• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ څرګندونو ته د عراقچي غبرګون؛ د حاکمیت د نقض په صورت کې پوهېږو کوم ځای په نښه کړو

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۷ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دغه هېواد کې روانو لاریونونو او د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې د حاکمیت د نقضېدو په صورت کې دوی پوهیږي، چې کوم ځای په نښه کړي. نوموړي زیاته کړې: «د ټرمپ پیغام احتمال لري د هغو کسانو تر اغېز لاندې وي، چې له ډیپلوماسۍ وېرېږي».

عباس عراقچي د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) ویلي، چې په ایران کې د اسعارو د تبادلې د لنډمهاله بې ثباتۍ له امله د اغېزمنو کسانو سوله‌ییز لاریونونه د دوی قانوني حق دی.

نوموړي دغو لاریونونو ته د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې «د ټرمپ پیغام دا احتمال لري، چې د هغو کسانو تر اغېز لاندی وي، چې له ډیپلوماسۍ وېرېږي او غلط باور لري».

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی، چې پر ډیپلوماسي غلط باور خطرناکې پایلي لرلی شي.

هغه د ټرمپ له‌خوا د امریکا په پولو کې د ملي ګارد ځای پر ځای کولو ته په اشارې زیاته کړې: «ټرمپ باید پوه شي، چې پر عامه ملکیتونو جرمي بریدونه نه‌شي زغملی».

عباس عراقچي زیاته کړې، چې د ایران ولسونه په خپلو کورنیو چارو کې هر ډول لاسوهنه ردوي او ځواکونه يې تیار دي، چې د ایران د حاکمیت د نقضېدو په صورت کې خپل هدف وټاکي.

تر دې وړاندې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني ویلي، د ایران په روانو لاریونونو کې د امریکا او اسراییل لاسوهنه د ټولې سیمې د بې‌ ثباته کولو او د امریکا د ګټو له‌منځه وړلو معنا لري.

هغه زیاته کړې، د امریکا خلک باید پوه شي، چې دا ماجرا ټرمپ پیل کړې ده او دوی باید د خپلو سرتېرو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ «د مرغومي ۱۲مه» چې په ایران کې د روانو لاریونونو له شپږمې ورځې سره برابره ده، پر «ټروت» خواله رسنۍ لیکلي، چې په تاوتریخوالي سره د لاریونوالو وژنه د ایران د حکومت «پخوانۍ کړنلاره» ده او واشنګټن به په داسې حالت کې غبرګون وښيي.

په ایران کې د حکومت پر ضد او د خراب اقتصادي وضعیت او په ځانګړې توګه د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت د رالوېدو په غبرګون کې لاریونونه لا هم روان دي. د راپورونو له‌مخې، حکومتي ځواکونو پر لاریونوالو ډزې هم کړي، خو لا تر اوسه د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۳

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۴

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ څرګندونو ته د ایران غبرګون؛ په لاریونونو کې د امریکا مداخله ټوله سیمه بې ثباته کوي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وايي، د ایران په روانو لاریونونو کې د امریکا او اسراییل لاسوهنه د ټولې سیمې د بې‌ثباته کولو او د امریکا د ګټو له منځه وړلو معنا لري.

هغه زیاته کړې د امریکا خلک باید پوه شي چې دا ماجرا ټرمپ پیل کړې ده او دوی باید د خپلو سرتېرو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني نن د جمعې په ورځ، د غرمومي پر ۱۲ نېټه پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د امریکا او اسراییل چارواکو څرګندونو سره، هغه څه چې د پردې تر شا روان وو اوس روښانه دي.

علي لاریجاني لیکلی:« موږ د لاریون کوونکو دوکاندارانو دریځ او د ګډوډونکو لوبغاړو د کړنو ترمنځ توپیر کوو او ټرمپ باید پوه شي چې پدې داخلي مسئله کې د متحده ایالاتو لاسوهنه به د ټولې سیمې بې ثباته کولو او د امریکا ګټو له منځه وړلو معنی ولري.»

