په سمنګان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي

په سمنګان ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي. د یادې قوماندانۍ په وینا، ټپیان یې د خلم ولسوالۍ کلینیک ته لېږدولي دي.
