د طالبانو اړوندو اکاونټونو ویلي، چې متقي د دوشنبې په ورځ د مرغومي پر ۱۵مه د ننګرهار ولایت هسکې مېنې، نازیان، کوټ، پچیراګام او چپرهار ولسوالیو ته سفر کړی او د دوی په وینا، له ځانګړو امنیتي تدابیرو پرته یې په «ډاډمنه فضا» کې له ولسي خلکو سره لیدلي دي.
دا هغه ولسوالۍ دي چې په تېرو کلونو کې د داعش د حضور او فعالیت له امله د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ بلل کېدې.
د طالبانو غړو د لوړپوړو چارواکو دا ډول تګ راتګ د امنیت په ښه والي تعبیر کړی دی.
امیرخان متقي د هسکې مینې د تاریخي کلا ترڅنګ له خلکو سره روغبړ کويخو د نړیوالو سازمانونو د رپوټونوله مخې، د افغانستان د امنیت په اړه لا هم جدي اندېښنې شته. ملګرو ملتونو، لوېدیځو هېوادونو او څېړنیزو بنسټونو په وروستیو ارزونو کې ویلي، چې که څه هم د جګړې کچه راټیټه شوې، خو د داعش خراسان څانګه، القاعده او هدفمند بریدونه لا هم د اندېښنې وړ دي.
متقي تر دې وړاندې د ۱۴۰۳ کال په لړم کې هم په کابل ښار کې پر موټرسایکل ښکاره شوی و، چې هغه مهال هم دا هڅه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د «امن ښودنې» د کمپاین برخه بلل کېده.
د ۱۴۰۳ کال په سلواغې میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم کابل ته د سفر پر مهال ددغه ښار یوه رستورانت ته د ماښام ډوډۍ لپاره تللی و. عراقچي د بشارالاسد د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې سوریې ته هم تللی و او له هغه سره له لیدنې وروسته یې د دمشق په یوه رستورانت کې ډوډۍ خوړلې وه.
امیرخان متقي د ۱۴۰۳ کال په لړم کې په کابل کې په موټرسایکل ګرځيدا هڅې داسې مهال دي، چې په لیندۍ میاشت کې په کابل کې د اروپایي ټولنې شارژدافیره ورونیکا بوسکوویچ پوهار د وزلوبې نندارې ته په مرمۍ ضد واسکټ کې ورغلې وه.
نوموړې که څه هم د افغانستان د کلتوري میراث ستاینه کړې وه، خو د هغې مرمۍ ضد واسکټ دا پیغام ورکاوه چې بهرني ډیپلوماټان لا هم ځانونه په کابل کې، چې د افغانستان پلازمېنه ده، په بشپړه توګه خوندي نه ګڼي.
ورونیکا بوسکوویچ پوهار په کابل کې د وزلوبې پرمهال په مرمۍ ضد واسکټ کې لیدل کیږيطالبان په خپلو څرګندونو کې په مکرر ډول پر دې ټینګار کوي، چې افغانستان له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د بې ساري امنیت شاهد دی.
په ورته وخت کې سره له دې، چې د طالبانو مشر د ټولبښنې اعلان کړی، ګڼ شمېر پخواني مامورین، د افغانستان پخواني امنیتي سرتېري او سیاستوال د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ځانونه خوندي نه ګڼي او ګڼ شمېر کسان افغانستان ته تر ستنېدو وروسته نیول شوي، شکنجه شوي او یا هم وژل شوي دي.