په دغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) خپور شوی راغلي، چې د اسراییل پوځ د ډسمبر میاشتي تر نیمايي پورې په بېلابېلو برخو کې نږدې ۲۰ زره او ۹۰۰ هدفونه په نښه کړي او شاوخوا ۴۳۰ ځمکني عملیات یې تر سره کړي او ۵۰ سمندري بریدونه یې کړي.
پر غزې او لبنان تمرکز
د اسراییل د پوځ سوېلي قومندانۍ اعلان کړی، چې د غزې په تړانګه کې د خپلو عملیاتو پر مهال شاوخوا ۱۹ زره او ۵۳۰ هدفونه یې په نښه کړي او د حماس اړوند ۱۳ زره او ۹۱۰ بنسټونه یې لهمنځه وړي دي.
په دغو عملیاتو کې د وژل شویو کسانو په منځ کې محمد سنوار هم شامل و، چې د حماس د پوځي څانګې یو لوړپوړی قوماندان او د اکټوبر د ۷مې د برید یو پلان جوړونکی وو.
همدارنګه د حماس د لوا، کنډک او تولګي په کچه قومندانان هم د وژل شویو کسانو په لېست کې شامل دي.
په شمالي جبهه کې د اسراییل پوځ خبر ورکړی، چې د حزبالله نږدې ۹۵۰ مرکزونه او سنګرونه یې په نښه کړي دي. د دغو بریدونو په پایله کې شاوخوا ۳۸۰ د حزبالله جنګیالي وژل شوي او د دې ډلې یو شمېر لوړپوړي قومندانان، د ټانک ضد او لوژستیکي واحدونو مسوولین وژل شوي دي.
همدارنګه د اسراییل د پوځ مرکزي قومندانۍ اعلان کړی، چې شاوخوا ۲۳۰ کسان وژل شوي او له ۷۴۰۰ څخه زیات کسان نیول شوي دي.
ایران او یمن؛ د جګړې د لمنې پراخېدل
د دې راپور په بله برخه کې راغلي، چې د اسراییل پوځ د طلوع شیران په نوم د عملیاتو په لړ کې شاوخوا ۱۵۰۰ هغه هدفونه تر برید لاندې نیولي چې له ایرا ن سره یې تړاو درلود. د پوځ په وینا، په دغو عملیاتو کې ۱۱ اټومي ساینسپوهان او ۳۰ لوړپوړي پوځي چارواکي وژل شوي دي، چې په هغوی کې د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز محمد حسین باقري او د سپاه پاسداران عمومي قومندان حسین سلامي هم شامل وو.
په یمن کې هم د اسراییل هوايي ځواک د شاوخوا ۱۸۰ جنګي الوتکو په ګډون له ۲۳۰ څخه زیات د حوثیانو هدفونه بمبار کړي دي. د اسراییل پوځ ویلي، چې د دغو بریدونو پر مهال د حوثیانو لومړی وزیر، څو وزیران او یو لوړپوړی پوځي قومندان وژل شوي دي.
په همدې لړ کې، د اسراییل پوځ د لیندۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې له امریکا سره یې د دواړو هېوادونو د پوځي همکاریو په چوکاټ کې ګډ سمندري پوځي تمرین ترسره کړی، چې موخه یې په سمندري برخه کې د عملیاتي همغږۍ پیاوړتیا وه.
دغه تمرین د تلابیب او واشنګټن ترمنځ د نږدې امنیتي همکاریو د دوام ښکارندوی دی.
د دې راپور لهمخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۳۰۶ زرو څخه زیات احتیاطي ځواکونه جلب شوي دي او لسګونه زره هغه کسان چې مخکې له پوځي خدمت څخه معاف شوي وو، بېرته خدمت ته وربلل شوي دي.
د اسراییل پوځ همدارنګه د زرګونو طبي تخلیو عملیاتو، د لسګونو زرو سرتېرو د روزنې او په بېلابېلو سیمو کې د سلګونو پناه ځایونو او د خطر زنګونو د نصبولو خبر ورکړی دی.
په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې ۸۲۱ اسراییلي سرتېري وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان شوي دي.