخه ورته میراث پاتې شوی دی. ممداني د نیویارک لومړنی ښاروال دی، چې د تحلیف په مراسمو کې یې پر قران لوړه کوي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، ممداني د واک د لېږد او د لوړې د مراسمو د تنظیم لپاره له نږدې ۳۰ زره بسپنه ورکوونکو څخه ۲٫۶ میلیونه ډالر راټول کړي دي.

زهران ممداني به لومړی د پنجشنبې په شپه د «اولډ سیټي‌هال» په نوم د نیویارک د مترو په یوه زاړه او مترو سټېشن کې په یوه خصوصي مراسمو کې لوړه وکړي. په دې مراسمو کې به د هغه کورنۍ او ځايي چارواکي ګډون ولري او هغه به د قران‌کریم پر دوو سپارو سوګند یاد کړي: یو قران چې د هغه د نیکه څخه په میراث ورپاتې شوی او بل د ارتور شومبورګ قران چې د نیویارک د عامه کتابتون څخه په امانت اخیستل شوی دی. ارتور شومبورګ یو تورپوستی لیکوال او تاریخپوه و.

د ممداني د لوړې لوی او عام مراسم به د پنجشنبې په ماسپښین د جنورۍ په لومړۍ نېټه د نیویارک د ښاروالۍ په مرکزي ودانۍ کې ترسره شي. زرګونه کسان به په دې مراسمو کې ګډون وکړي او د هغه د ښاروالۍ د پیل په مناسبت به ویناوې او کلتوري جشنونه تنظیم شي.

د نیویارک ډېری پخوانیو ښاروالانو په انجیل لوړه کړې، خو قانون د لوړې په مراسمو کې د ځانګړي مذهبي متن کارولو ته اړتیا نه‌لري.

د ممداني د ټاکنیز کمپاین اصلي محورونه اقتصادي او ټولنیزې مسلې وې، لکه د کورونو د کرایې کنټرول، د ښاري بسونو وړیا کارول او د ټیټ عاید لرونکو کورنیو ملاتړ.

هغه د انتخاباتي کمپاین پر مهال د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ له تګلارو سره خپل مخالفت څرګند کړ او ځوانو رایه ورکوونکو، کډوالو او مخکښو کسانو ترې پراخ ملاتړ وکړ. سره له دې چې د هغه پر ضد پراخ کمپاین شوی و، د نیویارک ښار د یهودي رایه ورکوونکو رایې ممداني ته د پام وړ وې.

د نیویارک ټاکل شوي ښاروال ټرمپ یو «مستبد واکمن» بللی، هغه یې د هېواد سره د خیانت کوونکي په توګه یاد کړی او د «فاشیستي اجنډا» خپروونکی یې ګڼلی دی.

په مقابل کې، ډونالد ټرمپ زهران ممداني «کمونیست» او «د یهودانو ضد» بللی و او ویلي یې و چې هر یهودی چې هغه ته رایه ورکړي «احمق» دی. ټرمپ څو ځله ممداني ته د «لیوني» او «کمونیست» خطاب کړی و.

سره له دې چې د ډونالد ټرمپ له لوري د ممداني پر وړاندې توند دریځونه مخکې موجود وو، د امریکا ولسمشر د منتخب ښاروال له لیدنې وروسته خپل غږ یو څه نرم کړ او ویې ویل، چې «غواړي هر څه د نیویارک لپاره ښه پر مخ ولاړ شي.»

د نیویارک ایالت د قانون له‌مخې، د ښاروال څلور کلنه دوره د جنورۍ له لومړۍ نېټې پیلېږي او د همدې ورځې په نیمه شپه د سوګند مراسم ترسره کول د ښاروال د رسمي دندې د پیل یو دود ګرځېدلی دی.

د ایران د حکومت ضد لاریون؛ په څلورمه ورځ د ایراني ځواکونو له‌خوا پر لاریونوالو ډزې شوې دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۰

په ایران کې د حکومت پر ضد او د خراب اقتصادي وضعیت په غبرګون لاریونونه نن څلورمه ورځ هم روان دي. د راپورونو له‌مخې، حکومتي ځواکونو پر لاریونوالو ډزې کړې دي. دا اعتراضونه په اصفهان، کرمانشاه او فارس ولایتونو کې دوام لري.

ایران انټرنشنل خبر ورکړی، چې یو ۱۸ کلن ځوان مهدي سماواتي په فارس کې د حکومتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی، خو دولتي چارواکو یاد خبر رد کړی او ویلي یې دي چې څلور لاریونوال یې نیولي دي.

راپورونه ښيي، چې په کوهدشت کې ګڼ خلک لا هم په لاریون بوخت دي او په فسا کې لاریونوالو د ښار د قوماندانۍ پر ودانۍ هجوم کړی او پر هغې ودانۍ او شاوخوا کوڅو کې یې اور بل کړی دی.

خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې ځواکونه په مستقیمه توګه پر لاریونوالو ډزې کوي.

سره له دې چې لاریونوال د ایران د اخوندي نظام د ړنګولو غوښتنه کوي، د ایران ولسمشر ویلي: «موږ په داسې حال کې یو چې د بهرنیو فشارونو سره مخ یو او په کور دننه ځینې کړنې د همکارۍ پر ځای د زیان رسولو سبب کېږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران جمهوریت ته خبرداری ورکړی، چې د خلکو د ځپلو لړۍ ختمه کړي او ویلي یې دي: «د لومړنیو حقونو غوښتنه جرم نه دی او رژیم باید د ایران د خلکو حقونو ته درناوی وکړي.»

دغه لاریونونه لا هم په ایران کې دوام لري او د ځپلو د زیاتوالي او سیاسي کشمکشونو اندېښنې زیاتې شوې دي.