• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یمن المعاشیق ماڼۍ ته نږدې د ډزو غږونه اورېدل شوي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۰

د یمن په سوېلي بندري ښار عدن کې المعاشیق ماڼۍ ته نږدې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي. عدن او د دغه بندري ښار شاوخوا سیمې دا مهال د بېلتون‌پالې جنوبي انتقالي شورا تر ولکې لاندې دي، چې د عربي متحده اماراتو له ملاتړه برخمنه ده. د شورا مشر پخوا په یاده ماڼۍ کې اوسېده.

د رویټرز د راپور له مخې، ځایي اوسېدونکو د سې‌شنبې په ورځ ویلي چې د المعاشیق ماڼۍ په شاوخوا سیمو کې ناڅاپي ډزې وشوې، چې د خلکو اندېښنه یې راپارولې ده. تر دې مهاله د یادو ډزو د لامل، زیانونو او یا هم د احتمالي ټپیانو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

امنیتي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.

عدن او د دغه بندري ښار شاوخوا سیمې دا مهال د بېلتون‌پالې جنوبي انتقالي شورا (STC) تر ولکې لاندې دي، چې د عربي متحده اماراتو له ملاتړ برخمنه ده. د دغې شورا مشر پخوا په ماڼۍ کې اوسېده، خو دا مهال یې د اوسېدو ځای معلوم نه دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د امریکا محرمانه ارزونه: د وینزویلا د لنډمهالي حکومت لپاره د مادورو نږدې کسان وړ بلل شوي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۰

وال سټریټ ژورنال د امریکا د یو محرمانه او تازه استخباراتي راپور له مخې خبر ورکړی چې د وینزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو نږدې همکاران د لنډمهالي حکومت د مشرتابه لپاره تر ټولو مناسب کسان بلل شوي او کولای شي په لنډ مهال کې د هېواد ثبات وساتي.

د دغه راپور له مخې، دغه ارزونه د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) له لوري ولسمشر ډونالد ټرمپ او څو تنو لوړپوړو چارواکو ته وړاندې شوې ده. په راپور کې د مادورو مرستیاله دلسي رودریګزد د احتمالي مشرتابه د مهمې څېرې په توګه یاده شوې ده.

راپور همدا راز وايي، ټرمپ دې پایلې ته رسېدلی چې ثبات یوازې هغه وخت تضمین کېدای شي چې د مادورو ځایناستی د پوځ او نورو بانفوذو کړیو ملاتړ ولري. په همدې لړ کې، د کورنیو چارو وزیر دیوسدادو کابیو او د دفاع وزیر ولادیمیر پادرینو د نفوذ لرونکو څېرو له ډلې یاد شوي دي.

استخباراتي ارزونه خبرداری ورکوي چې د اپوزیسیون مشران ادموندو ګونزالس او ماریا کورینا ماچادو، که واک ته ورسېږي، له سختو ننګونو سره به مخ وي، په ځانګړي ډول د امنیتي بنسټونو، د نشه‌يي موادو د قاچاق شبکو او سیاسي مخالفانو له مقاومت سره به مخ شي.

له دې مخکې ټرمپ ویلي وو چې ماچادو دومره پراخ ولسي ملاتړ نه لري چې واک ترلاسه کړي.

یاده دې وي چې مرستیالې ولسمشرې ډلسي رودریګز چې د تېلو وزیره هم ده، د وینزویلا د سترې محکمې په تایید د موقتي مشرې په توګه واک اخیستی، خو هغې ویلي چې مادورو لا هم ولسمشر پاتې دی.

په پلازمېنه کاراکاس کې د مادورو د حکومت لوړ پوړي چارواکي، چې د مادورو او د هغه د میرمنې سیلیا فلورز نیول کېدل د "تښتونې" په توګه یادوي، لا هم په واک کې دي.

رانا ثناالله: موږ پوهېږو چې د تحریک انصاف بنسټ اېښودونکی مذاکرات نه غواړي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۹ GMT+۰

د سیاسي چارو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله وايي، که څه هم شهباز شریف تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو وړاندیز وکړ؛ خو «موږ پوهېږو چې عمران خان خبرې اترې نه غواړي.»

تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف هم ویلي و، دوی خبرو اترو ته چمتو دي؛ خو د تحریک انصاف ګوند ورسره ناوړه چلند کوي. د هغه په وینا؛ سره له دې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف درې، څلور ځلې د خبرو اترو بلنه ورکړې؛ خو د تحریک انصاف ګوند له خبرو اترو انکار کوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې وروستیو کې د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې وه. نوموړي د کابینې غونډې ته په وینا کې ویلي و، چې تر دې وړاندې یې هم د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې وه او اوس د هېواد د پرمختګ لپاره یو وار بیا د خبرو بلنه ورکوي.

