• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د وینزویلا جګپوړي چارواکي وايي چې مادورو لاهم ددوی ولسمشر دی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰

یو جګپوړي وینزویلايي چارواکي د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هیواد حکومت به یې د ولسمشر نیکولاس مادورو تر شا متحد پاتې شي. د کورنیو چارو وزیر دیوسادو کابېیو وویل: «دلته د انقلابي ځواک اتحاد تر ټولو زیات تضمین شوی دی او دلته یوازې یو ولسمشر دی، چې نوم یې نیکولاس مادورو موروس دی».

مادورو اوس د نیویارک په یوه توقیفخونه کې دی او د دوشنبې د محکمې غونډې ته د مخدره موادو د تورونو سپیناوي لپاره انتظار کوي.

په کاراکاس کې د مادورو د حکومت لوړ پوړي چارواکي، چې د مادورو او د هغه د میرمنې سیلیا فلورز نیول د "تښتونې" په توګه یادوي، لا هم په واک کې دي.

د کورنیو چارو وزیر دیوسادو کابېیو وویل: «دلته د انقلابي ځواک اتحاد تر ټولو زیات تضمین شوی دی او دلته یوازې یو ولسمشر دی، چې نوم یې نیکولاس مادورو موروس دی. اجازه مه ورکوئ چې څوک د دښمن د هڅونو ښکار شي».

کابېیو دا خبره د حاکم سوسیالیستي ګوند له لارې په یو غږیز پیغام کې وکړه او له خلکو یې د ارامۍ غوښتنه وکړه.

مرستیالې ولسمشرې ډلسي رودریګز چې د تېلو وزیره هم ده، د وینزویلا د سترې محکمې په تایید د موقتي مشرې په توګه واک اخیستی، خو هغې ویلي چې مادورو لا هم ولسمشر پاتې دی.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

مارکو روبیو: وینزوېلا له افغانستان او منځني ختیځ سره مه پرتله کوئ

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، ډېری هغه کسان چې په تلویزیوني خپرونو کې د «کارپوهانو» په نامه څرګندېږي، د وینزوېلا او د لوېدیځې نیمه‌کرې په اړه کافي پوهه نه لري. نوموړي وویل، چې «وینزوېلا له افغانستان او منځني ختیځ سره مه پرتله کوئ».

روبیو له «این بي سي» شبکې سره په خبرو کې زیاته کړې، چې وینزوېلا له لیبیا، عراق، افغانستان او یا هم له منځني ختیځ سره هېڅ ورته والی نه لري. هغه وویل، یوازینی ګډ ټکی یې دا دی چې په وینزوېلا کې د ایران اجنټان فعالیت کوي او د امریکا پر ضد دسیسې جوړوي.

روبیو وویل چې د وینزوېلا په ګډون د لوېدیزې نیمه‌کرې هېوادونه، له امریکا سره اوږدمهاله تاریخي، فرهنګي او ولس تر ولسه اړیکې لري او باید د جګړه‌ځپلو هېوادونو له تجربو سره پرتله نه شي. د هغه په وینا، خلک باید «مڼې له مالټو سره» پرتله نه کړي او د منځني ختیځ وضعیت د لوېدیزې نیمه‌کرې پر هېوادونو ونه تپي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، د وینزوېلا موضوع د امریکا له ملي ګټو سره مستقیم تړاو لري. د هغه په وینا، واشنګټن ځکه اوس په خوندي او ښه وضعیت کې دی چې دا موضوع یې جدي نیولې ده.

روبیو وویل، بدیل دا و چې نیکولاس مادورو، چې د امریکا له‌خوا د مخدره توکو د قاچاق په تور تورن شوی، د یو «نامشروع ولسمشر» په توګه په واک کې پاتې شي او وینزوېلا د امریکا د سیالانو لپاره پر یوه خلاص ډګر بدله شي، څو د امریکا پر ضد هر ډول فعالیت ترسره کړي.

هغه ادعا وکړه چې مادورو د دولت له امنیتي امکاناتو څخه د مخدره توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې لپاره نه، بلکې د دغو شبکو د اسانتیا لپاره کار اخیستی، څو مخدره مواد امریکا ته ورسېږي. د روبیو په خبره، دا وضعیت به نور دوام ونه کړي.

د ایران په لاریونونو کې تر دې مهاله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو څارونکې ډلې «هه نګاو» راپور ورکړی، چې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د یوې اونۍ دوامدارو لاریونونو په ترڅ کې تر دې مهاله لږ تر لږه ۱۶کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې، دا لاریونونه د بې‌سارې ګرانۍ او خراب اقتصادي وضعیت پر ضد پیل شوي، چې په پایله کې یې د لاریونوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تاوتریخجنې نښتې شوې دي.

د وژل کېدو او نیول کېدو پېښې د اونۍ په اوږدو کې د ایران دولتي رسنیو او هم د بشري حقونو د بنسټونو له لوري راپور شوې دي، خو د دواړو لوریو شمېرې له یو بل سره توپیر لري او دا شمېرې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د راپورونو له مخې، دا لاریونونه په تېرو درېیو کلونو کې تر ټولو پراخ بلل کېږي.

