• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: دوغارون د ایران–افغانستان د سوداګرۍ پراختیا لپاره ستر اقتصادي فرصت دی

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۰

د ایران د اقتصاد وزارت مرستیال محمدرضا دشتي اردکاني ویلي، له افغانستان سره د دوغارون ازادې سیمې ځانګړي نږدېوالي دغه سیمه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ستر فرصت ګرځولی.

د هغه په وینا؛ د اداري ستونزو حل به د ایران صادرات او افغان بازار ته لاسرسی پراخ کړي. نوموړي ویلي، د دوغارون د ازادې سیمې ځانګړی موقعیت له افغانستان سره د ایران ختیځ او د منځنۍ اسیا بازارونو ته د لاسرسي لپاره ځانګړې ګټه لري.

هغه زیاته کړې، که د سیمې ټول اداري، اجرایي او بنسټیزې ستونزې حل شي؛ نو دغه سیمه کولای شي ایران د بهرنۍ سوداګرۍ په یوه مهم مرکز بدل کړي. هغه وایي، په اوسنیو اقتصادي شرایطو کې کورني او بهرني پانګه‌وال د دولت د ملاتړ ځواکمن عناصر دي او د دوی ملاتړ د هېواد د پراختیا لاره اسانه کوي.

د دوغارون سیمه شاوخوا ۸۷۰۰ هکتاره مساحت لري، چې تر اوسه یې د ۲۰۰۰ هکتاره ځمکې رسمي اسناد ورکړل شوي او د پاتې ۶۷۰۰ هکتاره اسناد هم د بشپړېدو په حال کې دي. د یادې سیمې ۱۲۳۰ هکتاره ځمکه د کاني سرچینو، انرژۍ او سون توکو لپاره ځانګړې شوې ده.

د دغه سیمې مسوول مودودي وایي، که څه هم د ایران واردات له افغانستان نه محدود دي؛ خو د ایران او افغانستان کلنۍ سوداګري له ۳.۳ مېلیارد ډالرو زیاته ده. نوموړي ټینګار وکړ، چې د سیمې پرمختګ د ملي او ولایتي ادارو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

دوغارون سرحد چې له یوې پېړۍ زیات عمر لري، د ختیځ اقتصاد مهم ټکی دی او د راتلونکې لپاره به د ایران–افغانستان ترمنځ سوداګرۍ کې ستر رول ولوبوي. د ایران د خصوصي سکتور فعال جمشید علي‌پور وایي، ځینې سرحدي ستونزې، د قوانینو توپیر او د ځینو ادارو کم‌ پوهاوی د سوداګرۍ پر وړاندې خنډ جوړوي. هغه د مشهد–دوغارون ریلي کرښه هم حیاتي وبلله او ویې ویل، چې د دواړو هېوادونو د وارداتو او صادراتو د لېږد چارې به اسانه کړي او اقتصادي اړیکې به لا پراخې کړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ له پاکستان او ایران نه ۲۵۱ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ښيي، چې یوازې پرون دوشنبه (د مرغومي ۱۵مه) د نيمروز، هرات، کندهار او ننګرهار له لارې افغانستان ته ۲۵۱کورنۍ ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۳ کورنۍ، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۷ کورنۍ، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۳۴ کورنۍ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۸۷ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ راستنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوې او خپلو ولایتونو ته هم لېږدل شوې دي. په دې ورستیو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت خورا سخت شوی دی. په ایران او پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې د جبري اېستنې لړۍ هم چټکه شوې ده.

تازه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ لاهم دوام لري. د راپور له مخې؛ په دې لړ کې یوازې له خیبرپښتونخوا ۶۸۲زره او ۱۴۱ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغان کډوالو اېستل؛ له خیبرپښتونخوا د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر تر ۶۰۰زرو لوړ شو

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ لاهم دوام لري. د راپور له مخې؛ په دې لړ کې یوازې له خیبرپښتونخوا ۶۸۲زره او ۱۴۱ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې؛ تر دې دمه له پاکستان نه ۲۱۶زره او ۶۳۴ د پي او ار کارت لرونکي بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په راپور کې راغلي، چې یوازې پرون ۳۷۵ افغانان د تورخم له لارې په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه شمېرې داسې مهال خپرېږي، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

یو افغان پناه‌غوښتونکی په برېتانیا کې د جنسي تېري په قضیه کې مجرم پېژندل شوی

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۵ GMT+۰

برېتانوي رسنیو راپور ورکړی، چې ۳۰ کلن افغان پناه‌غوښتونکي سهیل امیري د دوو ښځو پر وړاندې د جنسي تېري او پر یوې بلې ښځې د جنسي تېري د هڅې اعتراف کړی او هغه دارنګه په برېتانیا کې د ناقانونه پاتې کېدو په تور هم مجرم پېژندل شوی دی.

