د وېنزویلا ولسمشر وايي هېواد يې له امریکا سره د خبرو اترو لپاره چمتو دی

د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي، هېواد یې له متحده ایالاتو سره د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزې، د تېلو په برخه کې پر همکارۍ او اقتصادي تړونونو د خبرو لپاره چمتو دی.

د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي، هېواد یې له متحده ایالاتو سره د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزې، د تېلو په برخه کې پر همکارۍ او اقتصادي تړونونو د خبرو لپاره چمتو دی.
مادورو له یوه تلویزون سره په مرکې کې ویلي چې واشنګټن د کاراکاس د خبرو اترو له چمتووالي خبر دی او که امریکا د نشهيي توکو پر وړاندې د «جدي» توافق غوښتنه ولري، وېنزویلا به ورسره همکاري وکړي.
ولسمشر مادورو زیاته کړه که متحده ایالاتو ته د وېنزویلا تېل پکار وي، نو کاراکاس د امریکايي پانګونو د جذب لپاره «هر وخت او هر ځای» تیار دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې یو امریکايي چارواکي ویلي، وېنزویلا د امریکا پنځه وګړي نیولي دي.
له بلې خوا، متحده ایالاتو له تېر سپټمبر راهیسې په کارابین سمندر او د ارام سمندر په ختیځه برخه کې خپل پوځي حضور زیات کړی دی. واشنګټن ادعا کوي چې دا عملیات د نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.
راپورونه ښيي چې تر دې دمه لږ تر لږه ۱۰۵ کسان د امریکا په ۲۹ هوايي بریدونو کې په دغو سیمو کې وژل شوي دي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وايي، د ایران په روانو لاریونونو کې د امریکا او اسراییل لاسوهنه د ټولې سیمې د بېثباته کولو او د امریکا د ګټو له منځه وړلو معنا لري.
هغه زیاته کړې د امریکا خلک باید پوه شي چې دا ماجرا ټرمپ پیل کړې ده او دوی باید د خپلو سرتېرو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني نن د جمعې په ورځ، د غرمومي پر ۱۲ نېټه پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د امریکا او اسراییل چارواکو څرګندونو سره، هغه څه چې د پردې تر شا روان وو اوس روښانه دي.
علي لاریجاني لیکلی:« موږ د لاریون کوونکو دوکاندارانو دریځ او د ګډوډونکو لوبغاړو د کړنو ترمنځ توپیر کوو او ټرمپ باید پوه شي چې پدې داخلي مسئله کې د متحده ایالاتو لاسوهنه به د ټولې سیمې بې ثباته کولو او د امریکا ګټو له منځه وړلو معنی ولري.»
ټرمپ د جمعې په ورځ «د مرغومي ۱۲مه» چې په ایران کې د روانو لاریونونو له شپږمې ورځې سره برابره ده، پر «ټروت» خواله رسنۍ لیکلي چې په تاوتریخوالي سره د لاریونوالو وژنه د ایران د حکومت «پخوانۍ کړنلاره» ده او واشنګټن به په داسې حالت کې غبرګون وښيي.
په ایران کې د حکومت پر ضد او د خراب اقتصادي وضعیت په غبرګون لاریونونه لا هم روان دي. د راپورونو لهمخې، حکومتي ځواکونو پر لاریونوالو ډزې کړې دي. دا اعتراضونه په اصفهان، کرمانشاه او فارس ولایتونو کې دوام لري.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (IFJ) په خپل وروستي راپور کې ویلي، په ۲۰۲۵کال کې ټولټال ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې ۱۰ ښځې هم پهکې شاملې دي د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله وژل شوې دي.
په دغه نوملړ کې د نهو کسانو ناڅاپي یا غیرقصدي مړینې هم ثبت شوې دي. IFJ دغه کال د خبریالانو لپاره یو بل خونړی کال بللی او د حکومتونو لهخوا د رسنیو د کارکوونکو د ساتنې پر دوامداره ناکامیو یې نیوکې کړې دي. د خبریالانو د ملاتړ یاده اداره په ۲۰۲۶کال کې د تاوتریخوالي او معافیت د دې کړۍ د پای ته رسولو لپاره د بېړنیو او پرېکنده ګامونو غوښتنه کوي.
په دغه تازه نوملړ کې هغه ۱۷ نورې پېښې هم شاملې دي، چې د ډسمبر له ۱۰مې وروسته تایید شوې دي چې دا د ژورنالېزم لپاره د یوه ځانګړي ډول خونړي کال او د معافیت د دوام څرګندونه کوي. یاد فدراسیون د ډسمبر پر ۹مه یو لومړنی نوملړ خپور کړی و، چې پهکې د ۱۱۱ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و او یوه ناڅاپي مړینه هم پهکې شامله وه.
د ډسمبر ۳۱مې نوملړ د فلسطین، تانزانیا، پېرو او ګواتیمالا د نوو مرګژوبلو ترڅنګ په نایجیریا کې د اوو رسنیزو کارکوونکو ناڅاپي مړینې، په بورونډي کې د یوه او په ایران کې د بل کس ناڅاپي مړینه او هغه نورې وژنې هم رانغاړي چې دغه فدراسیون یې معلومات ترلاسه کړي دي.
