طالبانو د ګمرکونو لپاره په څه باندې ۶ سوه زره امریکایي ډالرو وسایط پیرلي

د طالبانو د مالیې وزارت وایي چې د هېواد یو شمېر ګمرکونو ته یې د څه باندې ۶ سوه زره امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابیل وسایط پیرلي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت وایي چې د هېواد یو شمېر ګمرکونو ته یې د څه باندې ۶ سوه زره امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابیل وسایط پیرلي دي.
د طالبانو د مالیې وزارت د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یاد وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د حیرتان، اقینې او فراه ګمرکونو کې د چارو د لا چټکتیا او د ګمرکي کارکوونکو ستونزو اواري په موخه دغه وسایط پیرلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو وسایطو کې درې لوډر، درې ډمپر او دوه د اوبو ټانکرونه شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له دې وړاندې په یادو ګمرکونو کې د شدیدو ریګي بادونو له امله ډېر وخت د ګمرک احاطه او سړکونه له بندښت او ستونزو سره مخ کېدل، چي د دغو وسایطو په پېرلو او کاروني سره به یادې ستونزي حل شي.


د پاکستان پوځ وايي، په افغانستان کې نه ټولګډونه حکومت شته او نه هم ترهګري ختمه شوې، بلکې «دا هېواد د ترهګرو او غیر دولتي وسلهوالو» پر مرکز بدل شوی. د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، چې شاوخوا ۲۵۰۰ بهرني وسله وال له سوریې نه افغانستان ته رسېدلي دي.
احمد شریف چودري د سې شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۶مه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې ترهګرۍ ضد جګړه د ټول پاکستاني ولس جګړه ده او دا مبارزه له شلو کلونو زیات وخت راهیسې روانه ده، خو تېر کال دده په وینا، د ترهګرۍ ضد هڅو بېساری شدت درلود.
نوموړي وویل، چې په ۲۰۲۵ کال کې نړۍ هم د ترهګرۍ په اړه د پاکستان دریځ او بیانیه ومنله، په ځانګړي ډول د ده په وینا، دا چې «افغانستان د ترهګرو د فعالیتونو پر مرکز بدل شوی دی».
هغه زیاته کړه چې تېر کال د ملي اقدام پلان بیا پیاوړی شو او عملي کېدو ته داخل شو.
نوموړي وویل چې د «عزم استحکام» په نوم پوځي عملیاتو، چې په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوي، د ملي اقدام پلان له نوې شوې بڼې الهام اخیستی او په دې اړه د ټولو سیاسي ګوندونو او ټولنې ترمنځ اجماع رامنځته شوې چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د دې پلان عملي کول اړین دي.
خو نوموړي ومنله چې لا هم د دغه پلان په تطبیق کې نیمګړتیاوې شته او د لا ښهوالي لپاره فرصتونه شته دي.
احمد شریف چودري د شمېرې او معلوماتو وړاندې کولو له لارې وویل، چې په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د امنیتي او قانون پلي کوونکو ادارو، لکه پوځ، پولیسو، فدرالي امنیي ځواکونو او استخباراتي ادارو ټولټال ۷۵ زره او ۱۷۵ استخباراتي عملیات کړي ، چې په اوسط ډول هره ورځ ۲۰۶ عملیات جوړېږي. د ده په وینا، له دې شمېر څخه ۱۴ زره او ۶۵۸ عملیات په خیبر پښتونخوا، ۵۸ زره او ۷۷۸ په بلوچستان او ۱۷۳۹ په نورو سیمو کې شوي دي.
هغه وویل، په ۲۰۲۵ کال کې په ټول پاکستان کې ۵۳۹۷ ترهګریزې پېښې ثبت شوې، چې ۳۸۱۱ یې په خیبرپښتونخوا کې وې، چې دا د ټول شمېر ۷۱ سلنه جوړوي، ۱۵۵۷ پېښې په بلوچستان کې شوې چې ۲۹ سلنه جوړوي او ۲۹ پېښې په نورو سیمو کې ثبت شوې دي.