د راپورونو له مخې؛ سهیل امیري چې د برېتانیا د ساوت‌همپټن ښار اوسېدونکی دی، د روان کال د تلې میاشتې په لومړۍ او د لېندۍ میاشتې په ۴مه نېټه یې پر دوو ښځو جنسي تېری کړی دی. نوموړي پر درېیمې ښځې د جنسي تېري د تور منل رد کړي دي.

د ساوت‌همپټن د محکمې قاضي نیکولاس رولنډ ویلي، چې د سزا د اعلان لپاره به د محکمې بله ناسته (د سلواغې په ۱۷مه) نېټه ترسره شي. قاضي تورن ته ویلي، چې باید د بند سزا ته چمتو اوسي.

سهیل امیري دارنګه په برېتانیا کې د ناقانونه حضور په تور هم تورن و او محکمې ته یې منلې، چې دغه هېواد ته له داخلېدو وروسته له برېتانیا نه‌دی وتلی. که څه هم د قضیې په اړه ډېر جزییات نه‌دي خپاره شوي؛ خو د برېتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، امیري د لېندۍ میاشتې د څلورمې نېټې په شپه هڅه کړې وه، یوه ښځه چې په سړک روانه وه؛ په زور ښکل کړي. یاده ښځه وتوانېده، چې ځان وژغوري او پېښه پولیسو ته راپور کړي.

راپورونه زیاتوي، نوموړی پر دې هم تورن دی چې دوو نورو ښځو ته ورنږدې شوی او د هغوی په اړه یې نامناسبې جنسي خبرې کړې دي.

په جرمني کې یو افغان د خپلې مېرمنې د وژنې په تور په عمري بند محکوم شو

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۶ GMT+۰

د جرمني د برلین ایالت محکمې یو ۴۵کلن افغان د خپلې مېرمنې د وژنې په تور په عمري بند محکوم کړ. پر دغه کس تور و، چې د خپلو څلورو ماشومانو په وړاندې یې خپله مېرمن د چړو په ګوزارونو وژلې ده.

دغه پېښه (د وري په ۲۸مه) په برلین کې د نوموړې مېرمنې په اپارتمان کې شوې ده. د محکمې د معلوماتو له مخې؛ دغه مېرمن له خپل مېړه څخه په جلا اپارتمان کې اوسېده.

د محکمې د موندنو له مخې؛ تورن له یوې شخړې وروسته خپله مېرمن پنځه ځلې په چړو وهلې ده. محکمې ویلي، چې د پېښې پر مهال د یادې جوړې څلور ماشومان وېده وو؛ خو له پېښې وروسته یې هڅه کوله، چې خپله مور وژغوري، خو تورن له کوم غبرګون پرته دغه شېبه له ورایه لیدله.

د محکمې په وینا؛ هغه خپل اته کلن زوی ته ویلي و، چې «هغه ته به یوه نوې مور راولي». د قضايي پلاوي مشر ویلي، چې تورن دا کار د غوسې له امله او خپلې مېرمنې ته د «سزا ورکولو» په موخه کړی؛ هغه په دې باور و، چې یو نارینه د دې حق لري چې خپلې مېرمنې ته سزا ورکړي او ان هغه ووژني.
یادې جوړې په ۱۳۸۲کال کې په افغانستان کې واده وکړ او په ۱۳۹۴کال کې جرمني ته له کډوالۍ وروسته د دوی ګډ ژوند له تاوتریخوالي ډک شو. د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې؛ تورن خپله ښځه کنټرولوله او پر هغې یې محدودیتونه لګول.
د یونګه فرایهایت اونیزې په یوه مفصل راپور کې لیکلي، دغه کس ان خپلې مېرمنې ته اجازه نه ورکوله چې د جرمني ژبې کورسونو ته ولاړه شي. یادې اونیزې لیکلي، چې دغه افغان د ۲۰۲۴کال په وروستیو کې له خپلې مېرمنې طلاق واخیست؛ ترڅو له یوې بلې ښځې سره واده وکړي، خو دغه هڅې یې ناکامې شوې.
د تورن زوی ویلي، پلار یې له مور څخه غوښتي و چې پولیسو ته دې شکایت نه‌کوي؛ خو مور یې دغه غوښتنه رد کړه او د پلار تاوتریخوالی یې لا زیات شو.

