د یونیسف د تازه راپور موندنې ښيي چې که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې د زدهکړو لاسرسی پراخ شوی و، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته سیاسي بدلونونو، محدودوونکو پالیسیو، دوامدارو بشري بحرانونو او کمې مالي پانګونې د دې پرمختګ ډېره برخه بېرته له منځه وړې ده.
د رپوټ پر بنست، پایله دا ده چې میلیونونه ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې له زدهکړو بېبرخې پاتې دي او د زدهکړې کیفیت په جدي ډول ټیټ شوی دی.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۴میلیونه ماشومان له ښوونځيوبې برخې و. د یونیسف د معلوماتو له مخې، نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي؛ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز د دې لامل شوی چې شاوخوا ۲،۲ میلیونه نجونې له تعلیمي نظامه په بشپړ ډول ووځي. دې وضعیت نه یوازې د هغوی د زدهکړې حق تر پښو لاندې کړی، بلکې د ټولنې پر راتلونکي، اقتصاد او ټولنیز ثبات یې هم ژور منفي اغېز کړی.
راپور ښيي چې د افغانستان ماشومان له یو ستر تعلیمي بحران سره مخ دي. له ۹۰سلنې ډېر لس کلن ماشومان نه شي کولی یو ساده متن ولولي او درک یې کړي. دا شمېره افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونوله جملې شمېري چې له “ښوونځي پرته د زدهکړې” تر ټولو لوړه کچه لري. د مسلکي ښوونکو کمښت، په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونکو نشتوالی، ضعیف تدریسي مواد او د ارزونې محدود نظامونه د زدهکړې د کمزورو پایلو اصلي لاملونه بلل شوي دي.
د راپور په اساس، د هېواد په کچه نږدې نیمایي ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري. ډېری ښوونځي له برېښنا، پاکو اوبو، تشنابونو او خوندي انګړه بېبرخې دي. دا ستونزې په ځانګړي ډول د نجونو پر حاضرۍ ناوړه اغېز کوي، ځکه د خوندي چاپېریال نشتوالی د کورنیو اندېښنې زیاتوي.
یونیسف وایي چې د خوندي او معیاري ښوونیزو فضاوو له پراخېدو پرته، د زدهکړې دوام ناشونی دی.
د راپور له مخې، د ماشومتوب لومړنۍ زدهکړې لا هم په افغانستان کې خورا محدودې دي؛ له ۳ تر ۵ کلنۍ کم تر یو سلنه ماشومان په دې پروګرامونو کې شامل دي. همداراز، یوازې شاوخوا ۲۷سلنه افغان ښځې د لوستلو سواد لري چې دا د نړۍ له تر ټولو ټیټو کچو څخه ده. یونیسف ټینګار کوي چې د ماشومتوب زدهکړې او د ښځو په لیک لوست پانګونه د اوږدمهاله بدلون لپاره حیاتي ارزښت لري.
راپور زیاتوي د طبیعي افتونو، فقر، او له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د پراخې راستنېدنې له امله، د پوهنې سیستم نور هم تر فشار لاندې راغلی دی. اټکل کېږي چې په نوي کال کې به شاوخوا ۸،۹ میلیونه ماشومان بېړنیو تعلیمي مرستو ته اړتیا ولري. راستنېدونکي ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې له ۱۲ کلنۍ پورته، د ښوونځیو د کمښت او موجودو محدودیتونو له امله له جدي خنډونو سره مخ دي.
سره له دې ټولو ننګونو، راپور کې ټینګار شوی چې لا هم د بدلون فرصتونه شته. د بنسټیزو زدهکړو ساتنه، د ښوونکو روزنه او ملاتړ، د خوندي او ټولشموله ښوونځیو پراختیا او د مهارتونو زدهکړه چې د کار بازار اړتیاوو سره برابره وي، کولی شي د بشري اړتیاوو او راتلونکي بیا رغونې ترمنځ پُل جوړ کړي.
د راپور وروستۍ برخه کې راغلي چې یونیسف له خپلو ملي او نړیوالو شریکانو سره یو ځای په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې د هر ماشوم د زدهکړې حق خوندي کړي. دغه اداره ټینګار کوي چې پرته له همغږو، دوامداره او کافي پانګونو، د افغانستان د پوهنې کړکېچ به لا پسې ژور شي.