اسراییل تر اوسه په غزه کې تر ۷۱زرو ډېر فلسطینیان وژلي

الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۱زره او ۳۸۶ فلسطینیان وژل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې بیا د فلسطین ۱۷۱زره او ۲۶۴وګړي ټپیان شوي هم دي.
په دې مرګ ژوبله کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.





