د بښنې نړۍوال سازمان: د پاکستان د اساسي قانون تعدیل د قضا له خپلواکۍ سرغړونه ده

د بښنې نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د پاکستان د اساسي قانون ۲۷م تعدیل د قضا له خپلواکۍ سرغړونه ده. دغه سازمان وایي، یاد تعدیل چې د ۲۰۲۵کال په نومبر میاشت کې تصویب شو؛ د قضا خپلواکۍ، د عادلانه محاکمې حق او د قانون واک ته یې جدي ګواښ پېښ کړی.





