• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نایجل فراج د ایراني لاریون کوونکو په ملاتړ؛ د ایران بد ژریم باید له‌منځه لاړ شي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۱ GMT+۰

د برېتانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج په ایران کې د لایونونو په ملاتړ ویلي:«د ایران ظالم رژیم باید له‌منځه لاړ شي.»

د برېتانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج په ایران کې د لاریون کوونکو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او پر خپله اېکس‌پاڼه یې لیکلي:«زه د ایران د ازادۍ هڅوونکو ته د نېکمرغۍ او کامیابۍ هیله لرم، لکه څنګه چې له کلونو راهیسې دا هیله لرم. دا ظالم رژیم باید له‌منځه لاړ شي.»

پر همدغه مهال شهزاده رضا پهلوي د نوموړي له ملاتړ نه مننه کړې ده او وايي، چې د مبارزې له بریا وروسته به ایران او برېتانیا یو ځل بیا ښې اړیکې ولري.

دغه برېتانوي سیاستوال څه موده وړاندې هم پر خپل انسټاګرام له شهزاده رضا پهلوي سره د خپلې لېدنې د انځور په خپرولو سره لیکلي وو: «د برېتانیا لومړی وزیر کې‌یر سټامر به کله د ایران د مشر پر وړاندې ودرېږي او سپاه پاسداران به تحریم کړي».

دا په داسې حال کې ده، چې پنځه ورځې وړاندې د ایران په ګڼو ولایتونو کې پراخ لاریونونه پیل شول او لاهم دوام لري. په یادو لاریونونو کې معترضین د اسلامي جمهوریت، علي خامنه‌یی او سپاه پاسداران پر ضد شعارونه ورکوي. دغه راز معترضین د شهزاده رضا پهلوي او رضاشاه پهلوي په ملاتړ شعارونه هم پورته کوي.

د راپورونو له‌مخې، تر دې مهاله په یادو لاریونونو کې لږ تر لږه ۱۱۹ کسان نیول شوي او اووه نور وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۳

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۴

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل پوځ په ۲۰۲۵ کال کې د نږدې ۲۱ زره بریدونو خبر ورکړی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۴ GMT+۰

د اسراییل پوځ په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې یې د زرګونو هوايي، ځمکنيو او سمندري بریدونو له لارې د حماس، حزب‌الله، حوثیانو او د ایران د پوځي نظام لسګونه لوړپوړي قومندانان او چارواکي په نښه کړي دي.

په دغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) خپور شوی راغلي، چې د اسراییل پوځ د ډسمبر میاشتي تر نیمايي پورې په بېلابېلو برخو کې نږدې ۲۰ زره او ۹۰۰ هدفونه په نښه کړي او شاوخوا ۴۳۰ ځمکني عملیات یې تر سره کړي او ۵۰ سمندري بریدونه یې کړي.

پر غزې او لبنان تمرکز

د اسراییل د پوځ سوېلي قومندانۍ اعلان کړی، چې د غزې په تړانګه کې د خپلو عملیاتو پر مهال شاوخوا ۱۹ زره او ۵۳۰ هدفونه یې په نښه کړي او د حماس اړوند ۱۳ زره او ۹۱۰ بنسټونه یې له‌منځه وړي دي.

په دغو عملیاتو کې د وژل شویو کسانو په منځ کې محمد سنوار هم شامل و، چې د حماس د پوځي څانګې یو لوړپوړی قوماندان او د اکټوبر د ۷مې د برید یو پلان جوړونکی وو.

همدارنګه د حماس د لوا، کنډک او تولګي په کچه قومندانان هم د وژل شویو کسانو په لېست کې شامل دي.

په شمالي جبهه کې د اسراییل پوځ خبر ورکړی، چې د حزب‌الله نږدې ۹۵۰ مرکزونه او سنګرونه یې په نښه کړي دي. د دغو بریدونو په پایله کې شاوخوا ۳۸۰ د حزب‌الله جنګیالي وژل شوي او د دې ډلې یو شمېر لوړپوړي قومندانان، د ټانک ضد او لوژستیکي واحدونو مسوولین وژل شوي دي.

همدارنګه د اسراییل د پوځ مرکزي قومندانۍ اعلان کړی، چې شاوخوا ۲۳۰ کسان وژل شوي او له ۷۴۰۰ څخه زیات کسان نیول شوي دي.

