• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

سندونه؛ طالبانو په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ۶۷۹ کتابونو تدریس منع کړی

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت یو رسمي سند افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ترلاسه کړی، چې دې ډلې په ټول افغانستان کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ۶۷۹ کتابونو پر تدریس بندیز لګولی دی. دا کتابونه د شرعیاتو، حقوق، ژورنالیزم، ادبیاتو او اقتصاد په پوهنځیو کې تدریس کېدل.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مکتوب شاوخوا درې میاشتې وړاندې د افغادنستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لېږل شوی دی.

100%
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په مکتوب کې راغلي، چې ددې ډلې د شرعیاتو او اسلامي ثقافت برخې استادانو څخه جوړې کمیټې په څو پړاوونو کې غونډې کړې، چې د افغانستان د تعلیمي ادارو د درسي کتابونو او لېکچرونو پر موادو د عقیدې، فکر، مذهب، کلتوري پالیسۍ او ساینسي محتوا له اړخه بیاکتنه وکړي.

د مکتوب له مخېو د جوړې شوې کمیټې له لوري د افغانستان په پوهنتونونو کې د ۶۷۹ کتابونو تدریس رد شوی دی.

که څه هم د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ددې کتابونو بدیل نه دی وړاندې کړی خو له پوهنتونونو یې غوښتي، چې داسې بدیل وړاندې کړي، چې د اسلام او کلتور سره په ټکر کې نه وي.

د ځینو پوهنتونونو استادانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا رد شوي کتابونه په پوهنتونونو کې د لیسانس ، ماسترۍ او دوکتوراپه برخه کی تدریس کیدل چې د طالبانو له خوا اوس منع شوي دي.

دوی همدراز زیاتوی، چې په یادو کتابو کې د نويو اوعصري علومو اړوند، نړیوالو حقوقو او انساني حقوقو اړوند مواد تدریس کېدل چې ان د امام غزالي کتاب (حقوق الانسان بین تعالیم الاسلام و اعلان الامم المتحده) هم منع شوی دی.

دا کتابونه له کلونو راهیسې د افغانستان د دولتی او خصوصي پوهنتونونو د نصاب برخه وه او محصلینو ته یې د اسلامي شریعت، نړیوالو قوانینو او معاصرو علمي نظریاتو ترمنځ د مقایسې، تحلیل او نقد زمینه برابروله.

د پوهنتون ځینې استادان نیوکه کوي، چې د دې ټولو کتابونو یوځای بندول دا څرګندوي چې ستونزه د کتاب په کیفیت کې نه، بلکې په فکر کې ده.

دوی زیاتوي، دا ډول پرېکړې دا پیغام ورکوي چې پوهنتون نور د بحث، اختلافي موضوعاتو باندې تحقیق او علمي جرئت ځای نه دی.

له دې وړاندې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم ویلي، چې د افغانستان ښوونیز نصاب ډیرې ستونزې لري او له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په همدې بڼه تدریسیږي: «هر اشغالګر چې راغلی زموږ په نصاب کې یې لاسوهنه کړې او یو څه یې پکې اضافه کړي دي.»

د یادونې وړ ده، چې د ځینو پوهنتونو مسوولینو وویل، چې دوی ته په نصاب کې د طالبانو د ځینو دیني عالمانو په ځانګړې توګه ددې ډلې د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د کتابونو شاملولو سپارښتنه هم شوې ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د کانونو په سر نښتې؛ طالبانو د یادې ستونزې د څېړنې لپاره یو پلاوی تخار ولایت ته لېږلی

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۳۲ GMT+۰

په تخار کې د کانونو په سر د طالبانو او ځایي اوسېدونکو تر نښتو وروسته د یادې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې په تخار کې د دوی د ځایي چارواکو په مشرۍ یې یو ګډ پلاوی د ستونزو د څېړنې په موخه سیمې ته لېږلی دی.

