• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو روغتیا وزیر د خوړو نړیوال پروګرام له مشر څخه د عامه تغذيې برخه کې مرسته غوښتې

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د یاد وزارت وزیر نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د خوړو نړیوال پروګرام له عمومي رییس جان ایلیف سره په لیدنه کې ویلي، چې د عامه تغذیې خدماتو پراختیا کې باید مرستې دوامدارې شي.

د طالیانو د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه، د مرغومي پر ۱۶ نېټه وویل، چې په دې لیدنه کې د عامه تغذیې خدماتو د پراختیا او پیاوړتیا، د خوړو نړیوال پروګرام د روانو فعالیتونو او مرستو، د عامه تغذیې پروګرامونو د لا ښه والي او اغېزناکتیا، د راتلونکو پلانونو او همکاریو څرنګوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام عمومي رییس جان ایلیف ویلي، چې د کونړ ولایت له زلزله‌ ځپلو او بیرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو او همکارۍ پلان لري.

همداراز، نوموړي د تغذیې برخه کې د خپلو مرستو د دوام او پراختیا ډاډ ورکړی.

په همدې حال کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې لیکلي، چې د روغتیا خصوصي سکتور مسوولینو سره د لیدنې پرمهال ددې ډلې د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي، چې د روغتیا خصوصي سکتور په ودې سره بهر ته د درملنې لپاره د تلونکو افغانانو شمېر کمېدلای شي.

نور جلال جلالي له خصوصي سکتور څخه غوښتنه کړې، چې د پرمختللو طبي تجهیزاتو د واردولو، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، له سوداګرۍ څخه د طبابت لرې ساتلو او د کورنیو تولیداتو د کارونې له لارې لا ښه او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د امنیت ښودنې کمپاین؛ امیرخان متقي د ننګرهار په هسکه مینه پر عام سړک را څرګند شوی

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ کلا ته څېرمه پر سړک له عامو خلکو سره لیدلي. د طالبانو غړو د نوموړي د روغبړ انځورونه خپاره کړي او دا یې د افغانستان د «ښه امنیت» په توګه تعبیر کړي. متقي له دې وړاندې په کابل کې پر موټرسایکل راڅرګند شوی و.

د طالبانو اړوندو اکاونټونو ویلي، چې متقي د دوشنبې په ورځ د مرغومي پر ۱۵مه د ننګرهار ولایت هسکې مېنې، نازیان، کوټ، پچیراګام او چپرهار ولسوالیو ته سفر کړی او د دوی په وینا، له ځانګړو امنیتي تدابیرو پرته یې په «ډاډمنه فضا» کې له ولسي خلکو سره لیدلي دي.

دا هغه ولسوالۍ دي چې په تېرو کلونو کې د داعش د حضور او فعالیت له امله د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ بلل کېدې.

د طالبانو غړو د لوړپوړو چارواکو دا ډول تګ راتګ د امنیت په ښه والي تعبیر کړی دی.

امیرخان متقي د هسکې مینې د تاریخي کلا ترڅنګ له خلکو سره روغبړ کوي
100%
امیرخان متقي د هسکې مینې د تاریخي کلا ترڅنګ له خلکو سره روغبړ کوي

خو د نړیوالو سازمانونو د رپوټونوله مخې، د افغانستان د امنیت په اړه لا هم جدي اندېښنې شته. ملګرو ملتونو، لوېدیځو هېوادونو او څېړنیزو بنسټونو په وروستیو ارزونو کې ویلي، چې که څه هم د جګړې کچه راټیټه شوې، خو د داعش خراسان څانګه، القاعده او هدفمند بریدونه لا هم د اندېښنې وړ دي.

متقي تر دې وړاندې د ۱۴۰۳ کال په لړم کې هم په کابل ښار کې پر موټرسایکل ښکاره شوی و، چې هغه مهال هم دا هڅه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د «امن ښودنې» د کمپاین برخه بلل کېده.