فرید حمیدي: د سرو زرو د نړۍوالې بیې لوړېدو اوسني حاکمان تر لېونتوبه رسولي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۰

پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په بدخشان او تخار کې د سرو زرو پر کانونو د ځايي اوسېدونکو او طالبانو تر منځ خونړیو پېښو ته په اشارې وايي، په نړۍوالو بازارونو کې د سرو زرو د بیو لوړېدو اوسني حاکمان د شتمنېدو لپاره د لېونتوب تر کچې رسولي دي.

د راپورونو له‌مخې، په بدخشان او تخار ولایتونو کې د سرو زرو پر کانونو د ځايي اوسېدونکو او طالبانو تر منځ په نښتو کې د طالبانو په ګډون یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سرچینو همدارنګه ویلي، چې خلک د چاپېریالي زیانونو او د شرکتونو د بې بریده کېندنو له امله د اوبو د بندېدو او همداراز د یادو کانونو په بدل کې د ژوند هېڅ ډول اسانتیاوو د نه‌ برابرېدو له امله په اعتراض کې راوتلي دي.

د جمهوري نظام پر مهال پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د سې‌شنبې په سهار وختي (د مرغومي ۱۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د هېواد د کانونو او طبیعي سرچینو وروستی ۴۵ کلن تاریخ له اور، وینو، بهرنیو لاسوهنو، د جګړې د مافیا او ترهګرۍ د راټوکېدو او ځواکمنېدو، فساد، زور واکۍ او بې‌عدالتۍ سره مل و.

محمد فرید حمیدي په چاه‌اب او شهر بزرګ ولسوالیو او نورو ځایونو کې د حاکمې ډلې په ملاتړ د کانونو د مافیا له لوري د ځینو ځايي اوسېدونکو وژنه «د خونړي روایت» بله پیلامه بللې ده.

د حمیدي په وینا، په دې وروستیو څلورو کلونو کې (د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته) دغه مصیبت څو برابره پراخ شوی دی.

حمیدي ویلي: «د سرو زرو بوی، ځلا او د نړۍوالې بیې لوړېدو د قدرت تږي حاکمان د سرو زرو او مفتو شتمنیو پر لېونتوب اخته کړي دي».

پر طالبانو دا تور دی، چې په غېر معیاري ډول د کانونو پر را اېستنې بوخت دي او په دې سره د کاني سرچینو ډېره برخه ضایع کېږي.

پخوانی لوی څارنوال هم د کانونو بې بریده چور، ناقانونه او د نړۍوالو معیارونو خلاف را اېستنې د سالم چاپېریال د له‌منځه تلو، د طبیعت د نه‌جبرانېدونکي تخریب، د بې‌ثباتۍ، پر ځايي خلکو ظلم او د هغو د حقونو تر پښو لاندې کېدو لامل شوي دي.

د نوموړي په باور، د نړۍوالو معیارونو او د عدالت پر بنسټ اصولو له‌مخې، د کانونو د را اېستنې چارې د سیمې د اوسېدونکو په سلا مشورو، د چاپېریال ساتنې د متخصصینو، طبیعت پوهنې او شفافیت او عدالت ته په پام باید پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې طالبان بیا ځلي واک ته له رسېدو وروسته د هېواد یو شمېر کانونه داخلي او خارجي شرکتونو ته په واک کې ورکړي او ترې ترلاسه کېدونکې عواید پرته له دې چې یوه برخه یې د کانونو په شاوخوا سیمو کې د اوسېدونکو د هوساینې لپاره ولګول شي، مخامخ د دوی خزانې ته ځي. طالبانو هم په وار وار ویلي، چې د حاکمیت د لګښتونو ډېره برخه له کاني سرچینو برابرېږي.