ښاغلي افغان د کان کېندونکو او د چاه‌اب سیمې اوسېدونکو ترمنځ د نښتې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه نښتي مالي او ځاني زیانونه هم لري. نوموړي زیاته کړې:« نور جزییات به د یاد پلاوي له لوري تر څېړنو وروسته شریک شي».
سیمه‌ییزو سرچینو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی و، چې د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ سیمې درې اوسېدونکي د سرو زرو د کانونو پر سر د طالبانو پورې تړلي شرکت سره په نښته کې وژل شوي. د سرچینو په وینا؛ په نښته کې د طالبانو پورې تړلي د سرو زرو شرکت یو ساتونکی هم وژل شوی.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ تر اوسه پورې په دغه نښتو کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل له‌خوا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ خلک د طالبانو سره د تړلو شرکتونو په اړه شکایت کوي. ویل کېږي ځايي خلک له دې امله اعتراض کوي، چې دغه کان‌کېندنو کې هېڅ برخه نه‌لري او د شرکتونو د نامسوولانه کېندنو له امله له چاپېریالي زیانونو او د اوبو له کمښت سره مخ شوي.

د ۱۸مېلیونه ډالرو په ارزښت؛ په نغلو کې د لمريزې برېښنا پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په نغلو سيمه کې د ۱۸مېلیونه ډالرو په ارزښت یې د لمريزې برېښنا تر ټولو لويه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارله.

د یاد شرکت په وینا؛ دغه پروژه د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمريزې برېښنا د توليد وړتيا لري، چې په فعالېدو سره به يې له ۲۳زرو زډېرو کورنيو ته برېښنا برابره شي.

ورته مهال د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وایي، دا مهال د کورنو لپاره له ۵زره زياتو او صنعتي برخې ته بيا له ۱۰زره مېګاواټو د زياتې برېښنا توليدي سرچينو ته اړتيا ده. د هغه په وینا؛ د نغلو ۲۲.۷۵ مېګاواټه پروژې سره به له ۲۳زره زياتې کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

هغه زیاته کړې:«له بده مرغه افغانستان کې په پوره اندازه د اړتیا وړ برېښنا توليد او واردات نه‌لرو؛ خو د برېښنا شرکت په هڅو اوس له ۱۲۰۰ مېګاواټو د زياتې برېښنا توليدي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.»

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت اجرايوي مشر عبدالباري عمر د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، افغانستان کې د ۴۷ کلونو ناخوالې را پاتې دي او د ناخوالو ځپلي هېواد ابادول اسانه چاره نه‌ده.
د ښاغلي عمر په وینا؛ دا مهال د ډبرو سکرو، بادي او لمريزې برېښنا توليد ګڼې پروژې تر کار لاندې دي. هغه وایي:« هېواد کې ورځ تر بلې صنعت مخ په پراختیا دی، داسې فابريکې هم اوس فعاليت لري، چې ۴۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، چې دا د دوو ولايتونو په تناسب برېښنا ده؛ د نغلو لمرېزه دستګاه به تر يوه بريده دې ستونزې ته رسېدنه وکړي».

طالبانو تردې وړاندې هم د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې د برېښنا د تولید پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی و؛ خو لا هم د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې د برېښنا د کمښت له امله خلک له ستونزو سره مخ دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته برېښنا وارداتي ده او ډېری یې هم له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران نه واردېږي.

