• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د انفلاسیون کچه ۵،۶ سلنې ته راټېټه شوې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۰

د وروستیو معلوماتو له‌مخې، د پاکستان د انفلاسیون کچه په ډسمبر میاشت کې ۵،۶ سلنې ته راټیټه شوې، د انفلاسیون یاده کچه په نوامبر میاشت کې ۶،۱ سلنه وه.

د پاکستان اقتصاد په ۲۰۲۳ کال کې د ۳۰ سلنې پړسوب په پام کې نیولو سره ښه فعالیت ښودلی دی.

د پاکستان د احصايي ادارې ویلي، چې په ډسمیر میاشت کې د خوړو بیې په ځانګړي ډول مېوو او سبزیو بیې راټیټې شوې، چې له امله یې د انفلاسیون پر کچې هم اغېز کړی دی.

د راپور له‌مخې، په ډسمبر میاشت کې د خوراکي توکو بیې په منځني ډول ۱،۷ سلنه راټیټې شوې او دا تمایل په ښاري او کلیوالي دواړو سیمو کې لېدل شوي دي.

دا ارقام وروسته له هغه خپرېږي، چې د پاکستان مرکزي بانک تېره میاشت په ناڅاپي ډول د بنسټیزې سود کچه ۵۰ واحده راټیټه کړه او ۱۰،۵ سلنې ته یې راو‍رسوله. یاده پرېکړه د بازار د تمې خلاف وه، ځکه د هغه ټولو شنونکو وړاندوینې یې برعکس کړې، چې له رویټرز سره یې په خبرو کې ویلي وو، چې مرکزي بانک به سود کچه راکمه نه کړي.

د پاکستان د مالیې وزارت مخکې ویلي وو، چې تمه لري چې د ډسمبر د میاشتې د انفلاسیون کچه به د ۵،۵ تر ۶،۵ سلنې په شاوخوا کې وي.

په ورته مهال د پیسو نړۍوال صندوق خبرداری ورکړی، چې د سود او کچې ژر او بې‌وخته راکمول کېدای شي د پاکستان د ۷ میلیارده ډالرو د پور پروګرام د موخو لپاره خطرونه پیدا کړي.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۳

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۴

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: د ایران په اړه د پاکستان دریځ اصولي دی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۲ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د ایران د اټومې پروګرام د مخنیوي لپاره د ګډو شریکانو له امله رامنځته شوې شخړې او پر ایران د اسراییل د بریدونو په اړه د پاکستان دریځ اصولي دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د اوونیزې خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې د ایران اړوند مسایلو په اړه د یاد هېواد دریځ خورا اصولي دی.

نوموړي ویلي:«لومړۍ موضوع د ایران او د هغه د اټومې پروګرام د مخینوي شریکانو ترمنځ اټومي موضوع له امله رامنځته شوې شخړه ده. په دویم قدم کې د اسراییل له‌خوا د ایران پر وړاندې ترسره شوي بریدونه دي او موږ په کلکه د ایران او د هغه د دفاع د حق ملاتړ کړی دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند یادې څرکندونې پر داسې مهال کړې، چې امریکا ته د نتیاهو له سفر وروسته د ایران ولسمشر پزشکیان ویلي و، چې ایران له امریکا، اسراییل او اروپا سره په جګړه کې دی.

د چین ولسمشر: هېڅوک نه‌شي کولای چین او ټایوان له یو کېدو راوګرځوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۰

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ ویلي، هېڅوک نه‌شي کولی ټایوان له چین سره له یو ځای کېدو راوګرځوي او دا چاره به حتمي ترسره کېږي. نوموړي ټینګار کړی، چې د ټایوان تنګي دواړو غاړو ته مېشت چینایان له یو بل سره د وینې او خپلوۍ اړیکې لري.

شي جین‌پینګ دا څرګندونې د نوي میلادي کال په مناسبت په خپله وینا کې کړي او ویلي یې دي، چې د ټایوان بېرته له چین سره یو کېدل د وخت غوښتنه ده او هېڅ ځواک یې مخه نه‌شي نیولی.

د چین د ولسمشر دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه شوې، چې چین ټایوان ته نږدې خپلې دوه ورځنۍ پوځي مانورې پای ته ورسولې. دا پوځي تمرینونه تر هغه څو ورځې وروسته ترسره شول، چې امریکا ټایوان ته د څه باندې ۱۱ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور اجازه ورکړه.

د چین ولسمشر په خپل پیغام کې ویلي، چې چین تل د تاریخ په سمه لار ولاړ دی او د نړۍ د سولې، پرمختګ او د انسانیت د ګډ راتلونکي لپاره له ټولو هېوادونو سره د همکارۍ چمتووالی لري.

شي جین‌پینګ د ټایوان د بېرته ترلاسه کولو د ورځې د نمانځلو د اعلان هرکلی هم کړی، چې د هر کال د اکتوبر په ۲۵مه به د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال د جاپان له ولکې د ټایوان د ازادېدو د یاد په توګه نمانځل کېږي.

نوموړي همداراز د چین د مصنوعي ځیرکتیا او فضایي صنعت د پرمختګونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې چین د چپ‌سازۍ په څېړنه او پرمختګ کې مهمې لاسته راوړنې لري، چې دا هېواد یې د نړۍ له چټک پرمختګ کوونکو اقتصادونو څخه ګرځولی دی.

