• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترېش: پر ونزوېلا د امریکا د نظامي برید پر مهال د نړۍوالو قوانینو درناوی نه‌دی شوی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته په یوه پیغام کې پر ونزوېلا د امریکا له برید وروسته دغه هېواد کې د بې‌ثباتۍ د زیاتېدو او پر سیمې یې د احتمالي اغېز په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. ګوترېش په ډاګه کړې، چې پر ونزوېلا د امریکا د برید پر مهال نړۍوالو قوانینو ته درناوی نه‌دی شوی.

امریکا د تېرې شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) پر ونزوېلا د برید په ترڅ کې د یاد هېواد ولسمشر او همداراز مېرمن یې لاس تړلي امریکا ته ولېږدول او په امریکا کې به د نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو محاکمه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) امنیت شورا ته په یوه پیغام کې پر ونزوېلا د امریکا له برید وروسته په یاد هېواد کې د بې‌ثباتۍ د زیاتېدو، پر سیمې یې د احتمالي اغېز او له نورو هېوادونو سره یې د اړیکو د څرنګوالي په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

ګوترېش ویلي: «د جنورۍ د درېیمې د پوځي اقدام پر مهال د نړۍوالو قوانینو درناوی نه‌دی شوی».

د ملګرو ملتونو منشور د هر دولت د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د زور کارول یا ګواښ په کلکه منع کړی دی.

نوموړي همداراز ویلي، د نړۍوالې سولې او امنیت ساتنه هغه وخت شونې ده، چې ټول غړي هېوادونه د منشور ټولو مادو ته ژمن پاتې شي.

ګوترېش په ډاګه کړې: «ما تل پر دې ټینګار کړی چې ټول اړخونه باید د نړۍوالو قوانینو بشپړ درناوی وکړي، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د منشور، چې د نړۍوالې سولې او امنیت د ساتنې بنسټ جوړوي».

د هغه په وینا، ونزوېلا له لسیزو راهیسې له کورني بې‌ثباتۍ او ټولنیزو او اقتصادي کړکېچونو سره مخ ده، ولسواکي زیانمنه شوې، میلیونونه خلک کډوال شوي او وضعیت بحراني دی: «خو لا هم شونې ده چې د لا پراخې او ورانوونکې جګړې مخه ونیول شي».

هغه له له ټولو وینزویلايي اړخونو غوښتي چې په یوه ټول‌شموله او ډموکراتیکو خبرو اترو کې برخه واخلي، داسې خبرې چې د ټولنې ټول قشرونه وکولای شي خپل راتلونکی پخپله وټاکي.

پر ونزوېلا د امریکا د عملیاتو له امله د اوښتو مرګ‌ژوبلې کره شمېر لا هم معلوم نه‌دی او د ونزویلا حکومت د امریکا دغه اقدام د ملکي او نظامي سیمو پر وړاندې پوځي یرغل بللی او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

امریکا په میدان وردګو کې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د غورځېدو په اړه له تبصرې ډډه وکړه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د امریکا دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د غورځېدو د پېښې د تایید یا رد څخه ډډه کړې. داسې ګومان کېږي، چې دغه الوتکه د امریکا د هوايي ځواک پورې اړه لري.

پنټاګون د دوشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې چې دا الوتکه د «اېم‌کیو–۹ ریپر» ډول دی، وویل چې «په دې اړه کوم معلومات نه‌لري».

دا بې‌پیلوټه الوتکه د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) غورځېدلې ده. له دې پېښې وروسته د دې الوتکې پاتې شونې انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، چې په ځینو کې د پېښې په ځای کې د طالبانو حضور هم ښکاري.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې الوتکې د غورځېدو په اړه کوم څرګند نظر نه دی ورکړی.

د ایران رسنیو لیکلي، چې طالبانو دغه بې‌پیلوټه الوتکه ویشتلې ده، خو په امریکا کې د پوځي چارو څېړونکی فرزاد ندیمي باور لري، چې یاده الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې ده.

امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وروسته، د دې هېواد د هوايي څارنې لپاره د بې‌پیلوټه الوتکو کارولو ته مخه کړې ده. د امریکا پوځي چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د څار لپاره پر دغو الوتکو تکیه کوي.

طالبانو منلې ده، چې امریکايي الوتکې د افغانستان هوايي حریم ته ننوځي او دا مهال د فضا د بشپړ کنټرول او د دغو الوتکو سره د مقابلې توان نه‌لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې پاکستان تورن کړی و، چې د امریکايي بې‌پیلوټه الوتکو د افغانستان فضا ته د ننوتلو زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ژغورنې ملي شورا مشر محمد عمر داوودزي تېره ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په تازه مرکه کې وویل، چې امریکایانو د افغانانو د ارادې په پوهېدو سره د مخامخ اشغال د تګلارې پر ځای د پټ اشغال لاره غوره کړې ده.

نوموړی په دې باور دی، چې امریکا نور د دې لېوالتیا نه‌لري چې د ډېرو ځواکونو په لېږلو او پوځي مداخلې سره کوم هېواد اشغال کړي. خو دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا د بهرني سیاست سابقه ښيي، دغه هېواد وخت ناوخت د خپلو ګټو لپاره پوځي حضور ته ترجیح ورکړې او ان که دا د اشغال بڼه هم خپله کړي.

هند له خپلو وګړو غوښتي چې ایران ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت د ایران د روانو ولسي لاریونونو په تړاو له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې دې ایران ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.

یاد وزارت همدارنګه په ایران کې له مېشتو هندي وګړو غوښتي چې د لاریونونو له سیمو لرې پاتې شي، د هند د سفارت خبرونه او ټولنیزې شبکې په دوامداره ډول تعقیب کړي او د اړتیا په صورت کې خپل حضور له سفارت سره ثبت کړي.

