سوریه: داعش په ملکي غونډو او کلیساوو د برید پلان لاره

سوریایي چارواکي وایي، هغه ځانمرګی بریدګر چې د نوي کال په شپه یې په حلب کې یو امنیتي افسر وواژه؛ د داعش غړی و. د دوی په وینا؛ یادې ډلې پلان لاره، چې په کلیساوو او عامه غونډو بریدونه وکړي.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امنیتي ادارو تر دې وړاندې معلومات ترلاسه کړي وو، چې داعش «په څو ولایتونو او په ځانګړې توګه حلب ښار کې د نوي کال د جشن د نمانځلو پرمهال د ځانمرګو بریدونو پلان لري».