ای ۲۴ نیوز: اسراییل د ایران او سیمې په تړاو امنیتي غونډه کړې

د ای ۲۴ نیوز د راپور لهمخې بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د اسراییل د امنیتي ادارو له مشرانو او وزیرانو سره څو ساعته امنیتي غونډه کړې، چې د بحث اصلي موضوع یې ایران و.

د ای ۲۴ نیوز د راپور لهمخې بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د اسراییل د امنیتي ادارو له مشرانو او وزیرانو سره څو ساعته امنیتي غونډه کړې، چې د بحث اصلي موضوع یې ایران و.
په راپور کې ویل شوي، چې په یاده امنیتي غونډه کې د سوریي، غزې او لبنان په اړه هم خبرې شوې دي. د راپور لهمخې، نتنیاهو په یاده غونډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خبرو معلومات هم وړاندې کړي او د ممکنه اقداماتو د طریقې او وخت په اړه د لومړیتوبونو د ټاکلو په اړه پرېکړې شوې دي.
د یادې رسنۍ په راپور کې راغلي، چې د اسراییل پوځ د ایران له لوري د اسراییل لور ته د شخړې د انتقال د اندېښنو په اړه د تیارسۍ په حال کې دی. همدارنګه د اسراییل د پوځ د استخباراتو څانګې هم «د جنګي لوبو» په نوم د پوځي تمرینونو د ترسره کېدو په اړه معلومات وړاندې کړې دي.