طالبانو په هرات او پکتیا کې ۹ کسان په دُرو وهلي دي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۵ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې د دوو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په هرات او پکتیا کې یې ۹ کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د جعلي پيسو په جرم او د الکولي مشروباتو د خرڅلاو» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوا په لومړۍ خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په هرات ولایت کې یې اته کسانو ته «د الکولي مشروباتو د خرڅلاو» په تور د دوو کلونو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې له‌خوا په دویمې خبرپاڼه کې راغلي، چې په پکتیا ولایت کې یې یو کس ته د «جعلي پيسو په جرم» د شپږو میاشتو تنفیذي بند او ۳۰ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

په ۲۰۲۵کال کې؛ د هرات په صنعتي ښارګوټي کې ۳۵۰ تولیدي فابریکو په فعالیت پیل کړی

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۵ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمدیوسف سعیدي ویلي، چې په تېر ۲۰۲۵کال کې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۳۵۰ کوچنیو او لویو فابریکو په عملي ډول خپل تولیدي او صنعتي فعالیتونه پیل کړي دي.

نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي:« د صنعت‌کارانو هر اړخیز ملاتړ، پانګه‌والو ته لازمې اسانتیاوې، د تعرفو کمښت، خامو موادو ته اسانه لاسرسی، سوداګرو او صنعت‌کارانو ته د جوازونو د صادرولو بهیر اسانه کول او اړوندو چارو ته د رسېدنې پروسې ساده کول هغه مهم عوامل دي، چې د هرات د صنعتي فعالیتونو د پانګونې د جذب لامل شوي دي.»

هغه زیاته کړې، د فابریکو د فعالیت پراختیا نه یوازې دا چې د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا لامل شوې؛ بلکې سلګونه کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده. د هغه په وینا؛ د فابریکو د فعالیت پراختیا د افغانستان په اقتصادي ځان‌بسیاینه کې هم مهم رول لري.

طالبان داسې مهال د کاري زمینې برابرېدو خبره کوي، چې په افغانستان کې ځوانان د بې‌کارۍ له پراخې کچې سره مخ دي. د بې‌کارۍ د پراخې کچې له امله ګڼ ځوانان په ناقانونه او خطرناکه لارو نورو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي، چې ډېری وخت د دوی د مړینې لامل هم کېږي.

په افغانستان کې د ورښتونو کمښت د اوبو رسونې او کرنې برخې لپاره جدي اندېښنې راولاړې کړې

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۱۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) تازه راپور ښيي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶کلونو ژمي وضعیت د معمول پرتله وچ او تود دی، د واورې کچه بې‌سارې ټیټه شوې، چې د اوبو رسونې، د غنمو حاصل او د څړځایونو د بیارغونې لپاره یې جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.

د خوړو او کرنې دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، د ۲۰۲۵کال له ډسمبر نه د ۲۰۲۶کال تر فبرورۍ پورې د ژمي موسم وړاندوینه ښيي چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې بارانونه کم او تودوخه د معمول پرتله لوړه پاتې کېږي.

راپور زیاتوي، چې د واورې ټیټه کچه د اوبو سرچینو، د کرنیزو حاصلاتو او د څړځایونو د بیا رغونې لپاره ګواښونه رامنځته کوي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵/۲۶ کال واورې د تېرو ۲۵ کلونو پرتله تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې، چې دا د اوبو د سرچینو لپاره جدي ستونزه بلل شوې.

دغه سازمان وايي، د ژمي په لومړیو میاشتو کې د بارانونو کمښت، د تودوخې زیاتوالی او د واورې ټیټه کچه کولای شي د پسرلي په موسم کې د اوبو رسونې ستونزې رامنځته کړي.

د راپور له مخې؛ د ناکافي ورښتونو له کبله د غنمو او جوارو ځینې سیمې د ټیټ حاصل سره مخ دي او د څارویو د تغذیې کمښت ښایي د شېدو تولید، د نسل ورکولو کچه او د ناروغیو ګواښ لا لوړ کړي.

یادې ادارې سپارښتنه کړې، چې د اوبو، واورې، د خاورې رطوبت او د کرنیزو حاصلاتو وضعیت باید په دوامداره توګه وڅارل شي؛ څو د ژمي او پسرلي په موسم کې د اوبو مدیریت، کرنیزو مرستو او بېړنیو اقداماتو لپاره وخت په وخت معلومات ترلاسه شي.