• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بنګله‌دېش جماعت اسلامي د ملي یووالي حکومت کې ګډون ته چمتووالی ښودلی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۷ GMT+۰

د بنګله‌دېش جماعت اسلامي، چې پخوا له ټاکنو منع و او اوس د فبرورۍ په ټاکنو کې د خپل تر ټولو قوي حضور په درشل کې دی، ویلي چې د ملي یووالي حکومت برخه کېدو ته چمتو دی. د نظرپوښتنو له مخې، جماعت اسلامي ښايي له بنګله‌دېش ملي ګوند (BNP) وروسته دویم ځای خپل کړي.

دا به په نږدې ۱۷ کلونو کې د جماعت لومړنی انتخاباتي حضور وي. دغه ګوند وروستی ځل د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ دبي این پي د ایتلافي شریک په توګه په واک کې و.

د جماعت اسلامي مشر شفیق‌الرحمن رویټرز ته په مرکه کې وویل: «موږ لږ تر لږه د پنځو کلونو لپاره یو باثباته هېواد غواړو. که ګوندونه سره یو ځای شي، حکومت به په ګډه وچلوو».

نوموړي زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت لپاره باید د فساد پر ضد مبارزه ګډه اجنډا وي.

رحمان وویل، د حکومت مشري به هغه ګوند ته ورسېږي چې تر ټولو ډېرې څوکۍ وګټي. که جماعت اکثریت ترلاسه کړي، ګوند به پرېکړه وکړي چې ایا دی پخپله د صدراعظمۍ نوماند شي او که نه.

د جماعت بیا راڅرګندېدل د ۲۰۲۴ کال د اګست له پاڅون وروسته دي، چې په پایله کې یې پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه له واکه لرې شوه. د هغې عوامي لیګ ګوند اوس له ټاکنو منع دی.

حسینه د جماعت سخته مخالفه وه او د هغې د واک پر مهال د جماعت یو شمېر مشران د ۱۹۷۱ کال د جګړې د ادعا شویو جنګي جرمونو له امله په مرګ محکوم شول.

جماعت اسلامي له ۲۰۱۳ کال راهیسې له ټاکنو منع و، خو د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس تر مشرۍ لاندې لنډمهاله حکومت د ۲۰۲۴ کال په اګست کې پر دغه ګوند ټول محدودیتونه لرې کړل.

رحمان د هند او بنګله‌دېش اړیکو ته په اشارې وویل چې هند ته د شیخ حسینې تښتېدل د اندېښنې وړ دي. هغه تایید کړه چې سږ کال یې له یوه هندي ډیپلوماټ سره لیدلي، خو دغه لیدنه د هندي لوري په غوښتنه پټه ساتل شوې ده.

نوموړي همدارنګه وویل چې جماعت اسلامي له پاکستان سره ځانګړې میلان نه لري او هڅه کوي له ټولو هېوادونو سره متوازنې اړیکې ولري.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه پلاوي په دې وروستیو کې بنګله دیش ته سفر کړی او د جماعت اسلامي له مشرانو سره یې لیدلي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پوتین او د تاجکستان ولسمشر د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۰

کرملین ماڼۍ وایي چې ولادیمیر پوتین او امام علي رحمان په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییزو مسایلو او د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

له کرملین څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان وضعیت ته په کتو سره د سیمې روان امنیتي او سیاسي بدلونونه وڅېړل.

په خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه د خبرو اترو لا ډیر جزییات نه دي ورکړل شوي، خو زیاتوي چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې د روسیې او تاجکستان د ستراتیژیک مشارکت او یووالي د لا پیاوړتیا لپاره پر متقابلې ژمنې هم ټینګار شوی دی.

د افغانستان په اړه د روسیې او تاجکستان د ولسمشرانو خبرې په داسې حال کې دي، چې دوشنبه په دې وروستیو کې له افغانستان سره پر پوله د ناامنۍ د زیاتېدو خبره کوي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې تېره ورځ اعلان وکړ چې له وسله‌والو کسانو سره یې نښته کړې، چې د دوی په وینا له افغانستان څخه تاجکستان ته اوښتي وو. دې ادارې ویلي چې په دې نښته کې د یوې ترهګرې ډلې درې غړي او د تاجکستان دوه سرحدي ساتونکي وژل شوي دي.