پخوانی افغان ډیپلومات غوث جانباز وايي، چې د امریکا له لوري د ونزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له نیولو وروسته به روسیه د ستراتیژیک موقعیت د له لاسه ورکولو ترڅنګ په مالي، استخباراتي او نورو برخو کې له منفي پایلو سره مخ شي.
د امریکايي ځواکونو لهخوا د ونزوېلا د ولسمشر له نیولو وروسته پخواني افغان ډیپلومات غوث جانباز ویلي، چې د مادورو په نسکورېدو سره به روسیه له پنځو مهمو منفي پایلو سره مخ شي.
جانباز ویلي، ښايي روسیه لوېدیځه نیمه کره کې ستراتیژیک موقعیت له لاسه ورکړي او د روسیې جیوپولیټیک وزن به په چټکۍ سره کم شي.
د جانباز په خبره، ښايي له مادورو وروسته به د ونزوېلا نوی حکومت د یاد هېواد د تېلو په پروژو کې د روسیې سترې پانګونې لغوه کړي او روسیه به په مالي برخه کې ستر زیان وویني.
نوموړي زیاته کړې ده، چې د مادورو سقوط به د مرکزي افریقا جمهوریت، مالي، بورکینافاسو او د مرکزي اسیا هېوادونو په څېر حکوتونو مشرانو ته دا وښيي، چې د روسیې ملاتړ اغېزناک نهدی او ښايي د یادو هېوادونو مشران خپله پاملرنه واشنګټن ته واړوي.
غوث جانباز ویلي، چې د مادورو سقوط به د روسيي د مشرانو په منځ کې د درز راپیدا کېدو ترڅنګ، په ونزوېلا کې د روسیې استخباراتي خدماتو او څارنې مرکز افشا کېدو او د اوکراین د جګړې لپاره د بودیجې په ګډون نورې منفي پایلي هم ولري.
د راپورونو لهمخې، د ونزوېلا ولسمشر مادورو د روسیې له ملاتړ څخه برخمن و. د روسیې حکومت د یاد هېواد نفوذ لرونکي شخصیتونه په دې قانع کړې وو، چې د مادورو رژیم به زیانمن نهشي.
د مادورو له نیولو وروسته له منفي پایلو سره د روسیې د مخ کېدو په اړه اندېښنې پر داسې مهال راپیدا شوې، چې دوه شپې وړاندې امریکايي ځواکونو د شپې په تیاره کې د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن په خپل کور کې ونیول او نیویارک ته یې انتقال کړل.
یو جګپوړي وینزویلايي چارواکي د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هیواد حکومت به یې د ولسمشر نیکولاس مادورو تر شا متحد پاتې شي. د کورنیو چارو وزیر دیوسادو کابېیو وویل: «دلته د انقلابي ځواک اتحاد تر ټولو زیات تضمین شوی دی او دلته یوازې یو ولسمشر دی، چې نوم یې نیکولاس مادورو موروس دی».
مادورو اوس د نیویارک په یوه توقیفخونه کې دی او د دوشنبې د محکمې غونډې ته د مخدره موادو د تورونو سپیناوي لپاره انتظار کوي.
په کاراکاس کې د مادورو د حکومت لوړ پوړي چارواکي، چې د مادورو او د هغه د میرمنې سیلیا فلورز نیول د "تښتونې" په توګه یادوي، لا هم په واک کې دي.
د کورنیو چارو وزیر دیوسادو کابېیو وویل: «دلته د انقلابي ځواک اتحاد تر ټولو زیات تضمین شوی دی او دلته یوازې یو ولسمشر دی، چې نوم یې نیکولاس مادورو موروس دی. اجازه مه ورکوئ چې څوک د دښمن د هڅونو ښکار شي».
کابېیو دا خبره د حاکم سوسیالیستي ګوند له لارې په یو غږیز پیغام کې وکړه او له خلکو یې د ارامۍ غوښتنه وکړه.
مرستیالې ولسمشرې ډلسي رودریګز چې د تېلو وزیره هم ده، د وینزویلا د سترې محکمې په تایید د موقتي مشرې په توګه واک اخیستی، خو هغې ویلي چې مادورو لا هم ولسمشر پاتې دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، ډېری هغه کسان چې په تلویزیوني خپرونو کې د «کارپوهانو» په نامه څرګندېږي، د وینزوېلا او د لوېدیځې نیمهکرې په اړه کافي پوهه نه لري. نوموړي وویل، چې «وینزوېلا له افغانستان او منځني ختیځ سره مه پرتله کوئ».
روبیو له «این بي سي» شبکې سره په خبرو کې زیاته کړې، چې وینزوېلا له لیبیا، عراق، افغانستان او یا هم له منځني ختیځ سره هېڅ ورته والی نه لري. هغه وویل، یوازینی ګډ ټکی یې دا دی چې په وینزوېلا کې د ایران اجنټان فعالیت کوي او د امریکا پر ضد دسیسې جوړوي.
روبیو وویل چې د وینزوېلا په ګډون د لوېدیزې نیمهکرې هېوادونه، له امریکا سره اوږدمهاله تاریخي، فرهنګي او ولس تر ولسه اړیکې لري او باید د جګړهځپلو هېوادونو له تجربو سره پرتله نه شي. د هغه په وینا، خلک باید «مڼې له مالټو سره» پرتله نه کړي او د منځني ختیځ وضعیت د لوېدیزې نیمهکرې پر هېوادونو ونه تپي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، د وینزوېلا موضوع د امریکا له ملي ګټو سره مستقیم تړاو لري. د هغه په وینا، واشنګټن ځکه اوس په خوندي او ښه وضعیت کې دی چې دا موضوع یې جدي نیولې ده.
روبیو وویل، بدیل دا و چې نیکولاس مادورو، چې د امریکا لهخوا د مخدره توکو د قاچاق په تور تورن شوی، د یو «نامشروع ولسمشر» په توګه په واک کې پاتې شي او وینزوېلا د امریکا د سیالانو لپاره پر یوه خلاص ډګر بدله شي، څو د امریکا پر ضد هر ډول فعالیت ترسره کړي.
هغه ادعا وکړه چې مادورو د دولت له امنیتي امکاناتو څخه د مخدره توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې لپاره نه، بلکې د دغو شبکو د اسانتیا لپاره کار اخیستی، څو مخدره مواد امریکا ته ورسېږي. د روبیو په خبره، دا وضعیت به نور دوام ونه کړي.
د ایران د بشري حقونو څارونکې ډلې «هه نګاو» راپور ورکړی، چې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د یوې اونۍ دوامدارو لاریونونو په ترڅ کې تر دې مهاله لږ تر لږه ۱۶کسان وژل شوي دي.
د راپور له مخې، دا لاریونونه د بېسارې ګرانۍ او خراب اقتصادي وضعیت پر ضد پیل شوي، چې په پایله کې یې د لاریونوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تاوتریخجنې نښتې شوې دي.
د وژل کېدو او نیول کېدو پېښې د اونۍ په اوږدو کې د ایران دولتي رسنیو او هم د بشري حقونو د بنسټونو له لوري راپور شوې دي، خو د دواړو لوریو شمېرې له یو بل سره توپیر لري او دا شمېرې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د راپورونو له مخې، دا لاریونونه په تېرو درېیو کلونو کې تر ټولو پراخ بلل کېږي.
که څه هم د پخوانیو ځینو پاڅونونو په پرتله کوچني دي، خو په داسې وخت کې کېږي چې د ایران اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ دی او پر دې هېواد نړیوال، په ځانګړې توګه د امریکا فشارونه هم زیات شوي دي.
د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي، چې د لاریونونو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام به د بشري وضعیت د لا خرابېدو لامل شي.
د ایران دغه لاریونونه چې د حاکم نظام پر ضد پکې شعارونه ورکول کیږي، نن د اتمې ورځې لپاره هم روان دي.
د نایجیریا د نایجر ایالت پر یوه بازار د وسلهوالو د برید له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او څو نور تښتول شوي دي. بریدګرو د بازار غرفې سوځولې او خوراکي توکي یې لوټ کړي دي.
د سیمې د پولیسو ویاند واسیو ابیودون رویټرز ته وویل چې وسلهوالود شنبې په ورځ شاوخوا د مازیګر په ۴:۳۰ بجو د ډیمو کلي د کاسووان داجي پر بازار برید وکړ. نوموړي زیاته کړه چې بریدګرو د بازار غرفې وسوځولې او خوراکي توکي یې لوټ کړل.
ابیودون وویل: «له ۳۰ څخه ډېر کسان په برید کې وژل شوي او یو شمېر نور هم تښتول شوي دي. د تښتول شویو کسانو د ژغورلو لپاره هڅې روانې دي».
عیني شاهدانو ویلي چې وسلهوال پر موټرسایکلونو سپاره بازار ته ورسېدل او ناتاره ډزې یې پیل کړې.
د هغوی په وینا، دا تاوتریخوالی د هغو پرلهپسې بریدونو یوه برخه وه چې د جمعې له ورځې راهیسې په نږدې کلیو اګواررا او بورګو کې پیل شوي وو.