• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ونزوېلا د ولسمشر مرستیالې د سرپرست ولسمشرې په توګه لوړه وکړه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۰

د ونزوېلا د ولسمشر مرستیالې او د نفت وزیرې دلسي رودریګز په رسمي ډول د دې هېواد د سرپرست ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.

په کاراکاس کې د امریکايي سرتېرو له‌خوا د نیکولاس مادورو تر نیول کېدو او له مېرمنې سره یې امریکا ته تر لېږد وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د هغه مرستیاله له واشنګټن سره همغږې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې رودریګز بیا ویلي چې له مادورو پرته بل څوک د ونزوېلا د ولسمشر په توګه نه پېژني.

رودریګز چې له واشنګټن سره د همکارۍ لپاره لېوالتیا ښودلې، په خپله وینا کې قانون‌جوړونکو ته وویل چې دا کار «د ونزوېلا د خلکو په نوم» ترسره کوي.

د ونزوېلا پارلمان د مادورو نیول غندلي او د هغه د ځایناستي په توګه یې له رودریګز څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی، همداراز یې د هغې ورور خورخه رودریګز یو ځل بیا د پارلمان د رییس په توګه ټاکلی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۵

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

•
•
•

نور کیسې

نصیر احمد اندېشه: داخلي اختلافاتو د طالبانو د واکمنۍ ثبات کمزوری کړی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو په جینوا دفتر کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه ویلي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپل واک خوندي ساتلو لپاره له پراخو داخلي ننګونو سره مخ دی. نوموړی زیاتوي، د جګپوړو چارواکو ځای پر ځای کولو او داخلي پاکسازي کړنو دوام د هغه نفوذ کمزوری کړی دی.

اندېشه په اېکس لیکلي: «ملا هبت‌الله اوس په کندهار کې تقریبا پټ دی او هیڅ کس پرې باور نه لري. د طالبانو په رهبرۍ کې د جګپوړو کسانو د اونیزو بدلونونو او پاکسازۍ کړنو له امله د هغه کنټرول کمزوری شوی او د مخالفو حلقو نفوذ زیات شوی دی».

هغه زیاته کړې: «هبت‌الله د یوې مهمې څانګې د ورځنیو چارو د خپلواکې څارنې سره موافق نه دی، خو په دې برخه کې زیات څه نشي کولای». په دې معنا چې د طالبانو د داخلي څانګو فعالیتونه د مشر د مستقیم کنټرول څخه بهر پرمخ ځي، چې د ډلې واکمني یې کمزوره کړې ده.

اندېشه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو په دننه کې د رامنځته شویو شخړو او داخلي ستونزو په اړه دقیق معلومات ولري، څو د افغانستان د بشري حقونو او انساني ناورین مدیریت لپاره موثر اقدامات ترسره کړي.

اصف درانی: افغانان باید خپلې ستونزې هم ومني، ټولې ملامتۍ په پاکستان مه اچوئ

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۳ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، ځینې افغان پوهان په بې‌ځایه ډول ټولې ستونزې پاکستان ته راجع کوي، داسې انګېرنه کوي لکه چې پخواني افغان مشرانو هېڅ ستونزه نه‌لرله. هغه وایي، د ترهګرو پر وړاندې باید اقدام وشي او افغانستان باید د ورور په توګه وپالل شي.

اصف دراني پر اېکس پاڼه لیکلي: «دا خورا خندونکي ده چې ځینې افغان پوهان ټولې ملامتۍ پاکستان ته ور اچوي، لکه چې پخواني افغان مشران له اسمان څخه راښکاره شوي وي. داسې بیانونه ورکول کېږي لکه پاکستان د سردار داود پر ړنګېدو، د شوروي اتحاد پر یرغل بللو، یا د افغانانو پاکستان ته د راتګ غوښتلو مسول وي».

هغه زیاتوي چې تر دې وروستیو، پاکستان د طالبانو جوړوونکی بلل کېده او طالبان د پاکستان د په کنټرول کې ښودل کېدل، خو که دا خبره رښتیا وای، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وروستۍ وژنې او تاوتریخوالی به نه وای شوی.

دراني ټینګار کړی چې «افغانستان د خپلو حاکمانو پروا نه لري، لا هم زموږ ورور هېواد دی. خو پاکستان باید د TTP ترهګرو فعالیتونو، که له افغانستان څخه وي یا د خېبر پښتونخوا ایالت کې په کلک لاس مقابله وکړي».