راپورونه وایي، روان لاریونونه د تېرې اونۍ له یکشنبې وروسته د تهران د یو شمېر دوکاندارانو له لاریونونو پیل شوي او وروسته په چټکۍ سره نورو ښارونو ته هم غځېدلي دي. دا مهال په ګڼو ښارونو کې معترضان د حکومت ضد شعارونه ورکوي او له اقتصادي او سیاسي وضعیت څخه خپله نارضایتي څرګندوي.

ځینې رسنۍ راپور ورکوي چې د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله شاوخوا ۱۷ تنه وژل شوي دي.

د اوکراین پر خارکېف ښار د روسیې برید د انرژۍ تاسیسات زیانمن کړي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۰

د اوکراین د خارکېفښاروال ویلي، روسیې د دوشنبې په ورځ د اوکراین پر دویم ستر ښار خارکېف پنځه توغندیز بریدونه کړي، چې د ښار د انرژۍ تاسیساتو ته یې "ډیر جدي زیان" رسولی دی. ښاروال ایهور تیریخوف زیاته کړې چې «روسیه هڅه کوي موږ د ویرې او تیارو له لارې مات کړي».

نوموړي ویلي، چې برید د خلکو پر عادي ژوند مستقیم اغېز کړی دی.

خارکېف ښار، چې له یو میلیون زیات نفوس لري، د روسیې له سرحد سره نږدې پروت دی.

سره له دې چې د دوشنبې په ورځ هوا منفي درې درجې سانتي ګراد وه، د بریدونو له امله د ښار اوسیدونکو د ۲۴ ساعتونو لپاره بریښنا نه درلوده.

له تیر نومبر میاشتې راهیسې روسیې د اوکراین د انرژۍ پر سیسټم او لوژیستیک توغندیز او ډرون بریدونه په چټکۍ سره زیات کړي دي، چې ګڼې سیمې یې په تیاره کې پرېښي دي.

د پاکستان په کراچۍ کې تر څلورو ټنو زیات چاودېدونکي توکي نیول شوي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۰

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د کراچۍ ښار په «رییس ګوټ» سیمه کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال تر څلورو ټنو زیات چاودېدونکي توکي نیولي دي.

د پاکستاني رسنۍ «جیونیوز» د راپور له مخې، پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي چې وسله والو غوښتل له یادو توکو څخه په ګټه اخیستنې، د کراچۍ ښار په «ای ای چندریګر روډ» سیمه کې ترهګریز برید وکړي.

یادو چارواکو زیاته کړې، چې د دغو عملیاتو پر مهال یې څو د ګازو ډبې او یو مازدا ډوله موټر چې یاد مواد پکې لېږدول کېدل، هم په خپل واک کې اخیستي دي. ددوی په وینا، دا عملیات یې د نیول شویو وسله والو د معلوماتو او نښو نښانو پر بنسټ کړي دي.

تر اوسه پورې د دې پېښې په تړاو د نیول شویو کسانو د هویت او د کومې وسله‌والې ډلې د تړاو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

د ونزویلا نیول شوی ولسمشر به نن محکمې ته وړاندې شي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۵ GMT+۰

د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو به نن د دوشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۵مه) وروسته له هغې چې د امریکايي ځواکونو له‌خوا نیول شوی، د نیویارک د منهتن په فدرالي محکمه کې حاضر شي.

د ډونالډ ټرمپ ادارې چارواکو دغه کار د قانون د پلي کېدو یو عملیات بللی او ویلي یې دي، دغه ګام د هغو جنایي تورونو په تړاو اخیستل شوی چې په ۲۰۲۰کال کې پر مادورو لګېدلي وو. په دغه تورونو کې مادورو د «نارکو ترهګرۍ» یا د نشه‌یي توکو له لارې د ترهګرۍ په توطیه تورن شوی دی.

خو په خپله ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د دغه عملیاتو تر شا نور لاملونه هم شته. هغه ویلي، دغه یرغل تر یوه بریده د امریکا متحده ایالاتو ته د ونزوېلایي کډوالو د زیاتېدونکي بهیر په غبرګون کې ترسره شوی او همدارنګه د ونزوېلا هغه پخوانۍ پرېکړې له امله دی چې په تېرو لسیزو کې یې د امریکا د تېلو ګټې ملي کړې وې.

مادورو له داسې جدي تورونو سره مخ دی، چې پر بنسټ یې هغه د نشه‌یي توکو د سترو قاچاقي شبکو ملاتړ کړی دی. په دغه ډلو کې د مکسیکو د «سینالوا» کارتل او د «ترن د اراګوا» په نوم ډله هم شامله ده.

څارنوالان وايي، مادورو د کوکاین د قاچاق لارې سمبالولې، د پوځ له لارې یې د نشه‌یي توکو د بارونو ساتنه کوله، قاچاقي ډلو ته یې پناه ورکوله او د ولسمشرۍ له دولتي تاسیساتو څخه یې د نشه‌یي توکو د لېږد لپاره کار اخیست. دغه تورونه د شنبې په ورځ تازه شول او د مادورو مېرمن سیلیا فلورس هم په قضیه کې شامله کړای شوه. نوموړې د انسان‌تښتونې او وژنې د امر ورکولو په تور تورنه ده.

لرې کړل شوی ولسمشر مادورو د نشه‌یي توکو له قاچاق سره هر ډول تړاو رد کړی دی. تمه ده، چې د هغه د محاکمې بهیر ښايي څو میاشتې وخت ونیسي.