ټرمپ د جمعې په ورځ «د مرغومي ۱۲مه» چې په ایران کې د روانو لاریونونو له شپږمې ورځې سره برابره ده، پر «ټروت» خواله رسنۍ لیکلي چې په تاوتریخوالي سره د لاریونوالو وژنه د ایران د حکومت «پخوانۍ کړنلاره» ده او واشنګټن به په داسې حالت کې غبرګون وښيي.

په ایران کې د حکومت پر ضد او د خراب اقتصادي وضعیت په غبرګون لاریونونه لا هم روان دي. د راپورونو له‌مخې، حکومتي ځواکونو پر لاریونوالو ډزې کړې دي. دا اعتراضونه په اصفهان، کرمانشاه او فارس ولایتونو کې دوام لري.

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون: په ۲۰۲۵کال کې ۱۲۸ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۱ GMT+۰

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (IFJ) په خپل وروستي راپور کې ویلي، په ۲۰۲۵کال کې ټولټال ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې ۱۰ ښځې هم په‌کې شاملې دي د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله وژل شوې دي.

په دغه نوملړ کې د نهو کسانو ناڅاپي یا غیرقصدي مړینې هم ثبت شوې دي. IFJ دغه کال د خبریالانو لپاره یو بل خونړی کال بللی او د حکومتونو له‌خوا د رسنیو د کارکوونکو د ساتنې پر دوامداره ناکامیو یې نیوکې کړې دي. د خبریالانو د ملاتړ یاده اداره په ۲۰۲۶کال کې د تاوتریخوالي او معافیت د دې کړۍ د پای ته رسولو لپاره د بېړنیو او پرېکنده ګامونو غوښتنه کوي.

په دغه تازه نوملړ کې هغه ۱۷ نورې پېښې هم شاملې دي، چې د ډسمبر له ۱۰مې وروسته تایید شوې دي چې دا د ژورنالېزم لپاره د یوه ځانګړي ډول خونړي کال او د معافیت د دوام څرګندونه کوي. یاد فدراسیون د ډسمبر پر ۹مه یو لومړنی نوملړ خپور کړی و، چې په‌کې د ۱۱۱ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و او یوه ناڅاپي مړینه هم په‌کې شامله وه.

د ډسمبر ۳۱مې نوملړ د فلسطین، تانزانیا، پېرو او ګواتیمالا د نوو مرګژوبلو ترڅنګ په نایجیریا کې د اوو رسنیزو کارکوونکو ناڅاپي مړینې، په بورونډي کې د یوه او په ایران کې د بل کس ناڅاپي مړینه او هغه نورې وژنې هم رانغاړي چې دغه فدراسیون یې معلومات ترلاسه کړي دي.

د دغه نوملړ له مخې؛ یوازې په فلسطین کې تېر کال ۵۶ خبریالان وژل شوي چې د منځني ختیځ او عربي نړۍ سیمه د نړۍ په کچه د ټولو وژل شویو رسنیزو کارکوونکو ۵۸ سلنه جوړوي. یمن د ۱۳ وژنو سره دویم ځای لري، ورپسې اوکراین د اتو کسانو په وژل کېدو درېیم ځای لري. سوډان کې شپږ کسان وژل شوي، په هند او پېرو کې څلور ـ څلور او په یو شمېر نورو هېوادونو لکه فلیپین، مکسیکو، پېرو او پاکستان کې بیا درې درې خبریالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

پېرو کې د برید له امله درې کان کېندونکي وژل شوي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۰

د پېرو په شمال پاتاز ولسوالۍ کې د نوي کال د شپې پر مهال پر نارسمي کان‌کېندونکو د برید له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي. ځایي چارواکو او د کان‌کېندنې یوې کمپنۍ د پنجشنبې په ورځ وویل، دا په دغه هېواد کې د سرو زرو پر کان‌کېندونکو د پرله‌پسې بریدونو وروستۍ پېښه ده.