د ټایوان ولسمشر ویلي چې د خپلې خاورې د حاکمیت دفاع ته ژمن دی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۰ GMT+۰

د ټایوان ولسمشر لای‌چینګ‌تي د خپلې خاورې د ملي حاکمیت د کلکې دفاع ژمنه کړې او وايي، چې د چین وروستي پوځي تمرینونو ته په کتو سره باید د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړل شي.

د ټایوان ولسمشر لای‌چینګ‌تي د نوي کال په وینا کې ویلي:«د ولسمشر په توګه تل زما دریځ روښانه و. د ملي حاکمیت په کلکه دفاع او د ملي دفاع پیاوړي کول دي».

نوموړي زیاته کړې، چې چین په خپلو وروستیو پوځي تمرینونو کې ټایوان د «فرضي دوښمن» په توګه معرفي کړی او دې کار د دفاعي تدارکاتو د زیاتوالي اړتیا روښانه کړې ده.

د ټایوان ولسمشر د یاد هېواد د دفاعي بودیجي د ۴۰ میلیارده ډالرو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده، خو د نوموړي یاد وړاندیز دمګړی د ټایوان په پارلمان کې بند پاتې دی.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د چین د پوځي تمرینونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او وايي:«د چین پوځي تمرینونه د ټایوان او په نږدې سیمو کې بې‌ځایه ترینګلتیا زیاتوي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له بېجینګ څخه د پوځي فشار د کمولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز: پاکستان کې د بریدونو کچه ۱۷ سلنه راکمه شوې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۰

که څه هم ۲۰۲۵ کال د تېرو لسو کلونو پرتله د پاکستان لپاره خونړی و او تېر کال په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي پېښې ۳۴ سلنه زیاتې شوې وې، خو وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدو له امله په پاکستان کې د بریدونو کچه ۱۷ سلنه راټیټه شوې.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستۍ ربع کې د ملکي وګړو او نظامیانو مرګ‌ژوبله کمه وه. د یاد مرکز د شمېرو له‌مخې، په نومبر میاشت کې د ملکيانو او نظامیانو د مرګ‌ژوبلې کچه ۴ سلنه او ډسمبر کې ۱۹ سلنه راکمه شوې وه.

د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته پاکستان په اکټوبر میاشت کې د تورخم او سپین بولدک ـ چمن په ګډون له افغانستان سره ټولې لارې وتړلي.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، چې ۲۰۲۵ کال د تیرې یوې لسیزې په پرتله د پاکستان لپاره ډېر خونړۍ کال و او په دغه کال کې د تاوتریخوالي پیښې ۳۴ سلنه زیاتې وې.

د راپور له‌مخې، په پاکستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د تاوتریخوالي پیښې مخ پر ډېرېدو دي او د راپور له‌مخې، په ۲۰۲۱ کال کې ۳۸ سلنه، په ۲۰۲۲ کې ۱۵ سلنه، په ۲۰۲۳ کې ۵۶ سلنه، په ۲۰۲۴ کې ۶۷ سلنه او په ۲۰۲۵ کال کې ۳۴ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی.

د یاد راپور له‌مخې، د پاکستان د خېبرپښتونخوا تر ډېره د ترهګریزو بریدونه قرباني ده او په ۲۰۲۵ کال کې په یاد ایالت کې د تاوتریخوالي د پېښو د قربانیانو شمېر ۲۳۳۱ ته لوړ شوی دی.

ورپسې په بلوچستان کې هم تېر کال ۹۵۶ کسان قرباني شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې تېر کال په پنجاب ایالت کې د تاوتریخوالې کچه ټیټه وه او یوازې ۲۵ پیښې ثبت شوې، چې له امله یې ۴۰ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له‌مخې، په سند ایالت کې هم ۵۱ پیښې ثبت شوې چې له امله ۵۶ کسان وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په راپور کې ویل شوي، چې ۲۰۲۵ کال د پاکستان د حکومت د وسله‌والو مخالفینو لپاره هم خونړی و.

د یاد مرکز د راپور له‌مخې، تېر کال په ۳۳۹۲ امنیتي عملیاتونو کې شاوخوا ۲۰۲۶۰ وسله‌وال وژل شوي دي.

په یاد راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه ۲۴ سلنه لوړه وه، خو د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا ۵ سلنه کمه وه.

پاکستاني رسنۍ: په بلوچستان کې د نجونو ښوونځي ته نږدې چاودنې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان د سبي په سیمه کې د نجونو ښوونځي ته نږدې په یوه بمي چاودنه کې یو ملکي کس وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي. په سیمه کې پولیسو ویلي، چې ټپیان یې روغتیايي مرکز ته لېږدولي دي.

پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) د سیمه‌یيزو پولیسو له قوله لیکلي، چې نامعلومو موټرسایکل سپرو د چنک څلور لارې ته څېرمه د نجونو یوه ښوونځي مخې ته د لاسي بم برید کړی.

په راپور کې د یو کس د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

په خبر کې ویل شوي، چې د موټرسایکل سپرو تر برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

پولیسو په سیمه کې د پلټنو خبر ورکړی.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.