• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازادۍ جبهه وایي، په فاریاب کې یې څلور طالبان وژلي دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۰ GMT+۰

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو وسله‌والې مخالفې ډلې ادعا کړې، چې د پنجشنبې په ماښام د (مرغومي په ۱۱مه) یې د فاریاب ولایت په مرکز کې د طالبانو پر استیناف محکمې راکټي برید کړی چې له امله یې څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو لاتر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

د دایکنډي اوسېدونکو په دغه ولایت کې د ښوونځیو د بیارغونې لپاره ۲۶مېلیونه افغانۍ مرسته کړې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۰
100%

د دایکنډي ولایت اوسېدونکو روان کال په دغه ولایت کې د زده‌کړو د ملاتړ او پوهنې برخې سره د همکارۍ په موخه د ښوونځیو د بیارغونې په برخه کې ۲۶مېلیونه او ۹۱زره افغانۍ راټولې کړې دي.

په دایکنډي ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست هم ویلي، چې د دغه ولایت اوسېدونکو دا مهال په دایکنډي کې شاوخوا ۶۸ ښوونځي په شخصي لګښت جوړ او یاهم رغولي دي.

طالبان داسې مهال د ښوونځیو د رغولو خبر ورکوي، چې یادې ډلې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو د لوړو نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو د بیا، بیا غوښتنو سره هم طالبانو د نجونو پر زده‌کړو لګېدلی بندیز نه‌دی لرې کړی.

له بل پلوه د امریکا د جورج ټاون پوهنتون سره تړلې یوې ادارې د راپور له مخې؛ افغانستان د نړۍ د ۱۸۸ هېوادونو په منځ کې د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد ګڼل شوی دی. راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې زیان منونکې دي.

طالبان وایي روان کال په افغانستان کې ۱۵۰ سړې خونې جوړې شوې دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۰
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني بردار ویلي و، هر هغه څوک چې په افغانستان کې سړه خونه جوړوي؛ نو دوی به ورته پنځه کلن مالیاتي معافیت ورکړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم ویلي و، چې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د نړۍوال بانک په مالي لګښت د پیازو د ۱۲۰ سړو خونو د جوړونې چارې روانې دي. دغه سازمان (د وږي ۲مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي و، یادې سړې خونې په پکتیا، غزني، غور، دایکنډي، بدخشان او کندهار ولایتونو کې جوړېږي.

د سړو خونو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي. ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، مجبور دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري.

د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ؛ ۴۶۲ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د مرغومي ۱۲مه) خبر ورکړی، چې پرون د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ له ایران او پاکستان نه ۴۶۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د تورخم له لارې ۲۵۰ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۲۵ کورنۍ، د بهرامچې له لارې ۱۱۵ کورنۍ، د ورېښمو پله له لارې ۵۴ او د اسلام‌کلا له لارې ۱۸ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

افغان‌ اېوک د امریکا له کانګرس نه د افغانانو د ملاتړ لپاره د عملي اقدام غوښتنه وکړه

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۰
100%

د افغانانو د کډوالۍ ملاتړ سازمان «افغان‌اېواک» مشر شان وان‌ډایور د امریکا د کانګرس ټولو دفترونو ته په یوه رسمي لیک کې له هغوی څخه د افغانانو د ملاتړ لپاره د عملي اقدام غوښتنه کړې ده.

دغه اقدام وروسته له هغه شوی، چې د کانګرس یوشمېر غړو د افغانانو د ملاتړ او کډوالۍ د درېدلې پروسې د بیاپیل لپاره د هڅو ژمنه کړې وه.دپه دغه لیک کې راغلي:« اوس د دې وخت رارسېدلی، چې دغه ملاتړ په عملي اقدام بدل شي.»

افغان‌ اېوک بنسټ په دغه لیک کې ژمنه کړې، چې د افغانانو د ژغورنې، لېږد او ملاتړ لپاره به خپلې هڅې او فشارونه د ۲۰۲۶کال تر پایه په پرله‌پسې ډول دوام داره ساتي.

دغه اقدام په امریکا کې د افغانانو پرضد د ټرمپ ادارې د کډوالۍ سختو پالیسیو په لړ کې شوی دی. په امریکا کې د افغانانو پر وړاندې وروسته له هغه اقدامات سخت شول، چې یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو برید وکړ.

د امریکا د کانګرس یوشمېر غړو هم تر دې وړاندې په کالیفورنیا کې د افغان کلتوري ټولنې له استازو سره په ناسته کې ژمنه کړې وه، چې د بشردوستانه، د کورنیو د یوځای کېدو او د ځانګړې کډوالۍ ویزو (SIV) درېدلې لړۍ د بیا پیلولو لپاره به عملي ګامونه واخلي.

په پېښور کې د پاکستان پرضد د څرګندونو له امله یو افغان کډوال افغانستان ته واېستل شو

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۰
100%

په پېښور کې د پاکستان پرضد د څرګندونو له امله یو افغان کډوال تېره ورځ په جبري توګه افغانستان ته واېستل شو. دغه کس وروسته له هغه د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې د پاکستاني پولیسو له‌خوا ونیول شو، چې پر خواله رسنیو یې د پاکستان پر ضد د څرګندونو یوه ویډیو خپره شوه.

دغه افغان چې «شاه نواز» نومېږي، له څو ورځو راهیسې د پاکستاني پولیسو په بند کې و. د پولیسو په وینا؛ شاه نواز د داودزي سیمې د «خزانه» کډوالو پنډغالي څخه نیول شوی و.

پولیسو تر دې وړاندې ویلي و، چې یاد افغان کډوال د پاکستان پر ضد د څرګندونو اعتراف کړی او پر خپلو خبرو یې بښنه هم غوښتې ده. پولیسو هغه مهال ویلي و، چې تر قانوني پروسې بشپړېدو وروسته به نوموړی افغانستان ته واستوي.

نوموړی داسې مهال افغانستان ته اېستل شوی، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې په دغه هېواد کې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.