د کان‌کېندنې کمپنۍ «پودروسا» وویل، د دغه شرکت امنیتي کارکوونکي له ډزو وروسته سیمې ته ورسېدل او درې کسان یې وموندل چې په ډزو وژل شوي وو. د کمپنۍ په وینا؛ ښايي دغه کسان په ناقانونه توګه سیمې ته د موادو د اېستلو لپاره ننوتي وو.

د سیمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې؛ ښايي د وژل شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ وي.

د «پودروسا» کمپنۍ وویل، چې پولیسو دوه کسان نیولي هم دي. پولیسو لاتر اوسه د برید پخلی نه‌دی کړی او حکومتي چارواکو هم لا څه نه‌دي‌ ویلي.

پاتاز اوس د پېرو د سرو زرو د تولید اصلي سیمه ګرځېدلې ده، چې تر ډېره د وړو، لاسي یا نارسمي کانونو د کېندنو چارې په‌کې ترسره کېږي. دغه کانونه د حکومت د لنډمهالي جوازونو له مخې فعالیت کوي چې «رېاینفو» نومېږي.

په سویس کې د اورلګېدنې له امله ۴۰ کسان مړه او ۱۱۵ نور ټپیان دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۸ GMT+۰

سویسي چارواکي وايي، د سویس د کرانس–مونتانا د سکي په تفریحي سیمه کې د یوه رسټورانت دننه د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۴۰ کسان مړه او لږترلږه ۱۱۵ نور ټپیان شوي چې د ځینو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

د یادې پېښې ګڼ قربانیان ځوانان وو، چې د نوي زېږدیز کال د نمانځنې لپاره سره راټول شوي وو. د یاد ښار د ښاروال نیکولا فېرو په وینا؛ د جسدونو پېژندنه ښايي څو ورځې وخت ونیسي.

چارواکي وايي، لاتر اوسه د اورلګېدنې اصلي لامل نه‌دی روښانه شوی. ځینې ژوندي پاتې شوي کسان وايي، ښايي اور هغه مهال بل شوی وي چې د چت سره نږدې ډېوې بلې شوې وې.

د سویس پولیس وايي، د ټولو قربانیانو تر بشپړې پېژندنې پورې به یې څېړنې روانې وي.

نایجل فراج د ایراني لاریون کوونکو په ملاتړ؛ د ایران بد ژریم باید له‌منځه لاړ شي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۱ GMT+۰

د برېتانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج په ایران کې د لایونونو په ملاتړ ویلي:«د ایران ظالم رژیم باید له‌منځه لاړ شي.»

د برېتانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج په ایران کې د لاریون کوونکو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او پر خپله اېکس‌پاڼه یې لیکلي:«زه د ایران د ازادۍ هڅوونکو ته د نېکمرغۍ او کامیابۍ هیله لرم، لکه څنګه چې له کلونو راهیسې دا هیله لرم. دا ظالم رژیم باید له‌منځه لاړ شي.»

پر همدغه مهال شهزاده رضا پهلوي د نوموړي له ملاتړ نه مننه کړې ده او وايي، چې د مبارزې له بریا وروسته به ایران او برېتانیا یو ځل بیا ښې اړیکې ولري.

دغه برېتانوي سیاستوال څه موده وړاندې هم پر خپل انسټاګرام له شهزاده رضا پهلوي سره د خپلې لېدنې د انځور په خپرولو سره لیکلي وو: «د برېتانیا لومړی وزیر کې‌یر سټامر به کله د ایران د مشر پر وړاندې ودرېږي او سپاه پاسداران به تحریم کړي».

دا په داسې حال کې ده، چې پنځه ورځې وړاندې د ایران په ګڼو ولایتونو کې پراخ لاریونونه پیل شول او لاهم دوام لري. په یادو لاریونونو کې معترضین د اسلامي جمهوریت، علي خامنه‌یی او سپاه پاسداران پر ضد شعارونه ورکوي. دغه راز معترضین د شهزاده رضا پهلوي او رضاشاه پهلوي په ملاتړ شعارونه هم پورته کوي.

د راپورونو له‌مخې، تر دې مهاله په یادو لاریونونو کې لږ تر لږه ۱۱۹ کسان نیول شوي او اووه نور وژل شوي دي.