د ۱۴۰۳ کال په سلواغې میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم کابل ته د سفر پر مهال ددغه ښار یوه رستورانت ته د ماښام ډوډۍ لپاره تللی و. عراقچي د بشارالاسد د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې سوریې ته هم تللی و او له هغه سره له لیدنې وروسته یې د دمشق په یوه رستورانت کې ډوډۍ خوړلې وه.

امیرخان متقي د ۱۴۰۳ کال په لړم کې په کابل کې په موټرسایکل ګرځي
100%
امیرخان متقي د ۱۴۰۳ کال په لړم کې په کابل کې په موټرسایکل ګرځي

دا هڅې داسې مهال دي، چې په لیندۍ میاشت کې په کابل کې د اروپایي ټولنې شارژدافیره ورونیکا بوسکوویچ پوهار د وزلوبې نندارې ته په مرمۍ ضد واسکټ کې ورغلې وه.

نوموړې که څه هم د افغانستان د کلتوري میراث ستاینه کړې وه، خو د هغې مرمۍ ضد واسکټ دا پیغام ورکاوه چې بهرني ډیپلوماټان لا هم ځانونه په کابل کې، چې د افغانستان پلازمېنه ده، په بشپړه توګه خوندي نه ګڼي.

ورونیکا بوسکوویچ پوهار په کابل کې د وزلوبې پرمهال په مرمۍ ضد واسکټ کې لیدل کیږي
100%
ورونیکا بوسکوویچ پوهار په کابل کې د وزلوبې پرمهال په مرمۍ ضد واسکټ کې لیدل کیږي

طالبان په خپلو څرګندونو کې په مکرر ډول پر دې ټینګار کوي، چې افغانستان له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د بې ساري امنیت شاهد دی.

په ورته وخت کې سره له دې، چې د طالبانو مشر د ټولبښنې اعلان کړی، ګڼ شمېر پخواني مامورین، د افغانستان پخواني امنیتي سرتېري او سیاستوال د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ځانونه خوندي نه ګڼي او ګڼ شمېر کسان افغانستان ته تر ستنېدو وروسته نیول شوي، شکنجه شوي او یا هم وژل شوي دي.

طالبانو ۳۰ ټنه بې‌کیفیـته ودانیز توکي بیرته ایران ته ګرځولي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د معـیار او کیفیت ادارې ویلي، چې ۳۰ ټنه ودانیز توکي یې له کورنیو معیارونو سره د سمون نه درلودو له امله له ارزونې او د کیفیت تر کنټرول وروسته د نیمروز له لارې بیرته ایران ته وګرځول. یاده اداره وايي، چې په ټولو بندرونو کې داخلي معیارونه پلي کیږي.

د طالبانو د معـیار او کیفیت ادارې نن سې شنبه، د مرغومي پر ۱۶ نېټه په اېکس کې لیکلي، چې دا پروسه د معیار او کیفیت ادارې له خوا په پرېکنده او کره توګه پرمخ وړل کېږي، چې د هېواد بازارونو ته د بې‌کیفیته توکو د ننوتلو مخنیوی وشي.

د طالبانو د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي، چې د باکیفیته بازار رامنځته کول او د خلکو روغتیا او خوندیتوب، ددې ادارې لومړیتوب دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې (د مرغومي ۸مه) هم خبر ورکړی و، چې د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې ۱۰۳ټنه بې‌کیفیته ودانیز توکي چې له کورنیو معیارونو سره یې سمون نه‌ درلود، بېرته ایران ته ګرځولي دي.

طالبان وايي چې په افغانستان کې به « ۲۴ ساعته برېښنا» ممکنه شي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د ازبکستان د ۵۰۰ کېلوولټه لېن او له ترکمنستان څخه د برېښنا د لېږد پروژې چارې په چټکۍ روانې دي او د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په افغانستان کې ۲۴ ساعته برېښنا ممکنه شي.

حنفي د تېر جمهوریت دورې ته په اشارې وویل، پخوا افغانستان یوازې شاوخوا ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا درلوده، خو د طالبانو له واک ته رسېدو او هڅو وروسته اوس مهال دا کچه ۱۲۰۰ میګاواټو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې برېښنا د بشر له مهمو نوښتونو څخه ده او د نننۍ عصري نړۍ له بنسټیزو زیربناوو ګڼل کېږي.