همدارنګه، د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر په لیندۍ میاشت کې تایید کړې وه، چې د افغانستان له خاورې د ترسره شویو دوو بریدونو په پایله کې پنځه کسان وژل شوي دي.

تر دغو پېښو وروسته، امام علي رحمان امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د سرحدي امنیت وضعیت او د هغه د پیاوړتیا لارې وڅېړي.

زېلېنسکي په اوکراین کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه له ټرمپ سره خبرې کوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۳ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د سې‌شنبې په ورځ ویلي، کی‌یف له واشنګټن سره د امنیتي تضمینونو د یوې برخې په توګه په اوکراین کې د امریکايي ځواکونو د احتمالي حضور په اړه خبرې کوي.

زېلېنسکي د پوتین پر استوګنځي د برید ادعاوې «ناسمې» وبللې او ویې ویل، دغه ادعا د دې لپاره شوې چې پر اوکراین نور بریدونه توجیه شي او روسیه د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ضروري ګامونو ډډه وکړي.

د اوکراین ولسمشر له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د جګړې پای ته رسولو ته ژمن دی او چمتو دی د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ویلي و، هغه او زېلېنسکي د جګړې پای ته رسولو پر یوې هوکړې «نږدې» شوي؛ خو د ځمکنۍ بشپړتیا اړوند «ستونزمن مسایل» لا هم پرځای پاتې دي.

ټرمپ د امنیتي تضمینونو په اړه د زېلېنسکي پر وړاندې محتاط دریځ خپل کړی؛ خو ویلي یې دي چې اروپايي هېوادونه به د امریکا په ملاتړ د دغه هڅو «لویه برخه» پر غاړه واخلي.

روسیې د سې‌شنبې په ورځ له دغه ادعا وروسته چې کی‌یف د پوتین پر استوګنځي برید کړی وویل، چې په خبرو اترو کې به خپل دریځ سخت کړي. کی‌یف دغه ادعا بې‌بنسته بللې او ویلي یې دي، چې موخه یې د سولې خبرو لپاره د خنډ رامنځ ته کول دي.

قطر د یمن په اړه د سعودي او اماراتو د دریځ هرکلی وکړ

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۸ GMT+۰

د یمن کړکېچ زیاتېدو په ترڅ کې قطر د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه دریځونه د سیمې ګټو ته د لومړیتوب ورکولو ښکارندويي کوي. دوحې همداراز د یمن د یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتنې ټینګار کړی دی.

دغه غبرګون وروسته له هغه خپور شو، چې متحده عربي اماراتو اعلان وکړ خپل پاتې ځواکونه له یمن نه باسي؛ دغه پرېکړه د سعودي عربستان له‌خوا د اماراتو ځواکونو د وتنې له غوښتنې وروسته وشوه. دغه بدلون د دوو پخوانیو متحدینو او د تېلو لویو تولیدونکو ترمنځ یو له خورا جدي ناورینونو څخه بلل شوی دی.

له دغه اعلان څو ساعته مخکې، د سعودي په مشرۍ ټلوالې د یمن په سوېل کې د مکلا بندر پر شاوخوا هوايي بریدونه کړي دي. ریاض ویلي، برید د وسلو پر یوې جوپې شوی؛ خو متحده عربي امارات بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي دي، چې په یادې جوپې کې وسلې نه وې.

سعودي عربستان او متحده عربي امارات چې پخوا د سیمې د امنیت مهمې ستنې بلل کېدې، په وروستیو کلونو کې پر یمن او نورو سیمه‌ییزو مسایلو کې له جدي اختلافونو سره مخ شوي دي. د رویټرز د لیکنې له مخې؛ که څه هم د متحده عربي اماراتو د ځواکونو وتل ښايي لنډمهاله د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلاف لا هم پر ځای دی.

