غزه کې د بې‌ځایه شویو په پنډغالي کې د اورلګېدنې له امله ۲ کسه مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي

فلسطیني چارواکي وایي، په غزه کې د بې‌ځایه شویو په دوو جلا پنډغالو کې د اورلګېدنې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا؛ ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سړې هوا له امله هم په غزه کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان مړه شوي دي.