حنفي همدارنګه وویل، سره له دې چې افغانستان لا هم د برېښنا له کمښت سره مخ دی، د لېږد ظرفیت یې هم محدود دی، نو خلک باید د برېښنا په لګښت کې احتیاط وکړي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه وارداتي برېښنا لري او په ځینو سیمو کې کورنۍ تولیدي برېښنا هم شته، خو د لېږد د ظرفیت د کموالي له امله دا برېښنا په بشپړ ډول نه شي وېشل کېدای.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي وايي، په ۲۴ ساعتونو کې یوازې څو ساعته برېښنا لري او ډېری وخت د ورځې په مهمو ساعتونو کې برېښنا پرې کېږي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال له دې وړاندې په کابل کې د میترو د فعالولو ژمنه هم کړې وه.

طالبانو د ګمرکونو لپاره په څه باندې ۶ سوه زره امریکایي ډالرو وسایط پیرلي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت وایي چې د هېواد یو شمېر ګمرکونو ته یې د څه باندې ۶ سوه زره امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابیل وسایط پیرلي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یاد وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د حیرتان، اقینې او فراه ګمرکونو کې د چارو د لا چټکتیا او د ګمرکي کارکوونکو ‏ستونزو اواري په موخه دغه وسایط پیرلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو وسایطو کې درې لوډر، درې ډمپر او دوه د اوبو ټانکرونه شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې له دې وړاندې په یادو ګمرکونو کې د شدیدو ریګي بادونو له امله ډېر وخت د ګمرک احاطه او سړکونه له بندښت او ستونزو سره مخ کېدل، چي ‏د دغو وسایطو په پېرلو او کاروني سره به یادې ستونزي حل شي.

د پاکستان پوځ: په افغانستان کې نه ټول‌ګډونه حکومت شته او نه ترهګري له منځه تللې

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، په افغانستان کې نه ټول‌ګډونه حکومت شته او نه هم ترهګري ختمه شوې، بلکې «دا هېواد د ترهګرو او غیر دولتي وسله‌والو» پر مرکز بدل شوی. د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، چې شاوخوا ۲۵۰۰ بهرني وسله وال له سوریې نه افغانستان ته رسېدلي دي.

احمد شریف چودري د سې شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۶مه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې ترهګرۍ ضد جګړه د ټول پاکستاني ولس جګړه ده او دا مبارزه له شلو کلونو زیات وخت راهیسې روانه ده، خو تېر کال دده په وینا، د ترهګرۍ ضد هڅو بې‌ساری شدت درلود.

نوموړي وویل، چې په ۲۰۲۵ کال کې نړۍ هم د ترهګرۍ په اړه د پاکستان دریځ او بیانیه ومنله، په ځانګړي ډول د ده په وینا، دا چې «افغانستان د ترهګرو د فعالیتونو پر مرکز بدل شوی دی».

هغه زیاته کړه چې تېر کال د ملي اقدام پلان بیا پیاوړی شو او عملي کېدو ته داخل شو.

نوموړي وویل چې د «عزم استحکام» په نوم پوځي عملیاتو، چې په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوي، د ملي اقدام پلان له نوې شوې بڼې الهام اخیستی او په دې اړه د ټولو سیاسي ګوندونو او ټولنې ترمنځ اجماع رامنځته شوې چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د دې پلان عملي کول اړین دي.

خو نوموړي ومنله چې لا هم د دغه پلان په تطبیق کې نیمګړتیاوې شته او د لا ښه‌والي لپاره فرصتونه شته دي.

احمد شریف چودري د شمېرې او معلوماتو وړاندې کولو له لارې وویل، چې په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د امنیتي او قانون پلي کوونکو ادارو، لکه پوځ، پولیسو، فدرالي امنیي ځواکونو او استخباراتي ادارو ټولټال ۷۵ زره او ۱۷۵ استخباراتي عملیات کړي ، چې په اوسط ډول هره ورځ ۲۰۶ عملیات جوړېږي. د ده په وینا، له دې شمېر څخه ۱۴ زره او ۶۵۸ عملیات په خیبر پښتونخوا، ۵۸ زره او ۷۷۸ په بلوچستان او ۱۷۳۹ په نورو سیمو کې شوي دي.