ایران او یمن؛ د جګړې د لمنې پراخېدل

د دې راپور په بله برخه کې راغلي، چې د اسراییل پوځ د طلوع شیران په نوم د عملیاتو په لړ کې شاوخوا ۱۵۰۰ هغه هدفونه تر برید لاندې نیولي چې له ایرا ن سره یې تړاو درلود. د پوځ په وینا، په دغو عملیاتو کې ۱۱ اټومي ساینسپوهان او ۳۰ لوړپوړي پوځي چارواکي وژل شوي دي، چې په هغوی کې د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز محمد حسین باقري او د سپاه پاسداران عمومي قومندان حسین سلامي هم شامل وو.

په یمن کې هم د اسراییل هوايي ځواک د شاوخوا ۱۸۰ جنګي الوتکو په ګډون له ۲۳۰ څخه زیات د حوثیانو هدفونه بمبار کړي دي. د اسراییل پوځ ویلي، چې د دغو بریدونو پر مهال د حوثیانو لومړی وزیر، څو وزیران او یو لوړپوړی پوځي قومندان وژل شوي دي.

په همدې لړ کې، د اسراییل پوځ د لیندۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې له امریکا سره یې د دواړو هېوادونو د پوځي همکاریو په چوکاټ کې ګډ سمندري پوځي تمرین ترسره کړی، چې موخه یې په سمندري برخه کې د عملیاتي همغږۍ پیاوړتیا وه.

دغه تمرین د تل‌ابیب او واشنګټن ترمنځ د نږدې امنیتي همکاریو د دوام ښکارندوی دی.

د دې راپور له‌مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۳۰۶ زرو څخه زیات احتیاطي ځواکونه جلب شوي دي او لسګونه زره هغه کسان چې مخکې له پوځي خدمت څخه معاف شوي وو، بېرته خدمت ته وربلل شوي دي.

د اسراییل پوځ همدارنګه د زرګونو طبي تخلیو عملیاتو، د لسګونو زرو سرتېرو د روزنې او په بېلابېلو سیمو کې د سلګونو پناه‌ ځایونو او د خطر زنګونو د نصبولو خبر ورکړی دی.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې ۸۲۱ اسراییلي سرتېري وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د انفلاسیون کچه ۵،۶ سلنې ته راټېټه شوې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۰

د وروستیو معلوماتو له‌مخې، د پاکستان د انفلاسیون کچه په ډسمبر میاشت کې ۵،۶ سلنې ته راټیټه شوې، د انفلاسیون یاده کچه په نوامبر میاشت کې ۶،۱ سلنه وه.

د پاکستان اقتصاد په ۲۰۲۳ کال کې د ۳۰ سلنې پړسوب په پام کې نیولو سره ښه فعالیت ښودلی دی.

د پاکستان د احصايي ادارې ویلي، چې په ډسمیر میاشت کې د خوړو بیې په ځانګړي ډول مېوو او سبزیو بیې راټیټې شوې، چې له امله یې د انفلاسیون پر کچې هم اغېز کړی دی.

د راپور له‌مخې، په ډسمبر میاشت کې د خوراکي توکو بیې په منځني ډول ۱،۷ سلنه راټیټې شوې او دا تمایل په ښاري او کلیوالي دواړو سیمو کې لېدل شوي دي.

دا ارقام وروسته له هغه خپرېږي، چې د پاکستان مرکزي بانک تېره میاشت په ناڅاپي ډول د بنسټیزې سود کچه ۵۰ واحده راټیټه کړه او ۱۰،۵ سلنې ته یې راو‍رسوله. یاده پرېکړه د بازار د تمې خلاف وه، ځکه د هغه ټولو شنونکو وړاندوینې یې برعکس کړې، چې له رویټرز سره یې په خبرو کې ویلي وو، چې مرکزي بانک به سود کچه راکمه نه کړي.

د پاکستان د مالیې وزارت مخکې ویلي وو، چې تمه لري چې د ډسمبر د میاشتې د انفلاسیون کچه به د ۵،۵ تر ۶،۵ سلنې په شاوخوا کې وي.

په ورته مهال د پیسو نړۍوال صندوق خبرداری ورکړی، چې د سود او کچې ژر او بې‌وخته راکمول کېدای شي د پاکستان د ۷ میلیارده ډالرو د پور پروګرام د موخو لپاره خطرونه پیدا کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: د ایران په اړه د پاکستان دریځ اصولي دی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۲ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د ایران د اټومې پروګرام د مخنیوي لپاره د ګډو شریکانو له امله رامنځته شوې شخړې او پر ایران د اسراییل د بریدونو په اړه د پاکستان دریځ اصولي دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د اوونیزې خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې د ایران اړوند مسایلو په اړه د یاد هېواد دریځ خورا اصولي دی.

