امریکايي چورلکې د وینزویلا لرې کړای شوی ولسمشر محکمې ته ولېږداوه

د وینزوېلا له واکه لرې کړای شوی ولسمشر نیکولاس مادورو د نشه يي توکو اړوند تورونو په تړاو په یوه چورلکه کې د نیویارک فدرالي محکمې ته لېږدول شوی. په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې مادورو د امریکايي سرتېرو تر څار لاندې له الوتکې کوزیږي.
