طالبان وایي ایران ته د ناقانونه تګ هڅه کوونکي ۳۴۷ کسان یې نیولي دي

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو وایي، چې په تېرې اوونۍ کې یې ۳۴۷ هغه کسان نیولي، چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته واوړي.

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو وایي، چې په تېرې اوونۍ کې یې ۳۴۷ هغه کسان نیولي، چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته واوړي.
د طالبانو د یادې قول اردو رسنیز دفتر د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نیول شوي کسان د لومړنیو څېړنو تر ترسره کېدو وروسته، د لا نورو قانوني مراحلو لپاره اړوندو مراجعو ته سپارل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دا اقدام د سرحدونو د امنیت د ټینګښت، او د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په موخه شوی دی.
تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي وو، هڅه کوي د کډوالۍ د لاملونو د راکمولو لپاره پراخ اقدامات وکړي، څو خلک له خطرناکو او ناقانونه لارو د تګ هڅه ونه کړي.


په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې طالبانو په دغه ښار کې د رکشا چلوونکو د سوله ییز لاریون مخه نیولې ده. رکشا چلوونکو پلان درلود چې د ښار په مرکزي سړکونو کې پر دوی د نویو محدودیتونو په غبرګون کې د طالبانو د والي دفتر مخې ته په سوله ییز ډول راټول شي.
د سرچینو په وینا، کله چې لاریون کوونکي د والي دفتر مخې ته ورسیدل، چې شاوخوا ۲۰۰ متره لرې و، چې طالب وسلوالو لاریونوال په هوايي ډزو سره ګډوډ کړل او د والي دفتر ته د دوی د نږدې کیدو مخه یې ونیوله.
د طالبانو سیمه ییزې ادارې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د هرات په مرکزي سړکونو کې د رکشاوو پر تګ راتګ بندیز لګولی و.
د طالبانو د ترافیکو مدیریت اعلان وکړ، چې د مرغومي له ۱۳مې نیټې، شنبې ورځې څخه به د ښار په عامه او ګڼه ګوڼې سړکونو کې رکشاوې په بشپړ ډول منع شي.
دا بندیز پر ټولو هغو ریکشاوو چې اسناد لري او که غیر اسناد دي، تطبیق کیږي.
د هرات د ترافیکو ریاست رییس شیر محمد حجازي د سې شنبې په ورځ یوې رسنۍ ته وویل، چې دا پریکړه د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د ترافیکي پښو د کمولو لپاره شوې ده.
هغه ټینګار وکړ، چې منع شوي لارې په واضح ډول په نښه شوي او د سرغړونې په صورت کې به رکشاوې ضبط شي.
د طالب چارواکي په وینا، اوس مهال په هرات کې شاوخوا۱۰۰ زره رکشاوې چلیږي، پداسې حال کې چې د ښار ظرفیت له ۵ زره څخه کم دی.
د هرات ښاروالۍ په لومړي ځل د لړم په ۱۵مه د رکشاوو په تګ راتګ محدودیتونه لګولي وو.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې دوی د روغتیا او سوداګرۍ په برخو کې د هند همکارۍ ته اړتیا لري. د دواړو هیوادونو ترمنځ تاریخي اړیکو ته په اشارې سره هغه وویل چې طالبان دې اړیکو ته ارزښت ورکوي او هڅه کوي چې دا اړیکې لا پسې پراخې کړي.
مجاهد د واکسینونو، درملو او خوړو لېږلو په ګډون د هند د بشري مرستو څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان اړتیاوې پوره کول دوامداره خبرو اترو او نږدې اړیکو ته اړتیا لري.
هغه د طالبانو تر واک لاندې حریت راډیو ته وویل، چې په دوه اړخیزو اړیکو کې د پام وړ پرمختګ شوی او تمه کیږي چې دا پروسه به دوام ومومي.
دا څرګندونې د هند د بهرنیو چارو وزیر د دریځ په ځواب کې ویل شوی، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر تاریخي اړیکو یې ټینګار وکړ او د نوي ډیلي اوسنۍ پالیسي یې د خلکو او ټولنې پر محوره تګلاره وبلله.
طالبان د پاکستان سره د کړکېچونو سره هم مهاله هند ته نږدې شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او عامې روغتیا وزیرانو نوي ډیلي ته سفرونه کړي دي.
طالبان د هند او ایران په همکارۍ د پاکستان په بندرونو او توکو د تکیې کمولو لپاره د بدیلو سوداګریزو لارو په لټه کې دي.
د طالبانو چارواکو ډیلي او تهران ته د خپلو سفرونو په لړ کې د دواړو هیوادونو له چارواکو سره تړونونه لاسلیک کړي دي.
هند په کابل کې خپل ډیپلوماتیک ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړی او خپلې بشري او پرمختیایي مرستې یې پراخې کړې دي او دې نږدېوالي په پاکستان کې جدي اندېښنې راپورته کړي دي.
اسلام اباد طالبان او هند د بلوچ بیلتون غوښتونکو او پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورنوي، هغه تورونه چې طالبان یې ردوي او په خپلواکه بهرنۍ پالیسۍ ټینګار کوي.
مجاهد په دې وروستیو کې وویل، چې پاکستان باید د دوی د کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د کنټرول خوب ونه ګوري.

