• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۷ GMT+۰

اسوشیټډ پرېس د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې د ویاند په حواله راپور ورکړی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۲ کسان مړه شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې تېره ورځ ویلي، چې دغه مرګ‌ژوبله په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله رامنځته شوې ده.

د هرات لپاره د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي هم ویلي، چې د وژل شویو کسانو له ډلې پنځه یې د یوې کورنۍ غړي دي.

د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې سېلابونو زیربناوې زیانمنې کړې، ګڼ شمېر څاروي له منځه تللي او ۱۸۰۰ کورنۍ یې اغیزمنې کړې دي.

هغه د پنجشنبې په ورځ، د جنورۍ په لومړۍ نېټه په یوې ویډیو کې ټینګار وکړ، چې په تېرو دوو ورځو کې سختو بارانونو او درنو واورو له امله په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راوتلي دي.

دغه سېلابونه په کاپیسا، پروان، دایکندي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، فراه او هرات ولایتونو کې راوتي دي.

د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې دفتر په وینا، په دې دوو ورځو کې په طبیعي پېښو کې ۲۷۴ کورونه په بشپړه توګه وېجاړ شوي او ۵۱۸ کورونه زیانمن شوي دي.

په دې ولایتونو کې اته جوماتونه، ۲۰۹ کیلومتره سړکونه، ۱۱ دوکانونه او اته پلونه په بشپړه توګه وېجاړ شوي دي.

د طبیعې پېښو سره د مبارې دفتر په وینا، ۱۰۲۱ کاریزونه او د اوبو لارې او ۱۳ زره او ۹۴۱ جریبه کرنیزه ځمکه او ۲۵۸ ونې هم وېجاړې شوې دي.

د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې دفتر ویاند وویل، چې دغو طبیعي پېښو په فراه ولایت کې د پام وړ مالي زیانونه اړولي دي. هغه په ​​فراه کې د زیانونو په اړه جزییات ورنه کړل.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۳

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۴
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

۵
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

•
•
•

نور کیسې

د یتیم‌تپې د څنډو د ټینګښت پروژې قرارداد د ۸۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت لاسلیک شو

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۰
د یتیم‌تپې د څنډو د ټینګښت پروژې قرارداد د ۸۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت لاسلیک شو
100%

‏د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د تخار د درقد ولسوالۍ اړوند د یتیم‌تپې څنډو د ټینګښت د نهمې برخې پروژې قرارداد د ۸۱،۵ میلیون افغانیو په ټولیز لګښت له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو. د برېښنا وزیر وايي د دې پروژې له بشپړېدو سره به د سیند د څنډو د ویجاړېدو مخه ونیول شي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وزارت وزیر عبدالطیف منصور ویلي دي د دې پروژې تطبیق به د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د کرنیزو ځمکو او د یادې ولسوالۍ د خلکو د ځان او مال د ساتنې په برخه کې مهم او حیاتي رول ولوبوي.

د دغه قرارداد پر بنسټ، په یتیم تپې سیمه کې د سیند څنډو د ټینګښت پروژه د ۱۲۰۰ متره په اوږدوالي او ۲۱ متره سور په درلودلو سره به د نوموړي شرکت له لوري د ساحې تر سپارلو وروسته د یوه کال په موده کې تطبیق شي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې په دې وروستیو کلونو کې د امو سیند څنډو د ټینګښت پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو اقداماتو څخه ګڼل کېږي او په همدې برخه کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې بېلابېلې پروژې پلې شوي چې په پایله کې د ګڼ شمېر هېوادوالو ځان شتمني او کرنیزې ځمکې د سیند د ویجاړیو له ګواښه خوندي شوي دي.

طالبان: په میدان وردګ کې کډوالو ته د ځمکو د وېش لرۍ پیل شوه

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۰ GMT+۰
طالبان: په میدان وردګ کې کډوالو ته د ځمکو د وېش لرۍ پیل شوه
100%

په میدان وردګ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د یاد ریاست په وینا؛ دا مهال په میدان وردګ ولایت کې ۷۵ کډوالو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

له بل پلوه د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ۱۲۴زره او ۶۷۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او د اړتیا په صورت کې به نوره ځمکه هم ورته ځانکړې شي.

نوموړي پر اېکس پاڼه د ۲۰۲۵کال راپور په خپرولو سره ویلي و، تر دې دمه په بامیان، لغمان، بلخ، کندوز او کندهار ولایتونو کې پر ۲زره او ۶۹۸ کورنیو نمرې وېشل شوې دي او دغه لړۍ لاهم دوام لري.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دایکنډي اوسېدونکو په دغه ولایت کې د ښوونځیو د بیارغونې لپاره ۲۶مېلیونه افغانۍ مرسته کړې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۰
د دایکنډي اوسېدونکو په دغه ولایت کې د ښوونځیو د بیارغونې لپاره ۲۶مېلیونه افغانۍ مرسته کړې
100%

د دایکنډي ولایت اوسېدونکو روان کال په دغه ولایت کې د زده‌کړو د ملاتړ او پوهنې برخې سره د همکارۍ په موخه د ښوونځیو د بیارغونې په برخه کې ۲۶مېلیونه او ۹۱زره افغانۍ راټولې کړې دي.

په دایکنډي ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست هم ویلي، چې د دغه ولایت اوسېدونکو دا مهال په دایکنډي کې شاوخوا ۶۸ ښوونځي په شخصي لګښت جوړ او یاهم رغولي دي.

طالبان داسې مهال د ښوونځیو د رغولو خبر ورکوي، چې یادې ډلې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو د لوړو نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو د بیا، بیا غوښتنو سره هم طالبانو د نجونو پر زده‌کړو لګېدلی بندیز نه‌دی لرې کړی.

له بل پلوه د امریکا د جورج ټاون پوهنتون سره تړلې یوې ادارې د راپور له مخې؛ افغانستان د نړۍ د ۱۸۸ هېوادونو په منځ کې د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد ګڼل شوی دی. راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې زیان منونکې دي.

طالبان وایي روان کال په افغانستان کې ۱۵۰ سړې خونې جوړې شوې دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۰
طالبان وایي روان کال په افغانستان کې ۱۵۰ سړې خونې جوړې شوې دي
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني بردار ویلي و، هر هغه څوک چې په افغانستان کې سړه خونه جوړوي؛ نو دوی به ورته پنځه کلن مالیاتي معافیت ورکړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم ویلي و، چې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د نړۍوال بانک په مالي لګښت د پیازو د ۱۲۰ سړو خونو د جوړونې چارې روانې دي. دغه سازمان (د وږي ۲مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي و، یادې سړې خونې په پکتیا، غزني، غور، دایکنډي، بدخشان او کندهار ولایتونو کې جوړېږي.

د سړو خونو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي. ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، مجبور دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري.

د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ؛ ۴۶۲ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۰
د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ؛ ۴۶۲ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د مرغومي ۱۲مه) خبر ورکړی، چې پرون د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ له ایران او پاکستان نه ۴۶۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د تورخم له لارې ۲۵۰ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۲۵ کورنۍ، د بهرامچې له لارې ۱۱۵ کورنۍ، د ورېښمو پله له لارې ۵۴ او د اسلام‌کلا له لارې ۱۸ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.