نوموړي ویلي:«لومړۍ موضوع د ایران او د هغه د اټومې پروګرام د مخینوي شریکانو ترمنځ اټومي موضوع له امله رامنځته شوې شخړه ده. په دویم قدم کې د اسراییل له‌خوا د ایران پر وړاندې ترسره شوي بریدونه دي او موږ په کلکه د ایران او د هغه د دفاع د حق ملاتړ کړی دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند یادې څرکندونې پر داسې مهال کړې، چې امریکا ته د نتیاهو له سفر وروسته د ایران ولسمشر پزشکیان ویلي و، چې ایران له امریکا، اسراییل او اروپا سره په جګړه کې دی.

د چین ولسمشر: هېڅوک نه‌شي کولای چین او ټایوان له یو کېدو راوګرځوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۰

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ ویلي، هېڅوک نه‌شي کولی ټایوان له چین سره له یو ځای کېدو راوګرځوي او دا چاره به حتمي ترسره کېږي. نوموړي ټینګار کړی، چې د ټایوان تنګي دواړو غاړو ته مېشت چینایان له یو بل سره د وینې او خپلوۍ اړیکې لري.

شي جین‌پینګ دا څرګندونې د نوي میلادي کال په مناسبت په خپله وینا کې کړي او ویلي یې دي، چې د ټایوان بېرته له چین سره یو کېدل د وخت غوښتنه ده او هېڅ ځواک یې مخه نه‌شي نیولی.

د چین د ولسمشر دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه شوې، چې چین ټایوان ته نږدې خپلې دوه ورځنۍ پوځي مانورې پای ته ورسولې. دا پوځي تمرینونه تر هغه څو ورځې وروسته ترسره شول، چې امریکا ټایوان ته د څه باندې ۱۱ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور اجازه ورکړه.

د چین ولسمشر په خپل پیغام کې ویلي، چې چین تل د تاریخ په سمه لار ولاړ دی او د نړۍ د سولې، پرمختګ او د انسانیت د ګډ راتلونکي لپاره له ټولو هېوادونو سره د همکارۍ چمتووالی لري.

شي جین‌پینګ د ټایوان د بېرته ترلاسه کولو د ورځې د نمانځلو د اعلان هرکلی هم کړی، چې د هر کال د اکتوبر په ۲۵مه به د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال د جاپان له ولکې د ټایوان د ازادېدو د یاد په توګه نمانځل کېږي.

نوموړي همداراز د چین د مصنوعي ځیرکتیا او فضایي صنعت د پرمختګونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې چین د چپ‌سازۍ په څېړنه او پرمختګ کې مهمې لاسته راوړنې لري، چې دا هېواد یې د نړۍ له چټک پرمختګ کوونکو اقتصادونو څخه ګرځولی دی.

د ټایوان ولسمشر ویلي چې د خپلې خاورې د حاکمیت دفاع ته ژمن دی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۰ GMT+۰

د ټایوان ولسمشر لای‌چینګ‌تي د خپلې خاورې د ملي حاکمیت د کلکې دفاع ژمنه کړې او وايي، چې د چین وروستي پوځي تمرینونو ته په کتو سره باید د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړل شي.

د ټایوان ولسمشر لای‌چینګ‌تي د نوي کال په وینا کې ویلي:«د ولسمشر په توګه تل زما دریځ روښانه و. د ملي حاکمیت په کلکه دفاع او د ملي دفاع پیاوړي کول دي».

نوموړي زیاته کړې، چې چین په خپلو وروستیو پوځي تمرینونو کې ټایوان د «فرضي دوښمن» په توګه معرفي کړی او دې کار د دفاعي تدارکاتو د زیاتوالي اړتیا روښانه کړې ده.

د ټایوان ولسمشر د یاد هېواد د دفاعي بودیجي د ۴۰ میلیارده ډالرو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده، خو د نوموړي یاد وړاندیز دمګړی د ټایوان په پارلمان کې بند پاتې دی.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د چین د پوځي تمرینونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او وايي:«د چین پوځي تمرینونه د ټایوان او په نږدې سیمو کې بې‌ځایه ترینګلتیا زیاتوي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له بېجینګ څخه د پوځي فشار د کمولو غوښتنه کړې ده.