د ایران د حکومت ضد لاریون؛ په څلورمه ورځ د ایراني ځواکونو لهخوا پر لاریونوالو ډزې شوې دي
په ایران کې د حکومت پر ضد او د خراب اقتصادي وضعیت په غبرګون لاریونونه نن څلورمه ورځ هم روان دي. د راپورونو لهمخې، حکومتي ځواکونو پر لاریونوالو ډزې کړې دي. دا اعتراضونه په اصفهان، کرمانشاه او فارس ولایتونو کې دوام لري.
ایران انټرنشنل خبر ورکړی، چې یو ۱۸ کلن ځوان مهدي سماواتي په فارس کې د حکومتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی، خو دولتي چارواکو یاد خبر رد کړی او ویلي یې دي چې څلور لاریونوال یې نیولي دي.
راپورونه ښيي، چې په کوهدشت کې ګڼ خلک لا هم په لاریون بوخت دي او په فسا کې لاریونوالو د ښار د قوماندانۍ پر ودانۍ هجوم کړی او پر هغې ودانۍ او شاوخوا کوڅو کې یې اور بل کړی دی.
سره له دې چې لاریونوال د ایران د اخوندي نظام د ړنګولو غوښتنه کوي، د ایران ولسمشر ویلي: «موږ په داسې حال کې یو چې د بهرنیو فشارونو سره مخ یو او په کور دننه ځینې کړنې د همکارۍ پر ځای د زیان رسولو سبب کېږي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران جمهوریت ته خبرداری ورکړی، چې د خلکو د ځپلو لړۍ ختمه کړي او ویلي یې دي: «د لومړنیو حقونو غوښتنه جرم نه دی او رژیم باید د ایران د خلکو حقونو ته درناوی وکړي.»
دغه لاریونونه لا هم په ایران کې دوام لري او د ځپلو د زیاتوالي او سیاسي کشمکشونو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د بنګلهدېش جماعت اسلامي، چې پخوا له ټاکنو منع و او اوس د فبرورۍ په ټاکنو کې د خپل تر ټولو قوي حضور په درشل کې دی، ویلي چې د ملي یووالي حکومت برخه کېدو ته چمتو دی. د نظرپوښتنو له مخې، جماعت اسلامي ښايي له بنګلهدېش ملي ګوند (BNP) وروسته دویم ځای خپل کړي.
دا به په نږدې ۱۷ کلونو کې د جماعت لومړنی انتخاباتي حضور وي. دغه ګوند وروستی ځل د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ دبي این پي د ایتلافي شریک په توګه په واک کې و.
د جماعت اسلامي مشر شفیقالرحمن رویټرز ته په مرکه کې وویل: «موږ لږ تر لږه د پنځو کلونو لپاره یو باثباته هېواد غواړو. که ګوندونه سره یو ځای شي، حکومت به په ګډه وچلوو».
نوموړي زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت لپاره باید د فساد پر ضد مبارزه ګډه اجنډا وي.
رحمان وویل، د حکومت مشري به هغه ګوند ته ورسېږي چې تر ټولو ډېرې څوکۍ وګټي. که جماعت اکثریت ترلاسه کړي، ګوند به پرېکړه وکړي چې ایا دی پخپله د صدراعظمۍ نوماند شي او که نه.
د جماعت بیا راڅرګندېدل د ۲۰۲۴ کال د اګست له پاڅون وروسته دي، چې په پایله کې یې پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه له واکه لرې شوه. د هغې عوامي لیګ ګوند اوس له ټاکنو منع دی.
جماعت اسلامي له ۲۰۱۳ کال راهیسې له ټاکنو منع و، خو د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس تر مشرۍ لاندې لنډمهاله حکومت د ۲۰۲۴ کال په اګست کې پر دغه ګوند ټول محدودیتونه لرې کړل.