د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه، چې تېر کال ۲۵۹۷ وسله وال ووژل شول، چې ۱۸۰۰ یې په خیبر پښتونخوا، ۷۸۴ په بلوچستان او ۱۰ په نورو سیمو کې وو. همدارنګه، هغه وویل، چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې ۱۲۳۵ امنیتي کسان او ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغه د ځانمرګو بریدونو په اړه وویل، چې په ۲۰۲۵ کال کې ټولټال ۲۷ ځانمرګي بریدونه شوي، چې ۱۶ یې په خیبرپښتونخوا، ۱۰ په بلوچستان او یو په اسلاماباد کې د محکمې کمپلکس دننه شوی دی. د هغه په وینا، دوه بریدونه پکې ښځو کړي دي.
د پاکستان د پوځ دغه چارواکي په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي پېښو د ډېر شمېر په اړه وویل، چې د دې تر ټولو لوی لامل په دغه ایالت کې د وسله والو لپاره مناسب سیاسي چاپېریال او د سیاسي او ترهګریزو کړیو ترمنځ اړیکې دي. نوموړي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو د خیبر پښتونخوا حکومت او سیاسي ډلې او عام خلک د پوځ د عملیاتو مخالف دي او تېرو تجربو ته په پام یې د ناکراریو د ډېرېدو لامل بولي.
د پاکستان د پوځ ویاند وویل، اصلي پوښتنه دا ده چې په ۲۰۲۱ کال کې څه پېښ شول چې ترهګري زیاته شوه؟. هغه زیاته کړه، چې په همدې کال کې د دوحې تر تړون وروسته په افغانستان کې سیاسي بدلون راغی. د هغه په وینا، افغان طالبانو له امریکا او نړیوالو شریکانو سره تړون وکړ او درې ژمنې یې وکړې؛ د ټولګډونه حکومت جوړول، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ مخنیوی او ښځو ته د حقونو ورکول، خو نوموړي پوښتنه وکړه چې ایا دا ژمنې پوره شوې؟ او پخپله یې ځواب ورکړ چې نه، دا ژمنې نه دي عملي شوې.
هغه وویل، په افغانستان کې نه ټولګډونه حکومت شته، نه ترهګري له منځه تللې، بلکې برعکس، دده په وینا، «دا هېواد د ترهګرو او غیر دولتي وسلهوالو» پر مرکز بدل شوی دی. د هغه په وینا، بېلابېلې ترهګرې ډلې له افغانستان نه فعالیت کوي او نږدې ۲۵۰۰ هغه ترهګر چې نه افغانان دي او نه پاکستانیان، په وروستیو کې له سوریې نه افغانستان ته رسېدلي دي.
نوموړي وویل، افغان طالبان چې اوس د «مور سازمان» په توګه عمل کوي، تحریک طالبان پاکستان یې د خپل تشکیلاتي جوړښت له مخې بیا منظم کړی، روزنه، لارښوونه او تنظیم یې ورکړی دی. هغه وویل، افغان طالبانو یوه ناسمه بیانیه هم جوړه کړې، چې ګواکې دوی امریکا او نړیوال ایتلاف له افغانستان نه په زور ایستلي او له همدې له لارې د ځوانانو او مذهبي احساساتو د پارولو هڅه کوي او خپل صفونه پراخوي. هغه وویل چې د امریکا د وتلو لاملونه نور څه وو، خو په دې اړه یې جزئیات ورنه کړل.

د ایران د برېښنا وزیر وايي، پرون ددغه هېواد ولسمشر سیاسي چارواکو ته لارښوونه کړې چې له افغانستان څخه د ایران د حقابې ترلاسه کولو په برخه کې لا جدي او فعال ګامونه واخلي. عباس علي ابادي وايي، د درېیم ځل لپاره هم طالبانو ته بلنه ورکوي، خو که اړتیا وي، پخپله به کابل ته پلاوی ولیږي.
