• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یتیم‌تپې د څنډو د ټینګښت پروژې قرارداد د ۸۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت لاسلیک شو

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۰

‏د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د تخار د درقد ولسوالۍ اړوند د یتیم‌تپې څنډو د ټینګښت د نهمې برخې پروژې قرارداد د ۸۱،۵ میلیون افغانیو په ټولیز لګښت له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو. د برېښنا وزیر وايي د دې پروژې له بشپړېدو سره به د سیند د څنډو د ویجاړېدو مخه ونیول شي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وزارت وزیر عبدالطیف منصور ویلي دي د دې پروژې تطبیق به د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د کرنیزو ځمکو او د یادې ولسوالۍ د خلکو د ځان او مال د ساتنې په برخه کې مهم او حیاتي رول ولوبوي.

د دغه قرارداد پر بنسټ، په یتیم تپې سیمه کې د سیند څنډو د ټینګښت پروژه د ۱۲۰۰ متره په اوږدوالي او ۲۱ متره سور په درلودلو سره به د نوموړي شرکت له لوري د ساحې تر سپارلو وروسته د یوه کال په موده کې تطبیق شي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې په دې وروستیو کلونو کې د امو سیند څنډو د ټینګښت پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو اقداماتو څخه ګڼل کېږي او په همدې برخه کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې بېلابېلې پروژې پلې شوي چې په پایله کې د ګڼ شمېر هېوادوالو ځان شتمني او کرنیزې ځمکې د سیند د ویجاړیو له ګواښه خوندي شوي دي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۳

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۴
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

۵
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په میدان وردګ کې کډوالو ته د ځمکو د وېش لرۍ پیل شوه

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۰ GMT+۰
طالبان: په میدان وردګ کې کډوالو ته د ځمکو د وېش لرۍ پیل شوه
100%

په میدان وردګ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د یاد ریاست په وینا؛ دا مهال په میدان وردګ ولایت کې ۷۵ کډوالو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

له بل پلوه د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ۱۲۴زره او ۶۷۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او د اړتیا په صورت کې به نوره ځمکه هم ورته ځانکړې شي.

نوموړي پر اېکس پاڼه د ۲۰۲۵کال راپور په خپرولو سره ویلي و، تر دې دمه په بامیان، لغمان، بلخ، کندوز او کندهار ولایتونو کې پر ۲زره او ۶۹۸ کورنیو نمرې وېشل شوې دي او دغه لړۍ لاهم دوام لري.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دایکنډي اوسېدونکو په دغه ولایت کې د ښوونځیو د بیارغونې لپاره ۲۶مېلیونه افغانۍ مرسته کړې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۰
د دایکنډي اوسېدونکو په دغه ولایت کې د ښوونځیو د بیارغونې لپاره ۲۶مېلیونه افغانۍ مرسته کړې
100%

د دایکنډي ولایت اوسېدونکو روان کال په دغه ولایت کې د زده‌کړو د ملاتړ او پوهنې برخې سره د همکارۍ په موخه د ښوونځیو د بیارغونې په برخه کې ۲۶مېلیونه او ۹۱زره افغانۍ راټولې کړې دي.

په دایکنډي ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست هم ویلي، چې د دغه ولایت اوسېدونکو دا مهال په دایکنډي کې شاوخوا ۶۸ ښوونځي په شخصي لګښت جوړ او یاهم رغولي دي.

طالبان داسې مهال د ښوونځیو د رغولو خبر ورکوي، چې یادې ډلې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو د لوړو نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو د بیا، بیا غوښتنو سره هم طالبانو د نجونو پر زده‌کړو لګېدلی بندیز نه‌دی لرې کړی.

له بل پلوه د امریکا د جورج ټاون پوهنتون سره تړلې یوې ادارې د راپور له مخې؛ افغانستان د نړۍ د ۱۸۸ هېوادونو په منځ کې د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد ګڼل شوی دی. راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې زیان منونکې دي.

طالبان وایي روان کال په افغانستان کې ۱۵۰ سړې خونې جوړې شوې دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۰
طالبان وایي روان کال په افغانستان کې ۱۵۰ سړې خونې جوړې شوې دي
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني بردار ویلي و، هر هغه څوک چې په افغانستان کې سړه خونه جوړوي؛ نو دوی به ورته پنځه کلن مالیاتي معافیت ورکړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم ویلي و، چې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د نړۍوال بانک په مالي لګښت د پیازو د ۱۲۰ سړو خونو د جوړونې چارې روانې دي. دغه سازمان (د وږي ۲مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي و، یادې سړې خونې په پکتیا، غزني، غور، دایکنډي، بدخشان او کندهار ولایتونو کې جوړېږي.

د سړو خونو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي. ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، مجبور دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري.

د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ؛ ۴۶۲ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۰
د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ؛ ۴۶۲ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د مرغومي ۱۲مه) خبر ورکړی، چې پرون د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ له ایران او پاکستان نه ۴۶۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د تورخم له لارې ۲۵۰ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۲۵ کورنۍ، د بهرامچې له لارې ۱۱۵ کورنۍ، د ورېښمو پله له لارې ۵۴ او د اسلام‌کلا له لارې ۱۸ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

افغان‌ اېوک د امریکا له کانګرس نه د افغانانو د ملاتړ لپاره د عملي اقدام غوښتنه وکړه

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۰
افغان‌ اېوک د امریکا له کانګرس نه د افغانانو د ملاتړ لپاره د عملي اقدام غوښتنه وکړه
100%

د افغانانو د کډوالۍ ملاتړ سازمان «افغان‌اېواک» مشر شان وان‌ډایور د امریکا د کانګرس ټولو دفترونو ته په یوه رسمي لیک کې له هغوی څخه د افغانانو د ملاتړ لپاره د عملي اقدام غوښتنه کړې ده.

دغه اقدام وروسته له هغه شوی، چې د کانګرس یوشمېر غړو د افغانانو د ملاتړ او کډوالۍ د درېدلې پروسې د بیاپیل لپاره د هڅو ژمنه کړې وه.دپه دغه لیک کې راغلي:« اوس د دې وخت رارسېدلی، چې دغه ملاتړ په عملي اقدام بدل شي.»

افغان‌ اېوک بنسټ په دغه لیک کې ژمنه کړې، چې د افغانانو د ژغورنې، لېږد او ملاتړ لپاره به خپلې هڅې او فشارونه د ۲۰۲۶کال تر پایه په پرله‌پسې ډول دوام داره ساتي.

دغه اقدام په امریکا کې د افغانانو پرضد د ټرمپ ادارې د کډوالۍ سختو پالیسیو په لړ کې شوی دی. په امریکا کې د افغانانو پر وړاندې وروسته له هغه اقدامات سخت شول، چې یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو برید وکړ.

د امریکا د کانګرس یوشمېر غړو هم تر دې وړاندې په کالیفورنیا کې د افغان کلتوري ټولنې له استازو سره په ناسته کې ژمنه کړې وه، چې د بشردوستانه، د کورنیو د یوځای کېدو او د ځانګړې کډوالۍ ویزو (SIV) درېدلې لړۍ د بیا پیلولو لپاره به عملي ګامونه واخلي.