امرالله صالح: طالبانو ته لېږل کېدونکې نغدي کڅوړې د «بشري مرستو» تر نامه لاندې توجیه کېږي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۳ GMT+۰
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې د امریکا او پاکستان پر رول سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا د منلو وړ نه ده چې دغه هېوادونه د شلو کلونو لپاره د طالبانو د کویټې شورا له شتون نا‌خبره پاتې شوي وي.

امرالله صالح پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، داسې انګېرل کېدل چې ګواکې امریکا او د هغې متحد پاکستان د طالبانو د کویټې شورا له فعالیتونو ناخبره وو، «د باور وړ نه دي».

هغه په طنزي ډول لیکلي چې طالبان داسې ښودل کېږي لکه د «سلیمان پر قالینې» قطر ته تللي وي. صالح همداراز ادعا کړې چې لا هم طالبانو ته هره اوونۍ شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالر نغدې پیسې استول کېږي، چې د ده په وینا، د «بشري مرستو» تر نوم لاندې توجیه کېږي.

هغه دغه بهیر تر پوښتنې لاندې راوستی او ویلي یې دي چې دا ډول مرستې د طالبانو د دوام سبب ګرځي.

د جمهوري نظام دغه پخواني لوړپوړي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې پر طالبانو د نړیوالو مرستو، د سیمې د هېوادونو پر رول او د افغانستان د تېرو شلو کلونو د جګړې پر شالید بحثونه یو ځل بیا تود شوي دي.

قطر، سوریې او متحده عربي اماراتو د افغانستان له سېلاب ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۰ GMT+۰
100%

د قطر، سوریې او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارتونو د افغانستان د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. افغانستان په وروستیو ورځو کې د درنو واورو او سختو سېلابونو شاهد و چې له امله یې ګڼو سیمو کې مالي او ځاني زیانونه اوښتي.

طالب چارواکو ویلي، د دغو طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د (مرغومې ۱۳مه) په یوې اعلامیه کې لیکلي: «دوحه د افغانستان له ولس او حکومت سره د هغو سېلابونو د ناوړه پایلو پر وړاندې چې د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې رامنځته شوي او د یو شمېر کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي دي، خپله بشپړ یووالی او خواخوږي څرګندوي».

همدارنګه، متحده عربي اماراتو هم په یوې جلا اعلامیه کې د افغانستان د وروستیو سېلابونو له امله د قربانیانو له کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي. سوریې هم په یوه اعلامیه کې د افغانستان د سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د دغو پېښو ټپیانو ته یې د ژر تر ژره روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

ملا هبت الله یو ځل بیا د خپلمنځي اختلافاتو او د یو بل په چارو کې پر نه لاس وهنې ټینګار کړی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۳ GMT+۰
100%

د طالبانو مشر هبت‌الله اخونزاده د یوه نوي فرمان په صادرولو سره یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، څو له هغو کړنو ډډه وکړي چې د دوی ترمنځ د بې‌باورۍ فضا رامنځته کوي. نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د یو بل په چارو کې له مداخلې څخه ځانونه وساتي.

د شنبې په ورځ د (مرغومې ۱۳مه) طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملا هبت الله ۱۴ نوي فرمانونه صادر کړي دي. د اعلامیې له مخې، په دوو فرمانونو کې په ځانګړي ډول د خپلمنځي باور او اعتماد پر پیاوړتیا ټینګار شوی او په بل فرمان کې طالبانو ته سپارښتنه شوې چې د یو بل په چارو کې مداخله ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د خپلو ولایتي سفرونو پر مهال په غیرمستقیم ډول د دې ډلې د مشر پر کړنو او چلند نیوکې کړې وې او د کندهاري طالبانو سخت غبرګونونه یې راپارولي وو. هغوی دغه څرګندونې د امیر په چارو کې لاس‌وهنه بللې وه.

بلخوا، شنونکي په دې باور دي چې په ایران کې د اخوندانو پر ضد ولسي پاڅون د طالبانو د اندېښنو او وېرو سبب شوی او له همدې امله یې د یووالي او اتفاق د ټینګښت هڅې بیا پیل کړې دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو او ډلبندیو راپورونه په وار وار خپاره شوي دي.