که څه هم د پخوانیو ځینو پاڅونونو په پرتله کوچني دي، خو په داسې وخت کې کېږي چې د ایران اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ دی او پر دې هېواد نړیوال، په ځانګړې توګه د امریکا فشارونه هم زیات شوي دي.

د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي، چې د لاریونونو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام به د بشري وضعیت د لا خرابېدو لامل شي.

د ایران دغه لاریونونه چې د حاکم نظام پر ضد پکې شعارونه ورکول کیږي، نن د اتمې ورځې لپاره هم روان دي.

وسله والو په نایجریا کې پر یوه بازار برید کړی او ۳۰ تنه یې وژلي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۰ GMT+۰

د نایجیریا د نایجر ایالت پر یوه بازار د وسله‌والو د برید له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او څو نور تښتول شوي دي. بریدګرو د بازار غرفې سوځولې او خوراکي توکي یې لوټ کړي دي.

د سیمې د پولیسو ویاند واسیو ابیودون رویټرز ته وویل چې وسله‌والود شنبې په ورځ شاوخوا د مازیګر په ۴:۳۰ بجو د ډیمو کلي د کاسووان داجي پر بازار برید وکړ. نوموړي زیاته کړه چې بریدګرو د بازار غرفې وسوځولې او خوراکي توکي یې لوټ کړل.

ابیودون وویل: «له ۳۰ څخه ډېر کسان په برید کې وژل شوي او یو شمېر نور هم تښتول شوي دي. د تښتول شویو کسانو د ژغورلو لپاره هڅې روانې دي».

عیني شاهدانو ویلي چې وسله‌وال پر موټرسایکلونو سپاره بازار ته ورسېدل او ناتاره ډزې یې پیل کړې.

د هغوی په وینا، دا تاوتریخوالی د هغو پرله‌پسې بریدونو یوه برخه وه چې د جمعې له ورځې راهیسې په نږدې کلیو اګواررا او بورګو کې پیل شوي وو.

د ایران د کار وزارت مرستیال وزیر د کاري همکارۍ د پراختیا لپاره کابل ته راغلی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۹ GMT+۰

د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسینی د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی، څو له طالب چارواکو سره د کاري اړیکو، د کار ځواک د تبادلې او د افغان کارګرانو د حقونو پر خوندیتوب خبرې وکړي.

د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خپره پاڼه کې ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسینی، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی.

په خپرپاڼه کې راغلي، نوموړي سره په دې پلاوي کې د خارجي اتباعو د اشتغال عمومي مدیر علي باقري، د کاري اتشو ګروپ او دوه‌اړخیزو اړیکو رییس حمید رضا رایکا، او د کارپنځونې او اشتغال د پراختیا معاونیت مرستیال محسن قوامي شامل دي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلاوي د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې له ایراني پلاوي هرکلی کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، تمه ده چې ایراني پلاوی به د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر ملا عبدالمنان عمري سره په دوه‌اړخیزو کاري اړیکو، د کار ځواک په تبادله، د فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا، په ایران کې د مېشتو افغان کارګرانو د حقونو پر خوندیتوب او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې او لیدنې ولري.

برېتانیې او فرانسې په ګډه په سوریه کې پر داعش هوايي بریدونه کړي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۰

د برېتانیې او فرانسې جنګي الوتکو د شنبې ورځې په ماښام (د مرغومي ۱۳مه) د سوریې په شمالي سیمو کې تر ځمکې لاندې تاسیسات چې د داعــ.ش له لوري کارول کېدل، په نښه کړي دي. د برېتانیا دفاع وزارت دغه عملیات بریالي بللي او زیاته کړې یې ده، چې هغه سیمه له ولسي وګړو خالي وه.

د برېتانیا دفاع وزارت د شنبې په ماخوستن (د مرغومي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه تاسیسات د پالمیرا لرغونې سیمې په غرنیزه ساحه کې موقعیت درلود او Paveway IV هدایت شویو بمونو سره په نښه شوي، خو په خبرپاڼه کې داعش ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو هېڅ نه‌دي ویل شوي.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه تاسیسات د داعــ.ش له‌خوا کارول کېدل او په وینا یې په‌کې وسلې او چاودېدونکي توکي ساتل کېدل او همداراز په دغو عملیاتو کې ښکېلې الوتکې بېرته په خوندي ډول ستنې شوې دي.

خبرپاڼه کاږي، دغه سیمه له ملکي خلکو خالي ده او هېڅ داسې نښې نښانې نشته چې د ولسي وګړو ژوند ته دې هم خطر پېښ شوی وي.

د برېتانیا دفاع وزارت وايي، د شاهي هوايي ځواک الوتکې په سوریه کې خپلو هوايي ګزمو ته دوام ورکوي، څو په ۲۰۱۹ کال کې په سوریه کې د داعش له ماتې وروسته د دغې ترهګرې ډلې د بیا راټوکېدو هر ډول هڅه شنډه کړي.

د یادونې وړ ده، چې همدا څو ورځې مخکې په سوریه کې د داعش له لوري د امریکايي سرتېرو له وژل کېدو وروسته امریکايي هوايي ځواکونو هم په یاد هېواد کې د داعش پټنځایونه په نښه کړي و.