هغه زیاته کړې وه:« ما تحریک انصاف ګوند ته تر دې وړاندې هم د مذاکراتو بلنه ورکړې وه او اوس یو ځل بیا د مذاکراتو بلنه ورکوم؛ خو دغه مذاکرات یوازې د مشروع غوښتنو پربنسټ کېدای شي.»

تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر ۴۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۷ GMT+۰

د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۴۲۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۸۴ نور بیا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ یوازې د اکټوبر په ۱۹مې او ۲۹مې نېټې بریدونو کې ټولټال ۱۵۴ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ ټینګ شو. د یادې طرحې په لومړي پړاو کې یوشمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان هم خوشې شوي وو.

الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۱زره او ۳۸۶ فلسطینیان وژل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې بیا د فلسطین ۱۷۱زره او ۲۶۴وګړي ټپیان شوي هم دي.

په دې مرګ ژوبله کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

کېم جونګ اون په اوکراین کې د خپلو سرتېرو قرباني وستایله

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۹ GMT+۰

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د اوکراین په جګړه کې د خپلو وژل شویو سرتېرو ستاینه کړې او هغوی یې اتلان یاد کړي دي. نوموړي دغه څرګندونې د یادو سرتېرو د یاد څلي د جوړېدو چارو څخه د لېدنې پرمهال کړې دي.

د KCNA دولتي خبري اژانس د راپور له مخې؛ کېم جونګ اون د دوشنبې په ورځ د یاد څلي د جوړولو چارې وکتلې، چې د هغو سرتېرو په یاد جوړېږي چې له دغه هېواده بهر په جګړو کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ شمالي کوریا د روسیې سره د متقابل دفاعي تړون له مخې په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۱۴زره سرتېري د اوکراین جګړې ته واستول؛ څو د روسي ځواکونو ترڅنګ وجنګېږي. د سویلي کوریا، اوکراین او لوېدیځو سرچینو د معلوماتو له مخې؛ په دغه جګړو کې له ۶زرو ډېر د شمالي کوریا سرتېري وژل شوي دي.

د KCNA له‌خوا په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې کېم جونګ اون او لور یې جو اې د یاد څلي په سیمه کې نیالګي هم کېنولي. په همدې حال کې په پلازمېنه پیونګ‌یانګ کې د انځورونو یو نندارتون هم پرانیستل شوی، چې د کېم جونګ اون تر مشرۍ لاندې د شمالي کوریا پرمختګونه نندارې ته وړاندې کوي. دغه نندارتون داسې مهال پرانیستل شوی، چې دغه هېواد د ګوند د یوې مهمې غونډې د جوړېدو لپاره چمتووالی نیسي.

سان مجله:د لاریونونو تر ځپلو وروسته امریکا پر ایران د برید لپاره اروپا ته جنګي الوتکې لېږي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۰

د برېتانیا «سان مجلې» راپور ورکړی، چې د لاریونونو تر ځپلو وروسته یوشمېر امریکایي پوځي جېټ الوتکې او ځانګړي ځواکونه برېتانیا او جرمني ته لېږدول شوي دي. تر دې وړاندې ټرمپ خبرداری ورکړی و، که په ایران کې لاریون کوونکي ووژل شي؛ نو د امریکا له‌خوا به له سخت ګوزار سره مخ شي.

یادې مجلې زیاته کړې، ښايي د الوتکو او امریکایي ځواګونو لېږد د ایران له اوسني وضعیت سره تړاو ولري. د راپور له مخې؛ د امریکا د ۱۶۰مې ځانګړو هوايي عملیاتو د قطعې اړوند (سي -۱۷) او (دوه ای‌سي-۱۳۰) الوتکې د برېتانیا په رف فیرفورډ هوايي اډه کې ښکته شوې دي.

په راپور کې راغلي: «ګومان کېږي چې جنګي الوتکې د ایران مشر علي خامنه‌یي څاري، چې له پراخو لاریونونو سره مخ دی.» د راپور په پای کې ویل شوي: «۱۶۰مه قطعه تر ډېره د ارزښتناکه او مهمو موخو پر وړاندې د چټکو او لوړو ګواښونو ماموریتونو مسوولیت لري.»

ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که ایران لاریونوال ووژني، امریکا به «سخت» غبرګون وښيي. دا په وروستیو ورځو کې په ایران کې د پراخو لاریونونو پرمهال د امریکا د ولسمشر دویم خبرداری دی.