دا په داسې حال کې ده، چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات دواړه په اوپیک کې مهم لوبغاړي دي او د دوی ترمنځ هر ډول اختلاف کولای شي د تېلو د تولید کچې په اړه د یادې ډلې اجماع اغېزمنه کړي.

قزاقستان افغانستان ته د غنمو صادرات د پام وړ زیات کړي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۲ GMT+۰

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ځنډېدلې دي، قزاقستان د افغانستان لپاره د غنمو د صادراتو د چټک زیاتوالي خبر ورکړ. د قزاقستان د کرنې وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو دوو میاشتو کې د دې هېواد غنم افغانستان ته تر ۳۶ سلنه زیات صادر شوي دي.

د قزاقستان د رسنیو د راپور له‌مخې، د افغانستان لپاره د غنمو صادرات له ۱۹۰ زره ټنه څخه ۲۶۰ زره ټنو ته رسېدلي دي.

اوس مهال د افغانستان د غلو دانو د اړتیاوو یوه لویه برخه د مرکزي اسیا له هېوادونو په ځانګړې توګه له قزاقستان څخه پوره کېږي. له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لارو کې د خنډونو له رامنځته کېدو وروسته له مرکزي اسیا څخه واردات زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې او ټرانزیټ لارې له دوو میاشتو راهيسي تړل شوې دي.

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د زیاتوالي سره د غنمو او اوړو مصرف هم مخ په زیاتېدو دی، ځکه چې وچه ډوډۍ د خلکو اصلي خوراکي‌ توکي یادېږي.

قزاقستان په سیمه کې د غنمو او غلو دانو یو له لویو تولیدونکو څخه دی.

د قزاقستان د رېل پټلۍ د معلوماتو له‌مخې، د هېواد د کرنې وزارت له‌خوا خپاره شوي چې قزاقستان د سپټمبر څخه تر نومبر پورې ۳.۹ میلیونه ټنه غله صادره کړې ده. دا د تېر کال په ورته موده کې د ۳.۴ میلیون ټنو صادراتو په پرتله د پام وړ زیاتوالی دی.

د قزاقستان د غلو د صادراتو ټولییز ظرفیت شاوخوا ۱۳ میلیونه ټنه اټکل شوی او د دې هېواد محصولات ۴۵ هېوادونو ته صادرېږي.

د قزاقستان د کرنې وزارت یوه چارواکي صفروف ویلي، چې د غلو صادرات د دې هېواد د کورني بازار د ثبات لپاره مهمه ونډه لري، ځکه قزاقستان د خپل داخلي اړتیا دوه تر درې برابره غله تولیدوي او اړتیا لري چې خپل اضافي تولید صادر کړي.

قطر په یمن کې د قانوني حکومت د ملاتړ اعلان وکړ

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۰

په یمن کې د وروستي تاوتریخوالي په تړاو د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد وروستي بدلونونه او پېښې له نږدې تعقیبوي. قطر د یمن له قانوني حکومت څخه د ملاتړ اعلان کړی او د امنیت، ثبات، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د خونديتوب پر اهمیت یې ټینګار کړی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له هغو هڅو ستاینه وکړه، چې په یمن کې د امنیت او ثبات د ټینګښت او همداراز د یمنیانو د مشروع هیلو د پوره کېدو لپاره ترسره کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي: «د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو له‌خوا شوې څرګندونې ستایو، ځکه دغه هڅې د سیمې د ګډو ګټو لومړیتوب، د ښه ګاونډیتوب د اصولو پیاوړتیا او د هغو ارزښتونو درناوی څرګندوي، چې د خلیج د همکارۍ شورا منشور پرې ولاړ دی».

په سوېلي یمن کې د بېلتون‌پالو ځواکونو او سیمه‌ییزو لوریو ترمنځ کړکېچ زیات شوی.

بل‌خوا، ترکیې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یمن کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې د دغه کړکېچ د پای ته رسولو لپاره ګډې هڅې پیاوړې شي.

د راپورونو له‌مخې، په سوېلي یمن کې د بېلتون‌پالو ځواکونو او سیمه‌ییزو لوریو ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د ځینو سرچینو پر بنسټ سعودي عربستان د خبرداري په ډول هوايي بریدونه کړي دي.