هغه وویل، په ۲۰۲۵ کال کې په ټول پاکستان کې ۵۳۹۷ ترهګریزې پېښې ثبت شوې، چې ۳۸۱۱ یې په خیبرپښتونخوا کې وې، چې دا د ټول شمېر ۷۱ سلنه جوړوي، ۱۵۵۷ پېښې په بلوچستان کې شوې چې ۲۹ سلنه جوړوي او ۲۹ پېښې په نورو سیمو کې ثبت شوې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه، چې تېر کال ۲۵۹۷ وسله وال ووژل شول، چې ۱۸۰۰ یې په خیبر پښتونخوا، ۷۸۴ په بلوچستان او ۱۰ په نورو سیمو کې وو. همدارنګه، هغه وویل، چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې ۱۲۳۵ امنیتي کسان او ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه د ځانمرګو بریدونو په اړه وویل، چې په ۲۰۲۵ کال کې ټولټال ۲۷ ځانمرګي بریدونه شوي، چې ۱۶ یې په خیبرپښتونخوا، ۱۰ په بلوچستان او یو په اسلام‌اباد کې د محکمې کمپلکس دننه شوی دی. د هغه په وینا، دوه بریدونه پکې ښځو کړي دي.

د پاکستان د پوځ دغه چارواکي په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي پېښو د ډېر شمېر په اړه وویل، چې د دې تر ټولو لوی لامل په دغه ایالت کې د وسله والو لپاره مناسب سیاسي چاپېریال او د سیاسي او ترهګریزو کړیو ترمنځ اړیکې دي. نوموړي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو د خیبر پښتونخوا حکومت او سیاسي ډلې او عام خلک د پوځ د عملیاتو مخالف دي او تېرو تجربو ته په پام یې د ناکراریو د ډېرېدو لامل بولي.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل، اصلي پوښتنه دا ده چې په ۲۰۲۱ کال کې څه پېښ شول چې ترهګري زیاته شوه؟. هغه زیاته کړه، چې په همدې کال کې د دوحې تر تړون وروسته په افغانستان کې سیاسي بدلون راغی. د هغه په وینا، افغان طالبانو له امریکا او نړیوالو شریکانو سره تړون وکړ او درې ژمنې یې وکړې؛ د ټول‌ګډونه حکومت جوړول، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ مخنیوی او ښځو ته د حقونو ورکول، خو نوموړي پوښتنه وکړه چې ایا دا ژمنې پوره شوې؟ او پخپله یې ځواب ورکړ چې نه، دا ژمنې نه دي عملي شوې.

هغه وویل، په افغانستان کې نه ټول‌ګډونه حکومت شته، نه ترهګري له منځه تللې، بلکې برعکس، دده په وینا، «دا هېواد د ترهګرو او غیر دولتي وسله‌والو» پر مرکز بدل شوی دی. د هغه په وینا، بېلابېلې ترهګرې ډلې له افغانستان نه فعالیت کوي او نږدې ۲۵۰۰ هغه ترهګر چې نه افغانان دي او نه پاکستانیان، په وروستیو کې له سوریې نه افغانستان ته رسېدلي دي.

نوموړي وویل، افغان طالبان چې اوس د «مور سازمان» په توګه عمل کوي، تحریک طالبان پاکستان یې د خپل تشکیلاتي جوړښت له مخې بیا منظم کړی، روزنه، لارښوونه او تنظیم یې ورکړی دی. هغه وویل، افغان طالبانو یوه ناسمه بیانیه هم جوړه کړې، چې ګواکې دوی امریکا او نړیوال ایتلاف له افغانستان نه په زور ایستلي او له همدې له لارې د ځوانانو او مذهبي احساساتو د پارولو هڅه کوي او خپل صفونه پراخوي. هغه وویل چې د امریکا د وتلو لاملونه نور څه وو، خو په دې اړه یې جزئیات ورنه کړل.