د پېښور محکمې هغه افغان ته د اوسېدو ۶میاشتې وخت ورکړ چې له پاکستانۍ مېرمنې سره یې واده کړی

د پېښور محکمې هغه افغان ته د اوسېدو ۶میاشتې وخت ورکړی، چې له پاکستانۍ مېرمنې سره یې واده کړی. دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو روان بهیر هغه افغانان هم اغېزمن کړي، چې له پاکستاني وګړو سره یې ودونه کړي دي.