د طالبانو مشر هبتالله اخونزاده د یوه نوي فرمان په صادرولو سره یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، څو له هغو کړنو ډډه وکړي چې د دوی ترمنځ د بېباورۍ فضا رامنځته کوي. نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د یو بل په چارو کې له مداخلې څخه ځانونه وساتي.
د شنبې په ورځ د (مرغومې ۱۳مه) طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملا هبت الله ۱۴ نوي فرمانونه صادر کړي دي. د اعلامیې له مخې، په دوو فرمانونو کې په ځانګړي ډول د خپلمنځي باور او اعتماد پر پیاوړتیا ټینګار شوی او په بل فرمان کې طالبانو ته سپارښتنه شوې چې د یو بل په چارو کې مداخله ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د خپلو ولایتي سفرونو پر مهال په غیرمستقیم ډول د دې ډلې د مشر پر کړنو او چلند نیوکې کړې وې او د کندهاري طالبانو سخت غبرګونونه یې راپارولي وو. هغوی دغه څرګندونې د امیر په چارو کې لاسوهنه بللې وه.
بلخوا، شنونکي په دې باور دي چې په ایران کې د اخوندانو پر ضد ولسي پاڅون د طالبانو د اندېښنو او وېرو سبب شوی او له همدې امله یې د یووالي او اتفاق د ټینګښت هڅې بیا پیل کړې دي.
په ورته وخت کې، د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو او ډلبندیو راپورونه په وار وار خپاره شوي دي.

د طالبانو شهیدانو او معلولینو وزارت وایي، د تېر ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې یې په ټول هېواد کې له شپږ سوو زرو څخه زیاتو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو لپاره ۱۲ مېلیارده او پنځه سوه مېلیونه افغانۍ ځانګړې کړې وې.
ددغه وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د هېواد په کچه د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ لپاره پراخ مالي پروګرام پلی شوی چې له مخې یې څه باندې ۶ لکه مستحق کسان تر پوښښ لاندې راغلي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، هر یتیم او کونډې ته په میاشتني ډول ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي، چې موخه یې د یاد قشر د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د هغوی د ژوندانه د ستونزو کمول بلل شوي دي.
یاد وزارت وایي، دغه مرستې د ټولنیز ملاتړ د پالیسیو په چوکاټ کې تنظیم شوې او هڅه کېږي چې مرستې مستحقو کسانو ته په منظم او شفاف ډول ورسېږي.

د طالبانو حکومت وايي، په ۲۰۲۵ کال کې ۳۵۲۲۸ تنه په نشهیي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي، خو څېړونکي او فعالان وايي، دا هڅې یوازې د بېکارۍ او فقر د ستونزو لنډمهاله حل دی او د روږدو د ستونزو ریښې لهمنځه نه وړي.
د طالبانو د عامې روغتیا ادارې راپورونه ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د نشهیي توکو د روږدو کسانو د درملنې پروسه روانه وه او ۳۵۲۲۸ تنه روغ شوي او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي.
په ورته وخت کې، په لویو ښارونو کې ۱۰۶۴۴ تنه تثبیت شوي او راټول شوي، چې حکومت هر یوه فقیر ته دوه زره افغانۍ مالي مرسته ورکوي.
خو څېړونکي ټینګار کوي چې دغه اقدامات د روږدو کسانو د ستونزو لنډمهاله حلونه دي او د بېکارۍ، فقر او اقتصادي محرومیت له امله خلک بیا ژر نشهیي توکو ته مخه کوي.
د فعالانو په وینا، که د نشهیي توکو د روږدو کسانو درملنه یوازې د درملنې او مالي مرستو پورې محدوده وي، دا کار د ټولنې لپاره دوامداره حل نه ګڼل کېږي او د بېکاري اساسي لامل پاتې کېږي.