عباس علي ابادي د سې شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۵مه خبریالانو ته وویل چې له افغانستان نه د حقابې د ترلاسه کولو په اړه تهران او ترکمنستان دواړه پر هریرود حق لري، خو افغانستان سلما بند د اوبو په بر بهیر کې جوړ کړی ، چې باید د دوستۍ بند د حقابې د ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې وشي.
علي ابادي زیاته کړه چې پرون ولسمشر د ایران سیاسي چارواکو ته په دې برخه کې د لا زیات فعالیت لارښوونه کړې ده.
هغه وویل: «موږ د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو یو، خو سره له دې چې له افغان لوري سره مو ډېرې خبرې اترې کړي دي، تېر کال مو ونه شوای کولای خپله ټوله حقابه ترلاسه کړو».
د ایران د برېښنا وزیر هیله څرګنده کړه چې سږ کال د ښه ورښت له امله «خپله حقابه» ترلاسه کړای شي.
علي ابادي وویل: « خبرې اترې روانې دي؛ ما دوه ځله افغان لوری ایران ته د راتلو لپاره دعوت کړی او درېیم ځل هم بلنه ورکوم، خو که اړتیا وي، راتلونکی ځل موږ چمتو یو یو پلاوی افغانستان ته واستوو چې دا موضوع له نږدې او په جدي ډول تعقیب کړي».

په کندهار ښار کې د افغانستان د بنسټګر احمدشاه بابا تاریخي کور له بیا رغونې وروسته د سیلانیانو پر مخ پرانیستل شوی دی. دغه شاوخوا ۳۰۰ کلن تاریخي کور د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوی. دغه کور ۱۴۴۸ مربع متره مساحت لري او په ۱۷۵۴ کال کې د احمدشاه بابا په امر جوړ شوی و.
د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سې شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۶مه اعلان وکړ، چې د احمدشاه بابا تاریخي کور یې تر بیا رغونې وروسته د سیلانیانو پرمخ پرانېستی دی.
د احمدشاه بابا د کور د بیارغونې چارې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په دوو پړاوونو کې ترسره شوې دي.
د کندهار د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، د کور د بیارغونې پر مهال درې تاریخي اثار هم موندل شوي دي، چې دوه ډبرین او خاورین څراغونه او د احمدشاهي دورې یو ځنځیر پکې شامل دي.
د طالب چارواکو په وینا، دغه اثار به د احمدشاه بابا په موزیم کې د احمدشاهي دورې له نورو تاریخي اثارو سره یوځای خوندي شي.
د احمدشاه بابا یاد کور ۱۴۴۸ متره مربع مساحت لري او په ۱۷۵۴ کال کې د احمدشاه بابا په امر د مسلکي معمارانو له لوري په بخارایي معمارۍ جوړ شوی و.
په دې ودانۍ کې د احمدشاه بابا دفتر، جومات او د اوسېدو برخه شامله وه.
یاده ودانۍ درې منزله ده، اته خونې، یوه تلخونه او پر سر یو دالان لري.
د کندهار د فرهنګيانو په وینا، ددغه کور په دالان کې د احمدشاه بابا د ناستې ځانګړی ځای هم دی چې د «شاهنشین» په نوم یادېده. د ودانۍ داخلي برخه د هګۍ له سپینو، چڼل شویو ګچو او ځانګړې سریښناکې مادې څخه په جوړو شویو مینیاتوري نقشونو سینګار شوې، چې لا هم ځانګړې ځلا لري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت یو رسمي سند افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ترلاسه کړی، چې دې ډلې په ټول افغانستان کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ۶۷۹ کتابونو پر تدریس بندیز لګولی دی. دا کتابونه د شرعیاتو، حقوق، ژورنالیزم، ادبیاتو او اقتصاد په پوهنځیو کې تدریس کېدل.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مکتوب شاوخوا درې میاشتې وړاندې د افغادنستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لېږل شوی دی.


د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په مکتوب کې راغلي، چې ددې ډلې د شرعیاتو او اسلامي ثقافت برخې استادانو څخه جوړې کمیټې په څو پړاوونو کې غونډې کړې، چې د افغانستان د تعلیمي ادارو د درسي کتابونو او لېکچرونو پر موادو د عقیدې، فکر، مذهب، کلتوري پالیسۍ او ساینسي محتوا له اړخه بیاکتنه وکړي.