د دغه نوملړ له مخې؛ یوازې په فلسطین کې تېر کال ۵۶ خبریالان وژل شوي چې د منځني ختیځ او عربي نړۍ سیمه د نړۍ په کچه د ټولو وژل شویو رسنیزو کارکوونکو ۵۸ سلنه جوړوي. یمن د ۱۳ وژنو سره دویم ځای لري، ورپسې اوکراین د اتو کسانو په وژل کېدو درېیم ځای لري. سوډان کې شپږ کسان وژل شوي، په هند او پېرو کې څلور ـ څلور او په یو شمېر نورو هېوادونو لکه فلیپین، مکسیکو، پېرو او پاکستان کې بیا درې درې خبریالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
د پېرو په شمال پاتاز ولسوالۍ کې د نوي کال د شپې پر مهال پر نارسمي کانکېندونکو د برید له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي. ځایي چارواکو او د کانکېندنې یوې کمپنۍ د پنجشنبې په ورځ وویل، دا په دغه هېواد کې د سرو زرو پر کانکېندونکو د پرلهپسې بریدونو وروستۍ پېښه ده.
د کانکېندنې کمپنۍ «پودروسا» وویل، د دغه شرکت امنیتي کارکوونکي له ډزو وروسته سیمې ته ورسېدل او درې کسان یې وموندل چې په ډزو وژل شوي وو. د کمپنۍ په وینا؛ ښايي دغه کسان په ناقانونه توګه سیمې ته د موادو د اېستلو لپاره ننوتي وو.
د سیمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې؛ ښايي د وژل شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ وي.
د «پودروسا» کمپنۍ وویل، چې پولیسو دوه کسان نیولي هم دي. پولیسو لاتر اوسه د برید پخلی نهدی کړی او حکومتي چارواکو هم لا څه نهدي ویلي.
پاتاز اوس د پېرو د سرو زرو د تولید اصلي سیمه ګرځېدلې ده، چې تر ډېره د وړو، لاسي یا نارسمي کانونو د کېندنو چارې پهکې ترسره کېږي. دغه کانونه د حکومت د لنډمهالي جوازونو له مخې فعالیت کوي چې «رېاینفو» نومېږي.
سویسي چارواکي وايي، د سویس د کرانس–مونتانا د سکي په تفریحي سیمه کې د یوه رسټورانت دننه د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۴۰ کسان مړه او لږترلږه ۱۱۵ نور ټپیان شوي چې د ځینو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.
د یادې پېښې ګڼ قربانیان ځوانان وو، چې د نوي زېږدیز کال د نمانځنې لپاره سره راټول شوي وو. د یاد ښار د ښاروال نیکولا فېرو په وینا؛ د جسدونو پېژندنه ښايي څو ورځې وخت ونیسي.
چارواکي وايي، لاتر اوسه د اورلګېدنې اصلي لامل نهدی روښانه شوی. ځینې ژوندي پاتې شوي کسان وايي، ښايي اور هغه مهال بل شوی وي چې د چت سره نږدې ډېوې بلې شوې وې.
د سویس پولیس وايي، د ټولو قربانیانو تر بشپړې پېژندنې پورې به یې څېړنې روانې وي.
د برېتانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج په ایران کې د لایونونو په ملاتړ ویلي:«د ایران ظالم رژیم باید لهمنځه لاړ شي.»
د برېتانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج په ایران کې د لاریون کوونکو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او پر خپله اېکسپاڼه یې لیکلي:«زه د ایران د ازادۍ هڅوونکو ته د نېکمرغۍ او کامیابۍ هیله لرم، لکه څنګه چې له کلونو راهیسې دا هیله لرم. دا ظالم رژیم باید لهمنځه لاړ شي.»
پر همدغه مهال شهزاده رضا پهلوي د نوموړي له ملاتړ نه مننه کړې ده او وايي، چې د مبارزې له بریا وروسته به ایران او برېتانیا یو ځل بیا ښې اړیکې ولري.
دغه برېتانوي سیاستوال څه موده وړاندې هم پر خپل انسټاګرام له شهزاده رضا پهلوي سره د خپلې لېدنې د انځور په خپرولو سره لیکلي وو: «د برېتانیا لومړی وزیر کېیر سټامر به کله د ایران د مشر پر وړاندې ودرېږي او سپاه پاسداران به تحریم کړي».
دا په داسې حال کې ده، چې پنځه ورځې وړاندې د ایران په ګڼو ولایتونو کې پراخ لاریونونه پیل شول او لاهم دوام لري. په یادو لاریونونو کې معترضین د اسلامي جمهوریت، علي خامنهیی او سپاه پاسداران پر ضد شعارونه ورکوي. دغه راز معترضین د شهزاده رضا پهلوي او رضاشاه پهلوي په ملاتړ شعارونه هم پورته کوي.
د راپورونو لهمخې، تر دې مهاله په یادو لاریونونو کې لږ تر لږه ۱۱۹ کسان نیول شوي او اووه نور وژل شوي دي.