د مکتوب له مخېو د جوړې شوې کمیټې له لوري د افغانستان په پوهنتونونو کې د ۶۷۹ کتابونو تدریس رد شوی دی.
که څه هم د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ددې کتابونو بدیل نه دی وړاندې کړی خو له پوهنتونونو یې غوښتي، چې داسې بدیل وړاندې کړي، چې د اسلام او کلتور سره په ټکر کې نه وي.
د ځینو پوهنتونونو استادانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا رد شوي کتابونه په پوهنتونونو کې د لیسانس ، ماسترۍ او دوکتوراپه برخه کی تدریس کیدل چې د طالبانو له خوا اوس منع شوي دي.
دوی همدراز زیاتوی، چې په یادو کتابو کې د نويو اوعصري علومو اړوند، نړیوالو حقوقو او انساني حقوقو اړوند مواد تدریس کېدل چې ان د امام غزالي کتاب (حقوق الانسان بین تعالیم الاسلام و اعلان الامم المتحده) هم منع شوی دی.
دا کتابونه له کلونو راهیسې د افغانستان د دولتی او خصوصي پوهنتونونو د نصاب برخه وه او محصلینو ته یې د اسلامي شریعت، نړیوالو قوانینو او معاصرو علمي نظریاتو ترمنځ د مقایسې، تحلیل او نقد زمینه برابروله.
د پوهنتون ځینې استادان نیوکه کوي، چې د دې ټولو کتابونو یوځای بندول دا څرګندوي چې ستونزه د کتاب په کیفیت کې نه، بلکې په فکر کې ده.
دوی زیاتوي، دا ډول پرېکړې دا پیغام ورکوي چې پوهنتون نور د بحث، اختلافي موضوعاتو باندې تحقیق او علمي جرئت ځای نه دی.
له دې وړاندې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندامحمد ندیم ویلي، چې د افغانستان ښوونیز نصاب ډیرې ستونزې لري او له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په همدې بڼه تدریسیږي: «هر اشغالګر چې راغلی زموږ په نصاب کې یې لاسوهنه کړې او یو څه یې پکې اضافه کړي دي.»
د یادونې وړ ده، چې د ځینو پوهنتونو مسوولینو وویل، چې دوی ته په نصاب کې د طالبانو د ځینو دیني عالمانو په ځانګړې توګه ددې ډلې د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د کتابونو شاملولو سپارښتنه هم شوې ده.

په تخار کې د کانونو په سر د طالبانو او ځایي اوسېدونکو تر نښتو وروسته د یادې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې په تخار کې د دوی د ځایي چارواکو په مشرۍ یې یو ګډ پلاوی د ستونزو د څېړنې په موخه سیمې ته لېږلی دی.
ښاغلي افغان د کان کېندونکو او د چاهاب سیمې اوسېدونکو ترمنځ د نښتې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه نښتي مالي او ځاني زیانونه هم لري. نوموړي زیاته کړې:« نور جزییات به د یاد پلاوي له لوري تر څېړنو وروسته شریک شي».
سیمهییزو سرچینو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی و، چې د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ سیمې درې اوسېدونکي د سرو زرو د کانونو پر سر د طالبانو پورې تړلي شرکت سره په نښته کې وژل شوي. د سرچینو په وینا؛ په نښته کې د طالبانو پورې تړلي د سرو زرو شرکت یو ساتونکی هم وژل شوی.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ تر اوسه پورې په دغه نښتو کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
د افغانستان انټرنشنل لهخوا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ خلک د طالبانو سره د تړلو شرکتونو په اړه شکایت کوي. ویل کېږي ځايي خلک له دې امله اعتراض کوي، چې دغه کانکېندنو کې هېڅ برخه نهلري او د شرکتونو د نامسوولانه کېندنو له امله له چاپېریالي زیانونو او د اوبو له کمښت سره مخ شوي.